Homeخبرونهحامد کرزی د طالبانو د کډوالو وزیر د فاتحې مراسمو ته پکتیا...

حامد کرزی د طالبانو د کډوالو وزیر د فاتحې مراسمو ته پکتیا ته تللی

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر ‏حامد ‎کرزي د ‎طالبانو د کډوالو وزیر خليل‌الرحمن حقاني روح ته د دعا په پار او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره د خواخوږۍ په پار د ‎پکتيا ولايت ګرده څيړۍ ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

حامد کرزي هلته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره کتنه کې د خلیل الرحمن حقاني فاتحه ادا کړې او د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي،خو له سراج الدین حقاني سره د هغه د ناستې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو هیله بښونکي ګڼلي.

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یوه اونۍ وړاندې د دسمبر په ۱۲مه د وزارت په انګړ کې په یوه برید کې ژوند وبایله.

تر دې وړاندې د روانې لیندۍ/ قوس میاشتې په ۲۴مه د د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته تللی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...