Homeخبرونهعام افغانان؛پاکستان د ویزو په ورکړه کې د کمېشنکارانو پرمټ پراخه سوداګري...

عام افغانان؛پاکستان د ویزو په ورکړه کې د کمېشنکارانو پرمټ پراخه سوداګري روانه کړې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د مرکز کابل او یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي له تاند سره په خبرو کې وایي،چې پاکستان عام افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې لویه سوداګري روانه کړې ده.

د کابل اوسېدونکی سیدرحمن وایي: ” هغه افغانان چې اړتیا لري مجبور دي اوس وخت کې د پاکستان عاجله شپږمیاشتنۍ ویزه په ۱۵۰۰ ډالره ترلاسه کړۍ،که نه د عادي ویزو راتګ ۹۹ سلنه ناممکنه ده”

نوموړی وایي د ناورغۍ د درملنې لپاره یې پاکستان ته د تګ هوډ کړی خو په عادي بڼه د ۳ ځلې نوملیکنې او ۴ میاشتې انتظار کې یې هم ویزه رد شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی جان اغا بیا وایي په عادي نوملیکنو تر ستړي کېدو وروسته اړ شو،چې په تور بازار کې په ۲۴ ساعتونو کې یوکلنه ویزه د ۱۸۰۰ ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي.

هغه وایي په دې توره سوداګرۍ او پر عامو افغانانو د روان ظلم په اړه تر د طالبانو حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.

ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستاني ویزو پروسه ځینو خلکو ته د بحث جالبه او ځینو نورو ته بیا د اسانه سوداګرۍ لاره ښکاري.

خبریال رحمت الله زیارمل لیکي: “پاکستان افغانانو ته ، د انلاین ویزو د ورکړو سیستم اعلان کړی. هر افغان چې غواړي د پاکستان وېزې ته انلاین نوم لیکنه وکړي نو باید 20 ډالر پاکستان ته تحویل کړي.خو له بده مرغه چې د پاکستان د ویزې لپاره 99% سلنه غوښتنې له کوم دلیدل پرته ردېږي.”

هغه زیاته کړې: ” دا چې په ازاده نوم لیکنه کې 99 سلنه غوښتنې رد کوي، نو خلک مجبورً تور بازار ته مخه کړي. په تور بازار کې یو کلنه Multiple ویزه په 2000 ډالر ، د شپږ میاشتو Multiple ویزه په 1500 ډالر او د درې میاشتو ميډيکل ویزه په 550 ډالره ده.”

نوموړی وایي یو شمیر افغانانو هغه اسناد ورسره شریک کړي، چې پکې د پاکستان ویزې د پاکستان سفیر، په ننګرهار کې د پاکستان کونسل او د کونسلګرۍ مرستیال پلوري.

د ننګرهار یو شمیر نور اوسېدونکي هم د پاکستان پر کونسلګرۍ د فساد تور پورې کوي او غوښتنه کوي،چې د دې روان ښکاره ظلم مخه دې ونیول شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه افغانستان کې د پاکستان د سفارت نظر هم ولرو خو د نظر په اخیستو یې بریالي نشو.

1 COMMENT

  1. هغه دولت چې خپله تقلبي او جعلي وي ، نه تاریخي اساس ولري او نه جغرافیایی معقولیت او د جوړېدو اساس ، هغه به همداسې په فساد او رشوت کې ډوب وي .
    له لوی درستیزه نیولې تر پنجابي صدراعظمه ، تر خارجه وزیر ، سفیر ، جنرال قونسل او ټیټ پوړي دیپلوماته ټول د رشوت اخیستلو په مرض اخته دي .
    په دیپلوماتیکو اړیکو کې د متقابلو او بالمثله رویې او قاعدې پرنسیپ وجود لري .
    که دوی له افغانانو 1000 دالره اخلي ، باید رسما له دوی نه هم 1000 دالره او که 2000 غواړي ، باید 2000 ترې واخیستل شي . په دې برخه کې خپله افغانان باید له خپل دولت سره همکاري وکړي ، چې څومره رشوت یې ورکړیدی، ترڅو په هغه اندازه ترې واخیستل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...