شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ګوګل پرمختللې عینکې

د ګوګل پرمختللې عینکې

تاند- ګوګل کمپنۍ خپلې سمارت یا ځیرکې ګوګل ګلس عینکې، چې په ۲۰۱۴ م کال یې بازار ته راایستلې وې، د لومړي ځل لپاره اپ ډېټ کړې.

په دې اپډېټ کې زیات بدلون نه دی راوستل شوی خو د ګلس ځینې کوچنۍ ستونزې یې ختمې کړي او د ګوګل د سپورټ ویبپاڼې پر اساس د اپډېټ له کبله په مجموع کې د ګوګل د سمارت عینکو کار ښه شوی دی.

ګوګل د بلوتوت له تکنالوژۍ څخه په استفادې له دغو عینکو سره د کیبورډ او ماوز په شان ووسایل یوځای کړي دي.

ګوګل ګلس سپکې او بې شیشې عینکې دي او یوازې په یوه سترګه کې کارول کېږي.

د ګوګل ترڅنګ د ۷ په نوم کمپنۍ هم سمارت عینکې جوړي کړي دي.

د ۷ له عینکو هم د عادي چارو لپاره کار اخیستل کېږي او هم د کامرې.

د عینکو په دې کامرې انسان هر څه چې وغواړي هغه ثبتولی شي.

د دغو عینکو حافظه یا میموري ۳۲ ګیګابایټه ده، قوي لینز لري چې د ۱۰۸۰ ایچ ډي تصویرونه اخیستلی شي.

د دې عینکو لویه ښېګڼه دا ده چې د فلم اخیستلو په وخت مو لاسونه د نورو کارونو لپاره ازاد پرېږدي.

د تصویري راپورونو، خبري غونډو او پر لاره د فلم اخیستلو لپاره غوره کامره ده.

له ایفون موبایل سره یې هم کنکټ یا وصل کولی شئ او د خپل موبایل له لارې یې کنټرولولی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب