پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمتقي د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې ټوکه وکړه

متقي د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې ټوکه وکړه

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي نن د افغانستان بشري ناورين ته په اشارې د اسلامي همکاریو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال ټوکه وکړه.

ښاغلي متقي د خپلې وينا په پای کې دا ټوکه وکړه او په دې ډول يې د اسلامي هېوادونو استازي وهڅول، چې د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره عملي ګامونه واخلي.

متقي وویل: يو ناروغ ډاکټر ته لاړ، نسخه یې واخیسته او له درمل اخيستو پرته يې نسخه جيب کې کېښوده او ويې ويل، چې نسخې کومه ګټه نه ده ورته کړې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير له دې ټوکې سره له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د لاسنیوي لپاره عملي مرستې وکړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې طالبانو په افغانستان کې مشروع او مسوول نظام رامنځته کړی، امنیت یې راوستی او د فساد و زورواکۍ تر څنګ ګڼې ستونزې یې ختمې کړي دي.

متقي دغه راز غوښتنه وکړه، چې اسلامي هېوادونه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، تعامل دې ورسره وکړي، په کابل کې دې خپل سفارتونه پرانیزي او له امريکا څخه دې وغواړي، چې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې له کنګل څخه وباسي.

نوموړي دغه راز، د غونډې د حاضرانو د مخاطب کولو پر وخت د غونډې نارینه ګډونوال د « وروڼو» په نوم مخاطب کول، خو ښځینه ګډونوالې یې نه مخاطب کولې.

5 COMMENTS

  1. دوی آموزش او زده کړی ته ضرورت لری. دا خدای شرمولی یی بیا په ګروپی انځور هم پرینښود چی نورو سره عکس واخلی. څومره د شرم ځآی دی الله دی دوی تباه کړی جی هم یی اسلام او هم یی افغانان پر ټوله نړی شرمنده کړی.

  2. د متقی په ټوکه پسی یوه ټوکه رایاده شوه

    د کندز په ښارګوټی کی یو سړی د یو هندو پنساری دکان ته تللی و او ورته يی ویلی و چی لالا یو ښه څه شی راکړه چی لږ نشه شم یعنی یوه ښه کشته راته جوړه راکړه.

    هندو پنساری ورته یوه کشته جوړه کړه او ورته يی ورکړه
    سړی دا وخوړه او بیا حمام ته لاړو
    د حمام کولو په وخت کی د هندو پنساری دوا ورباندی اثر وکړ او سړی په ډیره منډه له حمامه راووت او بیرته د پنساری دکان ته راورسید
    دکاندار ته يی وویل چی لا لا پدی شی کی خو دی هیڅ تاثیر نه و
    لالا ورته ښکته پورته وکتل او ورته يی وویل چی کالی خو يی درنه ایستلی او لغړ توغړ يی دلته راوستی يی نو نور څه غواړی چی څه درباندی وکړی

    د متقی او تالبانو نه خو پاکستانی ډاکترانو نسخی کالی وایستل او په میدان يی لغړ توغړ ودرول نو نور څومره تاثیرات غواړی چی پاکستانۍ نسخی يی ورباندی وکړی.

  3. ” ټوکه کوم بد کار ندی خو هسې دتاندولو مزاج له طالب سره نه لګیږ ”

    Seems to me that Taand’s was indicating that such a joke in such meeting thrown from a foreign minister, was out of time and out of line speech. Try to read beyond words!

  4. له دې نه يې چې يو چرسي ور ليکلی وای ښه ټوکه به يې کړې وه، خو دمتقي بڼکې يې دومره ور ايستلې وې چې د افغانستان نوم يې هم ورسره ورک کړای وو. بل يې د طالبانو ټولې ادعاوې رد کړې چې داعش نسته،دا يې هم اوس په افغانستان پاک کړل… متقي که ويښ وای او د بې هويته ارموني عمران خان خبرې يې اوريدلی وای چې په څلورو هم روان وای که څوک داسې سپکاوی ومني او وزغمي او عکس العمل يې ښکاره کاوه..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب