جابلقا ته څو فرسنگه فاصله ده ؟ دا دپښتو دمشهور شاعر صديق كاوون توفاني يوه په زړه پوري اوښكلي منظومه ده چې په دې وروستيو وختونو كې هسته كړېده . په دې منظومه كې ډېرې خبرې اود هيواد دحالت تصويرونه ليدلي شو چې دلته پرې ليكنه شوي ده البته بشپړه منظومه دلته نشته كيدای شي جلا خپره شي ؟ |
اكبر كرگر
د جابلقا په لټون
لوستونكي هرومرو فكر كوي چې دا جابلقا هغه اساطيري جابلقا ده چې د دونيا په ختيځه څنډه كې پرته ده، زرگونه دروازې لري او په هره دروازه كې يې زرگونه ساتونكي ولاړ دي. يا هغه جابلقا ده چې د دونيا په لمر پريواته كې واقع ده او هلته هم زرگونه دروازې دي. هره دروازه كې زرگونه سپاهيان ولاړ او څوكيداري كوي.
خو داسې گومان ونه كړئ چې دا جابلقا هغه مثالي دونيا ده چې د ارواحو په ختيځه دونيا كې د برزخ د غيب او شهادت ترمنځ واقع ده. جابلقا په اساطيرو كې مثالي عالم دی چې ارواح د مفارقت له دنيوي سرچينو څخه په هغه لور پرواز وكړي.
كله كله روح همداسې كانې كوي، روح د انسان له پاره يو ژور ارشيف دی، داسې ارشيف چې د دونيا او د دې او هغې دونيا او د انسان له زېږون نه تر مرگه ټوله هستي رانغاړي او كله ناكله د ژبي او حواسو له لارې بهر ته وځي.
دلته شاعر هم له جابلقا نه څو فرسنگه لرې دي. څو فرسنگه نه بلكې داسې برېښي چې جابلقا اوس د هغه په حواسو كې ودانه شوي ده.
۱
شاعر له خپل روان سره مخامخ او په تقابل كې دی. د هغه روان یوې هېندارې ته ورته دی. په دې هېنداره كې نړېدلې ښار او پراخه هدیره گوري. په كورونو يې سترگي لگېږي. هغه كورونه چې دېوالونه يې په بېخ ناست او كښېني. په كورونو كې څوك نه برېښي. له روزانونو لوگي نه را پورته كېږي. اسويلي هم په هوا كې زوړند او په حركت كې دي. خو ډېر وړاندې د همدې كورونو لوگو تورې لوخړې د وريځو د پوليو په څېر برېښي. اوس هم په فضا كې ولاړې دي. شاعر دغه له جابلقا نه څو فرسنگه ليرې قلمرو باندې سترگې گنډي. زړه يې ډك شي. ستوني يې وپړسېږي خپل ماشومتوب، ځواني او زلميتوب او د هغو په خوا كې ارمانونه ورياد شي او بيا يې د نظر سترگې په هغه روان او جاري سيند لگېږي، هغه سيند چې اوس سور اوښتی دی، څپې يې راپورته كېږي او سرونه په كې لكه نيزه وړي كښته پورته كېږي.
خو يو سپين ږيري جاله وان يې نظاره كوي. شاعر دغه د جابلقا نه د څو فرسنگه ليرې واټنه قلمرو ويني. شاعر هدیرې ته پام كوي. بيا د سيند څپې گوري. خړې ډبرې لكه له ميندو او پلرونو پاتې يتيمان ويني. دنگه ونه چې نوره نه شنه كېږي، وچه شوې ده. بوډا جاله وان څه كوي؟
«څو هډوكي څو كوپړى د انسانانو
او څو ژامي د نااهلو ځناورو
څو ټوټې ټوټې كودړې، د مټونو، د خټينو كنډوليو او د ماتو كوزه ړيو
څو زاړه او سولېدلي كتابونه، ډبرينې كتيبې، د كاهنانو يادښتونه يې بار كړي په خيكانو»
ستړی ستومانه دی. سرگردانه دی. بوډا جاله وان دې بهير ته فكر وړی دی. څپو ته گوري، هغه څپو ته چې د جابلقا نه څو فرسنگه اخوا ليرې قلمرو د انسانانو د نسلونو د ككريو بار لېږدوي، په كي اوړي، رااوړي؛ خو دې ورته فكر كوي خو د څه ويلو وس ترې ورك دی.
۲
شاعر يو كركتر ته اشاره كوي، يو كركتر پنځوي، د هغه په رح او روان كې د سپين ږيري جاله وان په نوم يو څوك ظهور كوي. د جاله وان مفهوم د پښتنو د كاست سيستم يو كسبه كار نه دی، چې په نا سم نوم ياد شي. دلته په منظومه كې د جابلقا په منظومه كې جاله وان داسې اشاه ده، چې سيندونه او بحرونه گزو گام كوي. د نقش او رول له مخې دا هغه «پير فرزانه» دی چې د كايناتو له هر څه خبر دي. هم د بشريت له اصلي تخمې نه او د هغه د خصلتونو نه، چې له كومه راغی او چېرې روان دی. پير فرزانه يا د جابلقا سپينږيری حكيم (جاله وان) كله خو د بشري ناخوداگاه يا جمعي ناخوداگاه پيغام وايي، ښه به دا وي چې په دې مقطع كې لومړی دغه سپينږيري يا پير فرزانه لږ وپيژنو.
سپين ږيري جاله وان يا د منظومي پير فرزانه يا هوښيار حكيم
پير فرزانه يا هوښيار حكيم چې دلته په منظومه كې د جاله وان معادله گړنه ورته كارول شوي ده، د كارل گوستاويونگ په فلسفي او ارواپوهنيزه څيړنو كې د ستر استاد څېره او سمبول دی. دا پسيكومپوس (Psychompos – د ارواحو لارښود خدايگوټی) يا دارواحو لارښود دی. كولی شي د يو وخت لپاره او ياد ليد يا شهود له مخې په خپل ځان حاكم هم وي، يا د خپل ځان په باب زيات پوهېږي. نور وته ښوونه وركوي؛ دا ځكه چې دا هماغه لارښود دی چې د كمال په لور لارښوونه كوي. په ارواپوهنه كې داسې قانون شته چې وايي كله چې ناروغ د پير فرزانه په اركيتايپ يا زړبېلگه باندې پوه شي، خپله هم په دغه څېره كې را څرگندېږي. په همدې دليل ده چې نارينه دا ميلان لري چې بې له ځنډه له پير فرزانه سره ځان يوځای كړي. سپينږيری جاله وان د نيچه زردشت دی او د گويته فاوستوس دی چې بيا خپله را ظاهرېږي. په ابراهيمي اديانو كي د حضرت خضر حضور او مخامخ كېدنه چې تر زياته حده په عرفاني بهيرونو كې عارف ته پېښېږي، د پير فرزانه زړبېلگه ده.
همدارنگه پير فرزانه له نفس ناطقه سره د روح ليدني مفهوم افاده كوي. دا يوه مشهوره زړبېلګه يا اركيتايپ دی. د شهاب الدين سهروردي د داستانونو د مركزي هستې فعال عقل دی چې د هغه په ټولو داستانونو كې تكرارېږي، له اسماني پرښتو سره د سالك ليدنه ده، اسماني پرښته چې د عقل سمبول دی، په داستاني قالب كې يو ځوان چې د حقيقت په لټه وي؛ نو له پير فرزانه سره مخامخ كېږي. د هرمس (دلرغوني يونان حكيم) پوري د اړونده ليكنو او د ځينو څيړونكو له چارو جوتېږي، چې د هرمس اسطوره تات (Toth) ته چې د لرغوني مصر افسانه يې شخصيت و، چې له ميلاد څخه درې زره كاله دمخه له اسماني مبدا نه دانسان په لور د الهام او د ټولو پوهنو لپاره يوه لاره گڼل كېده.
وروسته بيا يونانيانو د تات مصري اسطوره له خپلې فرهنگي اسطوري سره يو ځای كړه. په يوناني اساطيرو كې هرمس د زيوس زوی چې د خدايانو خدای بلل كېده، دنده يې درلوده چې هغه څه چې د انسان د پوهي او درك نه ليري وي، هغو ته بدلون او د تشريح او توضيح په لړ كې يې بشر ته د پوهېدو وړ گرزوي.
پير فرزانه يا هوښيار حكيم يا د منظومې جاله وان د بشريت د خلقت داستان پيل كوي، په همدې داستان كې د انسان هغه خصلتونه روښانه كوي چې خپله انسان ته د تعذيب او كړاو لامل وي. انسان د شيطان خالق او د د وزخونو معمار دی. د خلقت په اسطوره كې لومړي هر څه تورتم وو. روښنايي نه وه. لمر نه وو او زمان او مكان نه وو.
شاعر د زروان يادونه كوي، يوازې زروان يا ناپايه زمان چې په زردشتي كيت كې خالق دی، چې هست يې كړه ځمكه اسمانونه.
۳
شاعر پوښتنه كوي:
«ما ترې بيا پوښتنه وکړه
دلته ولې رڼا نشته
شهزاده د لمر د کومو غرونو شا ته او د کومې جادو گرې پتيارې توره کوډله کې بندي دی
د هوا خړو څپو کې د مرغيو د وزرونو آواز چوپ دی
د آسمان په سمندر کې د هیلیو غوغا نشته
د رڼا چينه ړنده ده، د سپوږمۍ لمنه ولې له پاوليو نه خالي ده او د تورې شپې کېږدۍ کې ستوري نشته، ځلا نشته؟
جاله وان پر خپله ږيره باندې څو ځله لاس تېر کړ او د سين څپو ته ځير شو، بيا يې وکتلې ما ته او لگيا شو په خبرو»
په منظومه كې د جاله وان يا پير فرزانه او د شاعر مكالمه اوږدېږي. د بشريت د زېږون او د انساني ماهيت په جوړښت خبرې كوي. هوښيار پير وايي:
ويل کېږي پخوانيو زمانو کې، نه دا ځمکه نه آسمان و
او نه دا خاورين جهان و، نه کران نه بې کران و
بس يواځې يو زروان و
دلته کوز او هلته پورته، له سما نه تر سَمَکه توره شپه وه، تروږمۍ وه
تاريکي لکه بدرنگه جادوگره د تيارو ماڼۍ کې ناسته
د وېښتو توره تياره يې پر جهان باندې خپره وه
هلته پاس له موږ نه ليرې
ناببره يوه سپينه رڼا راغله
د هستۍ تورې کېږدۍ ته
يوه مسته نازنينه د رڼا له ذاته جوړه ښکلا راغله
مينه راغله، کرکه راغله، خندا راغله، ژړا راغله
نېکي راغله، بدي راغله، جبر راغی، اختيار راغی
د بديو او نېکيو د لښکرو سالار راغی
او انسان د يوه سرکښ هوس کوچني څاڅکي نه هست شو
چې رالوی شو د قدرت شراب يې وڅښل، د غرور په میو مست شو
د نرگس غوندې په ځان باندې مين شو
د ايگو په نيلي سپور شو، ځان محوره خود پرست شو
ميم زرما ټوله زما، يې د ژوندون اصلي شعار شو
زورول د همنوعانو يې د هرې ورځې کار شو
بيا يې و دانگل د قهر امتحان ته، د تېرو تورو ميدان ته
د جگړو اورونه بل شول، اوبه وچې شوې، ويالو کې وينې راغلې
د خوښیو دور لاړه، زمانې غمگينې راغلې
۴
د خلقت په اساطيرو كې لولو: «په پيل كې چې كله خدای پاك ټول كاينات پيدا كړل. ځمكه خالي وه. او هېڅ په كي نه وو. سمندر هر څه گير كړي وو اوه ر څېز په توره تياره كې پټ وو. او د خدای پاك روح په اوبو حركت كولو. بيا خدای پاك حكم وكړو چې رڼا دې شي. نو رڼا شوه. خدای پاك په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغه رڼا د تياري نه جلا كړه. او په رنا يې د ورځ نوم كېښود. او په تياره يې شپه. شپه تېره شوه او سحر شو. دا ړومبي ورځ وه. بيا خدای پاك حكم وكړو چې د پاسنو او لاندينو اوبو ترمنځه دې فضا جوړه شي. نو همداسې وشول. نو خدای پاك فضا جوړه كړه چې لاندې اوبه د پاس اوبو نه جدا وې. هغه په دې چت اسمان نوم كيښود او شپه تېره شوه او سحر شو. دا دويمه ورځ وه.» ص ۱۵ د پيدايښت واقعه، عهد عتيق
د اسطورو د بيان له مخې كله چې انساني نوع يا بشريت يوه بل پړا وكې قدم ږدي، دا د بنيادي فرهنگي بشپړتابه
پړاو دي. يعنې د نړۍ ليدونو پيدايښت، رامنځته كېږي. په دې پړا وكي انسان د جهان د حياتي ليد (Animistic) شخص ډوله ځواكونو په پنجو كې ويني چې په ايني (كيت) چلند سره له هغو سره اړيكه ټينگوي، طبعيت رام كوي، او بيا وروسته انسان ډوله خدایگوټي د ځواكونو او طبيعي شيانو د زړبېلګو په مقام كې د طبعيي پديدو د تجريد په لور گام ږدي. اسطوري جوړوي. د خداې پالني او پرستش او بيا د دونيا په يوه برخه كې د تاريخ توحيد پرستي او د ځمكې پر مخ د تاريخ معنا پيل كېږي. د اسطورو نړۍ كې په قدم ايښودو سره ده چې انساني نوع نيك و بد پېژني يا سپنتا او ناسپنتا، روا او ناروا په اخلاقي مانا او حقوقي هغه كېږي. لومړني گله يې يا نيمه حيواني ژوند په ټولنیز انساني ژوند بدلېږي او په دقيقه مانا فرهنگ رامنځته كېږي. له هغه مهاله چې انسان د زمان او مكان مفاهيم پېژني او جهان د يو كل په توگه ورته را څرگندېږي، نو د تمثيل او د داستانونو په توگه هغه تكراروي.
په حاضره منظومه كې شاعر له ډېرو پوښتنو سره مخامخ دی. غواړي پير دانا يا هوښيار سپينږيري يې واوري او يا داسې چې د بشري ناخوداگاه ژورو ته وركوز او له هغه ځايه يې د پوهېدو ډگر ته را وباسي او په انساني معرفت كې زياتونه وكړي.
«له سرونو نه تيار شول بې حسابه منارونه
په تنکيو وينو سره شول د جنگونو ميدانونه
دا سين گورې چې اوبه يې تکې سرې دې
او په زړه کې يې د وينو فوارې دي؟
له ادمه تر دې دمه سين همدغسې بهېږي، لکه مست هاتي شڼېږي
لېږدوي زاړه يادونه، زېږوي نوي موجونه
او له ځانه سره بولي د غميزو سرودونه
په څپو کې يې لا اوس هم د هابيل د وينو رنگ دی
او قابيل خو لا تر اوسه د بابا په رژېدلي باغ کې گرځي
له ترخو او زهرجنو گنډېريو مېوې غواړي
له دونيا او مافيها نه نا خبره، او د وچ ړانده غرور په نيلي سپور دی
د « حوا» ريښې ريښې زړې ځولۍ نه مڼې غواړي.
زه ترې بيا پوښتنه وکړم
جاله وانه، مهربانه، د ارواحو د خاموشه کلي خانه
جابلقا ته له دې ځايه څو فرسنگه فاصله ده؟»
دلته اړينه ده چې لږ څه د بشريت په ماهيت رڼا واچوو، ځكه چې تر مخه هم شاعر په خپله منظومه كې د بشريت ناخوالو ته اشارې كړي دي. په معاصره ارواپوهنه كې انسان او حيوان ډېر اشتراكات لري. په دې مانا چې دواړه موجودات د ليبيدو او غرايزو تابع دي. دا غرايز په عمده توگه د گيډې د مړولو او د نسل په توليد يا جنسي هغه كې ليدای شو. خو توپير يې دا دی چې انسان د تكامل په پړاوونو كې امتياز ترلاسه كوي. په دې مانا چې فرهنگ ايجادوي، تمدن جوړوي او له بلې خوا په ټولنیز ژوند كې په خپلو غرايزو قابو او كنټرول پيدا كوي. همدارنگه انسان د زمان له مخې په ماضي، حاضر او مستقبل كې ژوند كوي. حال دا چې حيوان له دې معرفت نه بې برخې دی، يوازې حال زمان پېژني او د لوږې غريزه او جنسي تمايل يې تر كنټرول لاندې نه وي. خو نيچه بيا داسې باور لري چې انسان د درې گونو ځواكونو يا خصلتونو مريي دي: شهوت، قدرت او ثروت.
حيوان په يو ټاكلي موسم كې شهواني غريزه سړوي، انسانان موسم ته نه گوري، حيوان ثروت نه پيژني خو انسان د ثروت وږي دی او انسان د ځواكمني او قدرت لپاره ډېرې وږي سترگې لري؛ نو له همدې امله ده چې انسان د خپل هم نوع ويني تويوي، اسره نه كوي، او د خپل قدرت د حصول لپاره هر څه كوي. رحم او عاطفه له لاسه وركوي، خو حيوان هېڅكله د خپل اړونده نسل وينې نه تويوي.
نو دا چې د سيند اوبه سرې دي، د بشريت سوغات دی. د بشريت په خټه كې اخښل شوي ده. د انسان وجود په عرفاني لحاظ له دوه اړخونو جوړ دی، چې يو يې رحماني او بل يې شيطاني، انسان د لوامه نفس مريي دی. په اسطوروي لحاظ د انسان دغه خصلتونه په عهد عتيق كي د قابيل او هابيل په داستان كې هم ځلېږي.
۵
د قابيل او هابيل د داستان نه پس شاعر يا راوي د خپل ارمان په باب هم پوښتنه كوي، د هغه ارمان هغه فاضله مدينه ده. چې په اديانو كې په جنت او دوزخ مفاهيمو كې شرح كېږي او په تاريخ او تمدن كې عادلانه ټولنه چې هلته انسان خپلواك، ازاد او مستقل وي.
د جابلقا ليدو ته د شاعر تنده:
«ويل کېږي جابلقا د امن ښار دی
عدالت پکې واکمن دی، هر سړی د ځان واکدار دی
هلته غم او غصه نشته
د خوږې مينې ټاپو دی، دښمني او کينه نشته
نه د چا وينه تويېږي، نه د چا مينه خرڅېږي
ورور ولي ده، محبت دی، جابلقا هسې ښار نه دی، شين جنت دی
او قانون د ژوندانه يې ريښتينواله ده، پاچا يې عدالت دی.
جاله وان کاږه کاږه راته راگوري
مدينه فاضله يو خيال او وهم دی
شاعر د پير فرزانه يا سپينږيري جاله وان نه د جابلقا پوښتنه كوي. هغه له ډېره وخته د داسې ښار او د داسې قلمرو په تمه دی. ذهن يې ورسره مشغول دی. هغه ته يو ارماني ښار دی، چې انسان په كې ازاد خيال ولري. ازاده ساه وباسي. سپكاوي، تحقير، ظلم او زور نه وي. د عدالت لمر په هره برخه پلن وي. شهاب الدين سهروردي دې ته نشت اباد يا ناكجااباد ويلي، بالاخره د يوې ارماني ټولنې بېلګه په اذهانو كې را ژوندۍ كېږي. په اروپا كې په پنځلسمه او شپاړلسمه پېړيو كې كله چې رنسانس زېږېږي او ريفورماسيون رامنځته كېږي، د كليسا مذهبي قساوت او بې رحميو او تحجر له بحران سره مخامخ كېږي. په دې ډول كليسايي واكمني د عقلي، ټولنیز، سياسي او اقتصادي حركتونو په وسيله نړېږي. ډېره څرگنده ځانگړنه يې د عقلي او انتقادي تفكر ژونديتوب وو. په دغه وخت كې يو اتوپيايي تفكر وغځېد. وروسته په پانگوالي ټولنه كې د نورو ابعادو په رامنځته كېدو سره په انساني تفكر كې د لمر ښار يا فاضله مدينه يا د لمر ښار تفكر قوت پيدا كړ. د يو خيالي ارمان په توگه په نسلونو كې وغځېد. په اسلامي ټولنه كې هم د اسلامي امت په نامه مفكوره يوه بېلګه ده چې هېڅ عملي نه شوه. په عرفاني بهير كې هم دا ارماني ايديال ژوندی او قوت يې پيدا كړ. خو شاعر چې كله د جابلقا د ادرس او ځانگړنو پوښتنه كوي، د زمان په تېريدو سره د هغه د ژوند په بوده تنسته كې چې كله د خپل نسل ايثار او فداكارې گوري، نو د ناميندۍ او نهيلي څپه په خپلو اندامونو احساسوي. پير دانا او د هغه شعور ورته د يادې فاضله مدينې يا جابلقا داستان يو خيال او خالي تفكر جوتوي، چې يوازې دانسان په تخيل او احساس كې رامنځته كېږي، نه په عقلي، عيني او طبيعي دونيا كې.
له نولسمي پېړۍ را هيسې ټولنیزو مبارزو په تدريج سره دا تفكر په بشرې ټولنو كې وغځېد. دا مبارزه تر يوه حده بريو ته هم ورسېده. ټينگي پايگاوې او بنسټونه جوړ او د هدفونو په لور په حركت كې شول. د عدالت، سولې، ازادۍ، جنسي، سياسي او اقتصادي استقلال لپاره مبارزه د علمي او عقلي تفكر ازادي، د نژادي توپير او استعمار او نوي استعمار په وړاندې مبارزې په توندۍ سره روانې وي. دا پروسه تر اوسه هم په چټكۍ روانه ده؛ خو كله كله داسې ناورينونه هم رامنځته شول او كېږي چې د بشريت جاري تفكر او فكري جريان، ارمانونه او هيلې يې ډب كړې او ځای يې د نهيلي او ناميندۍ او بې گټي والي او ابسورديزم يا عبثياتو تفكر ونيو.
پير فرزانه يا سپين ږيرې جاله وان وايي:
«ته ساده، ته لېونی يې، لا تر اوسه په خيالونو کې اسير يې
د خپل ذهن دېوالونو کې اسير یې
په بې لارو باورونو کې اسير يې
سترگې پرانيزه، راويښ شه د پېړيو په زړو زړو خوبونو کې اسير يې
د خپل ځان په زندانونو کې اسير يې
جابلقا ته تمه نشته، هسې تشه افسانه ده
د خوبونو، د خيالونو د سرماتو هوسونو،
د ناشوني عافيت د ساحلونو، د دردونو د تسکين يوه قصه ده
څو چې دا خټين جهان وي، او مېشته پکې انسان وي
جابلقا به وي آباده، د قابيل ساه به وي ښاده
دا اوبه به تکې سرې وي، او د ځمکې په چينو کې به د وينو فوارې وي.
جابلقا هسې يو خوب دی
جابلقا هسې يو خيال دي»
مشهور شاعر خيام له يوې بلې زاويي پنځونه كوي وايي:
از امدنم نبود گردون را سود
وزرفتن من جاه و جلالش نفزود
وزهيچ كسی نيز دو گوشم نشنود
كاين آمدن ورفتنم از بهر چه بود(رباعيات خيام، با مقدمه صادق هدايت، ۶۹مخ)
يا په يوه بله رباعي كې زیاتوي:
در دایره ای که آمد ورفتن ماست
او را نه نهايت نه بدايت پيداست
کس می نرند دمی در این معنی راست
کاين آمدن از کجا و رفتن به کجاست(هماغه اثر، ۷۱مخ)
شاعر او د ارواحو ښار
«پېړۍ وشوې د پوښتنو يو لوی بار پر اوږو وړمه
کور په کور کلي په کلي، ښار په ښار يې گرځومه
خو هېڅ څوک نه پيدا کېږي چې غوښتنې مې ځواب کړي
د « زه څوک يم؟» او « زه څه يمه؟» پوښتنې مې ځواب کړي
راته و وايي چې : څنگه، له کوم ځايه يم راغلی
چېرته ځم، مقصد مې څه دی، له آغازه که له پايه يم راغلی؟
څوک حاکم دی څوک محکوم دی،
د ارواحو په دې ښار کې د کوم چا امر چلېږي
څوک تمام عمر غمجن دی، څوک تمام عمر ژړېږي
جبر څه رنگ ځناور دی، چې هم « انس» ترېنه ډارېږي او هم « جن» ترېنه شرمېږي
او اختيار د کومې تورې بلا نوم دی
چې تر اوسه پورې چا نه دی ليدلی، یا تر اوسه پورې نه دی زېږېدلی؟
جاله وان فکر کې تللی، د خپل ذهن په دونيا کې سرگردان دی
خو پوهېږم چې هغه مې هم پوښتنو ته حيران دی
په ځواب يې نه پوهېږي
کله غلی غلی گوري
کله ځان سره غږېږي
خو ځواب ورسره نشته
څلورلارې کې ولاړ دی، انتخاب ورسره نشته
ترېنه ځم، ترېنه خوځېږم، او نا هيلی د ارواحو ښار کې گرځم
خپلې سترگې پټومه، د فکرونو په سيندونو کې ډوبېږم
له خپل ځان سره غږېږم
د پوښتنو ځوابونو پسې پَلم، خپلې ورکې لټومه
رژېدلي ارمانونه، مات هوډونه، ورکې هڅې، ايرې شوې آرزوگانې ژړومه.
بيا يو څو قدمه ځمه، بيا مې سترگې خلاصومه
هرې خوا ته رنگارنگ قبرونه وينم
بيرغونه پرې رپېږي
ځينې سره دي، ځينې شنه او ځينې سپين دي
ځينې تور او ځينې خړ، ځينې رنگين دي
او د ځينو خو رنگونه د زمان بادونو وړي
خدای خبر دی چې به سره وو، که به شنه او یا به سپين وو»
۶
په نولسمه او شلمه پېړيو كې جنگ جگړو، ويني تويدنو او ويجاړيو د انسان په فكر او ذهن هم ژوره اغېزه وكړه. د انسان هيلې او اميدونه يې له پوښتنو سره مخامخ كړل. د وينو سېلاب چې نه يوازې سيندونه يې سره واړول او رنگ يې وربدل كړ؛ بلكې د ځمكې رنگ يې هم سور او د اسمان په لمنه كې هم سره تنورونه تر سترگو شول. په فلسفه او ادبياتو كې دوه مهمې فكري لارې چې نيهيليزم او بله ابسورد يا پوچيزم بولي، رامنځته شوې.
بدبخته اوبد مرغه او زموږ د هيلو او اميدونو ټاټوبي افغانستان هم زموږ د ارمانونو په هدیره بدل شو. په داسې هدیره كي موږ ټول يعنې ارماني نسل د جابلقا په لټه وو. هر ارماني انسان داسې ډېرې پوښتنې له ځانه سره لري او لېږدوي يې.
خو كله چې د دې دوه گړنو كارونې ته گورو. دا دوه ګړنې ډېر وخت په اکاډميکو، فرهنگي ټولنو او بحثونو کې كله هم په ناسم او غيردقيق ډول کارول شوې او يا فکر کېږي چې دواړه سره يو شی دي. ان په ځينو پښتو ادبي ليكنو او څيړنو كې خو نهيليزم او پوچيزم د ناميندۍ په مانا يادې شوې دي چې په مطلقه توگه يو ناسم تفسير دى. په واقعيت کې دواړه یعنې Absurd and Nihilism لاتيني کلمات دي. دواړه فكري جريانونه په معاصرو ادبياتو كې د لاسبرو فكري ادبي ښوونځيو په توگه ژوره اغيزه لري.
نېهيليزم د لايتني له (Nihil) کلمې څخه اخيستل شوی چې معنا یې «هیڅ شی» او نفي کول دي. په پښتو کې معادله کلمه په لږ بدلون (نهيليزم) کارول شوې ده، چې د شکل او معنا له مخې تقريبا یو شی دي، دا یو داسې فلسفي او ادبي مکتب او لاره ده، چې مثبتي نظریې په بشپړه توګه ردوي.
په دغه ادبي مکتب کې ټول ارزښتناک شیان بې ارزښته ګڼل کېږي، اصلا هغه شيان چې د انسان په ژوند او روان باندې اغيزې لري، اصطلاح پر هغو اطلاق كېږي. ان تر دې حده چې کله کله ژوند هم د دې بې ارزښته توکو په کتار کې دروي چې انسان ترې د تيښتې هڅه وکړي. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره په (۱۷۹۹م) فردريش هاینريش وکاروله، په ۱۹ سمه میلادي پیړۍ کې روسي ادیبانو او ليکوالو په ځانگړي توگه ايوان تورگنيف او بيا وروسته داستايوسكي د نيهليستي افکارو په رامنځته کېدو کې پراخه ونډه واخيسته.
