چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت د لاجوردو لار دهلیز فعالولو لپاره طرحه جوړوي

د طالبانو حکومت د لاجوردو لار دهلیز فعالولو لپاره طرحه جوړوي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټي قوانینو او معاهداتو رئیس یارمحمد رمضان په مشرۍ د طالبانو د یو شمېر وزارتونو استازو په ګډون د لاجوردو لار دهلېز فعالولو لپاره د طرحې جوړولو لپاره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د یادې لارې د دهلیز د فعالولو لپاره پر طرحې جوړولو ټینګار شوی دی.

‏د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ټرانسپورټي لاره ده، چې د افغانستان له آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پېل د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان څخه په تېرېدو ترکیې او اروپا ته لاره پيدا کوي.

د یادونې ده چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه هم د ترکیې، افغانستان، ګورجستان، اذربایجان او ترکمنستان د ترانسپورت وزیرانو په استانبول کې د لاجوردو لار په اړه غونډه کړې وه.

په غونډه کې د لاجورد دهلیز د اغیزمنې کارونې د اهمیت، په دې دهلیز کې د اسانتیاوو پر چمتو کولو، او د هغې د جوړولو لپاره په فرعي پانګونې باندې بحث شوی وو.

د ترکیې د ترانسپورت وزیر په غونډه کې ویلي وو، چې لارجورد دهلیز د جنوبي قفقاز، منځنۍ اسیا او اروپا له لارې د سیمه ییزې سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده.

د لاجوردو لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون په ۱۳۹۶ لمریز کال د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او ګورجستان د استازو تر منځ لاسلیک شو او له دې هوکړې یو کال وروسته، د وچو میوو او پنبې په ګډون د افغانستان د ۱۸۰ ټنو صادراتو لومړی پېټی له هرات څخه بار شو او د دې سوداګریز دهلیز له لارې ترکیې ته واستول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب