پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ناسا له لوري د ۲۱۹ سیارو کشف

د ناسا له لوري د ۲۱۹ سیارو کشف

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره ناسا وايي، له شمسي منظومې دباندې یې ۲۱۹ نوې سیارې کشف کړي چې مځکې ته زیات ورته والی لري.

ناسا وايي چې تراوسه پورې يې له شمسې منظومې بهر تر ۴ زره زیاتې سیارې پېژندلي دي.

ناسا په خپله ویبپاڼه کې ویلي، په دوی پورې اړوندې د امس د تحقیقاتي مرکز د فضايي فزیک ساینسپوهانو د کیپلر فضايي ټیلسکوپ د وروستیو څو میاشتو د معلوماتو د څېړلو په مهال مځکې ته ورته ۱۰ سیارې وموندلې.

د دوی په وینا دا سیارې د ژوند کولو وړ او له مځکې ۱۲۰۰ نوري کاله لېري تر یوه کوچني ستورې راڅرخي.

کیپلر فضايی ټیلسکوپ ۸ کاله پخوا فضا ته واستول شو چې له شمسي منظومې دباندې داسې سیارې ومومي چې تر ستورو راګرځي.

کیپلر ټیلسکوپ تراوسه پورې له شمسي منظومې دباندې ۴ زره ۴۴ سیارې پېژندلي چې ۴۹ یې په داسې سیمو کې موقعیت لري چې هلته ژوند ممکن ښکاري

دا لومړی ځل دی چې ناسا مځکې ته ورته ۱۰ سیارې په یو وار کشفوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب