Homeخبرونهسراج الدین حقاني؛ د فاتحې مراسم پای ته ورسېدل نور پکتیا ته...

سراج الدین حقاني؛ د فاتحې مراسم پای ته ورسېدل نور پکتیا ته زحمت مه ګالئ

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست له خلکو غوښتي،چې نور دې د فاتحې په نامه پکتیا ته زحمت نه ګالي.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې سراج الدین حقاني ویلي، چې د فاتحې مراسم پای ته رسېدلي او هېوادوال دې په دې موخه پکتیا ته “زحمت نه ګالي”.

حقاني د له خپل رهبر، رییس الوزرا، کابینې غړو او ډیپلوماټانو ترڅنګ له ټولو هغوی مننه کړې چې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په تړاو یې له دوی له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

تازه نن پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکتیا ته د فاتحې او سراج الدین حقاني سره د خواخوږۍ په پار یاد ولایت ته تللی وو.

د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر یوه اونۍ وړاندې د وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ژوند وبایله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...