جمعه, دسمبر 20, 2024
Home+په بریتانیا کې د سګرېټ پرېښودو ډېر اغېزمن درمل جوړ شول

په بریتانیا کې د سګرېټ پرېښودو ډېر اغېزمن درمل جوړ شول

تاند- د بریتانیا د روغتیا د ملي خدماتو ادارې (NHS) د “وارنیکلین” په نوم د سګرېټو ضد یو نوی درمل وړاندې کړی، چې د دې ادارې د مسوولانو په وینا د سګرېټ پرېښودو لپاره ډېر اغېزمن دی او د ویپ یا الکترونیکي سګرټو په څېر عمل کوي.

که هره ورځ دا درمل وخوړل شي په سګرېټو د روږدی کس د نیکوتین تقاضا کمېږي او په دماغ کې یې د سګرېټو خوندور اغېزې له منځه وړي. همدارنګه، دا درمل د سګرېټ نه څکولو له کبله نارکراي او بې‌خوبي، کموي.

د بریتانیا د روغتیايي خدماتو ملي ادارې ویلي چې که دا درمل له رواني ملاتړ سره (د ارواپو مشوره) وکارول شي، نو دا به مرسته وکړي چې لږ تر لږه په شپږو میاشتو لپاره روږدی کس سګريټ پرېږدي. دا درمل اوسمهال یوازې د ډاکټر په نسخې او د عامو ډاکټرانو یا د سګرېټ پرېښودو د دولتي سازمان له لارې ترلاسه کېدای شي.

د لندن کالج پوهنتون یوې څېړنې موندلې چې وارنیکلین هر کال تر ۸۵ زره زیاتو کسانو سره د سګرېټ په پرېښودو کې مرسته کولی شي، او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د سګرېټ له کبله تر ۹،۵۰۰ د زیاتو مړینې مخه ونیسي.

د بریتانیا د روغتیا وزیر، وس ستریټنګ، وویل: «وقایه تر درملنې غوره ده. دا ګولۍ (ټابلېټ) د بریتانیا د روغتیايي خدماتو د ملي ادارې لپاره میلیونونه پونډه سپمولی او د ناروغانو ژوند ژغورلی شي.»

دا ګولی مخکې د “Champix” په نوم وې، خو په ۲۰۲۱ کې د ناپاکۍ له کبله احتیاطاً بندې کړای شوې. د دې درملو نوې بڼه اوس د بریتانیا د درملو او روغتیا د مقرراتو ادارې له خوا خوندي ګڼل شوې ده.

له سګرټو پاکې بریتانیا په لور

دا درمل په داسې وخت کې وړاندې شوي چې بریتانیا هڅه کوي د سګريټ پر ضد سخت قوانین نافذ کړي. د یوې ترتیب شوې مسودې پر اساس د هغو کسانو لپاره د سګرېټ څکول کاملاً منع کېږي چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له ۱ نېټې وروسته زېږېدلي وي.

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې په وینا، اوسمهال له هرو اتو بالغانو څخه یو په بریتانیا کې سګرېټ څکوي، او له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په دې هېواد کې له سګرېټ سره تړلي تر ۴۰۰ زره زیات ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې اجرايي ريیسې امانډا پریچارډ، په یوه وینا کې وویل: «دا ساده ګولۍ چې هره ورځ حوړل کېږي، د هغو کسانو چې غواړي سګرېټ پرېږدي، ژوند بدلولی شي.»

هغې زیاته کړه: «سګرېټ لا هم زموږ لپاره یو له لویو عمومي روغتیايي ستونزو څخه دی، او له سږو څخه نیولې تر زړه، وینې او دماغ پورې بدن ته ډېر زیانونه لري. موږ د حکومت د هدف ملاتړ کوو چې د سګرېټ نه څکوونکو لومړی نسل رامنځته کړي، او هغو ته چې سګرېټ څکوي د پرېښودو لپاره ثابتې درملنې او ځانګړې پاملرنې چمتو کړو.»

NHS هر کال د سګرېټ اړوند روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره شاوخوا ۲.۵ میلیارده پونډه لګوي، او سګرېټ د ناروغیو او مړینو د مخنیوي وړ اصلي لامل ګڼل کېږي.

نورې درملنې

نورې درملنې چې د سګرېټ پرېښودو لپاره د NHS  له لارې وړاندې کېږي، د نیکوتین بدیل درملنې په شمول د نیکوتین پیچ یا ګوم، او یو بل درمل بوپروپیون (Zyban) دي، چې د اضطراب ضد درمل دی او معلومه شوې چې د سګرېټ شوق په کمولو کې مرسته کوي.

په داسې حال کې چې د ویپ کارونه هم د سګرټ پرېښودو لپاره په پراخه کچه کیږي، خو الکترونیکي سګرېټونه د NHS له لارې په نسخې سره نه وړاندې کېږي. حکومت سپارښتنه کوي چې خلک د سګرېټ پرېښودو لپاره د درملو پر ځای د وارنیکلین په څېر تصویب شوې درملنې وکاروي.

د لندن د ایمپریال کالج د تنفسي درملو استاد نیک هاپکینسن، وویل: «دا درمل د سګرېټ پرېښودو لپاره تر ټولو اغېزمنه درملنه ده.»

د UCL د تمباکو او الکولو څېړنیزې ډلې مشره ډاکټره سارا جکسن، وايي: «وارنیکلین ته لاسرسی کولی شي له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي ترڅو نه یوازې سګرېټ پرېږدي بلکې په کلونو له ناروغیو او وختي مړینې څخه خوندي شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب