پنجشنبه, دسمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې ۲۰ تنه مسافر...

د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې ۲۰ تنه مسافر ووژل

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د کابل ـ کندهار پر لویه د یوه ۵۸۰ موټر په ټرافیکي پېښه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه د غزني ولایت په مربوطاتو کې رامنځته شوې،چې د ځایي مسوولانو د معلوماتو له مخې د پېښې له امله ۲۰ کسانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان دي.

په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کیږي چې یاد مسافر وړونکی ۵۸۰ ماډل موټر د ګازو له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.

سرچینې وایي، د پېښې ځای ته له شاوخوا ساحو نه امبولانسونه په رسیدو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د مسافر وړونکو موټرو رفتار د جي پي ایس له لارې کنټرولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب