پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینستر ږغ چټکه ترانسپورتي الوتکه جوړېږي

تر ږغ چټکه ترانسپورتي الوتکه جوړېږي

تاند- د بوم په نوم امریکايي کمپنۍ غواړي چې تر ږغ چټکه مسافري الوتکه جوړه کړي.

دا الوتکه به له ۲۰۲۳ م کال څخه په کار پیل وکړي.

سږ کال پاریس ته نژدې په (لې بورژې) کې د نړۍ د الوتکو او فضايي وسایلو تر ټولو په ستر نندارتون کې د بوینګ او اییربس ترڅنګ دا ځل د بوم په نوم شرکت هم د ډېرو نندارچیانو پام ځان ته واړاوه.

د شپېګل انلاین د راپور له مخې، بوم کمپنۍ غواړي چې د سپرلیو د وړلو راړولو لپاره تر ږغ په چټک سرعت الوتکه جوړه کړي څو د کانکورد ځای ونیسي چې پخوا د نیویارک لندن او نیویارک پاریس ترمنځ یې تګ راتګ کاوه.

کنکورد په ۲۰۰۳ م کال په دې خاطر له فعالیته وغورځول شوه چې د تېلو مصرف یې ډېر و، هوا یې زیاته ککړوله او ږغ یې ډېر لوړ و.

د دې کمپنۍ د موسس بلیک شول په وینا تراوسه پورې بوم شرکت ته د دې ډول ۷۶ الوتکو د جوړولو فرمایشونه شوي خو دوی به دا ډول لومړنۍ الوتکه تر ۲۰۲۳ پورې الوت ته تیاره کړي.

د دې الوتکې سرعت د ږغ د سرعت دوه بره دی یعني په ساعت کې ۲۷۰۰ کیلو مترو ته رسېږي. دا الوتکه، چې ۵۵ تنه سپرلۍ به وړلی شي، تر کانکورد هم تېزه ده.

ټاکل شوې ده چې د دې الوتکې ازمېښتي الوتنې د راتلونکي ۲۰۱۸ په وروستیو کې پیل شي.

د دې الوتکې بیه به شاوخوا ۲۰۰ ملیون ډالره وي.

بوم کمپنۍ وايي چې الوتکه به یې د کنکورد په شان ډېر تېل نه مصرفوي او نه به لوړ ږغ لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...