پنجشنبه, دسمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

تاند( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د طالبانو د سترې محکمې په امر په پکتیا ولایت کې ۸ تنه په دُرو وهل شوي دي.

یادې محکمې د ډسمبر په ۱۸مه د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وهل شوي کسان په “غلا، قتل، سړي تښتونې او په نامشروع اړیکو درلودلو” تورن وو.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد کسان په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوي او له دوو څخه تر ۱۰ کلونو پورې په بند هم محکوم شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په پروان ولایت کې د ۳ ښځو په ګډون پر پنځو کسانو “د نا مشروع اړیکو” په تور په عام محضر کې د دُرو حکم عملي شوی دی.

نړیوال بنسټونه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او په بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې دې ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب