Homeخبرونهقطر ۱۳ کاله وروسته په سوریه کې خپل سفارت بیا پرانیست

قطر ۱۳ کاله وروسته په سوریه کې خپل سفارت بیا پرانیست

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) قطر له ۱۳ کلونو وروسته په دمشق کې خپل سفارت بېا پرانېست.

د راپورونو له مخې، قطر نن په سوریه کې خپل سفارت پرانیستی دی.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې قطر د دې سفارت لپاره عبدالله المحمود الشریف د شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.

وړمه ورځ دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۶مه د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی وو، چې هېواد یې له ۱۳ کلونو وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډیپلوماټېکو اړېکو نوی فصل پیلوي.

د هغې ورځې په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو، چې قطر به د سه شنبه دمشق کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي،خو د رسنیو د راپورونو له مخې نن دغه استازولي فعاله شوې ده.

قطر په ۲۰۱۱ کال کې له سوریې سره خپلې ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې وې.

قطر داسې مهال له سوریې سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل خبر ورکړی،چې تازه په سوریه کې د بشرالاسد واکمني ړنګه او تحریرالشام غورځنګ واک ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...