همدارنگه د يادو نړيوالو جگړو په اثر چې كوم اتموسفير رامنځ ته شو، يو بل فكري جريان يې هم وزېږاوه چې ابسورديزم يې بولي. دا داسې يوه عقيده ده چې خبرتيا او اگاهۍ ته مانا ورکوي يا يو ډول مالوماتو ته مانا ورکول دي، خو په دې مالوماتو کې يوه شخړه يا جدل موجود دى چي هغه د مانا او بې مانا والي ترمنځ شخړه ده. دا شخړه به تل وخت په وخت روانه وي، خو انسان بايد دا ومني چې هم يې ومني او هم يې وننگوي، دا هغه وخت تر سره کېږي چې د ژوند ټول شيان خوالې او ناخوالې ومني.
د البرت كامو په اثارو كي تر زياته حده دا مفكوره غځول شوي ده مانا داچې ټولي هلې ځلي عبث دي، بې گټي دي. او هېڅ توجيه نه لري. په منظومه كې هم كله چې شاعر د جابلقا په لټه كي له ياس او نهيلي سره مخامخ كېږي او له بلې خوا د خپل ښار يا قلمرو كورونه گوري، چې دېوالونه يې پر ځمكه كښېني، نور يې د كورونو له روزانونو لوگي نه راخيژي او همدارنگه له وړاندې د سيند څپو ته گوري، چې ككرۍ په كې د نيزه وړو په څېر اوړي. كورونه ړنگېږي او هديری پلنېږي او هر څه په هديره بدلېږي؛ نو طبيعي ده چې جنگونه او تباهي ورته ناورينونه زېږوي او دا ناورين د يو غمجن او ويرنه ډك هنر په توگه دانسان له مغز او ذهن نه د كاغذ په مخ لاره كوي چي د جابلقا په منظومه كې يې وينو.
«یا به تور وو یا به زېړ، یا به رنگين وو
اوس بې رنگه غوندې ښکاري
شړېدلي دې، شلېدلي دي، بد رنگه غوندې ښکاري
ماته څېرمه دوه روحونه لوڅ لغړ هسې په خپلو کې يو بل سره نښتي
ته به وايې « مهر گياه » ده د زاړه قبر تر څنگه ټوکېدلې
هغه يو يې نارينه بل مادينه ده، په رخسار يې د سپېرو څڼو سايه ده
مخ يې نه وينم خو تن يې د عمرونوآيينه ده
يوله بل سره غږېږي، زه يې اورمه خبرې، د خبرو په معنا يې نه پوهېږم
په دې ډول شاعر له دوه گونو ارواحو سره مخامخ كېږي»
د منظومې په يوه برخه كې د دوه داسې موجوداتو سره مخامخ كېږو چې په واقعيت كې يو واحد موجود دی؛ خو د طبعيت له مخې يوه دوه گوني هم لري، چې موږ ته د كارل گوستايونگ د نظرياتو يا ارواپوهنيزو نظرياتو انيما اوانيموس را تداعي كوي.
د ارواپوهني له مخې يو ناينه او ښخينه په واقعيت كي يو وجود دى. فرويد خو داسې حكم كوي چې واحد انسان دوه جنسي موجود دى. هغه هېڅ انسان يوازې نرينه او يا مطلقاً ښځينه نه بولي، انساني فرد هم نرينه بولي او هم ښځينه. توپير يې دا دى چې په ښځينه كې ځيني غړي او په نرينه كې ځيني غړي نسبي زياته وده كوي. سبب دا چې ځيني نارينه راوتلي سيني او ځيني ښځي ږيره لرونكي څيره لري، هر نرينه بالقوه ښځه ده او هره ښځه باالقوه نرينه دى. نرينه او ښځينه ځانگړنې نه يوازې په دوه مختلفو جنسونو كې بلكې په يو واحد جنس كې كشف او داسې توجيه كېږي، چې هر فرد دوه جنسي دى يعنې دواړه جنسيتونه لري.
يونگ د انسان د شخصيت د ځپل شوى اړخ، چې د ارواپوهني د سيستم يو ركن دى، په باب ليكي:
«لكه چې ازمايښتونه جوتوي روح په طبيعي توگه لېوال دی، چې ټولې عمومي انساني ځانگړنې چې د ځان خبري شعور يا خوداگاه د سلوك په قالب كې نه ځايېږي، په يو وجود كې را ونغاړي. له دې حقيقت نه سترگي نه شو پټولی چې د روح سره گډ اړخ جنسي اړخ دى. هغه ښځه چې زياته ښځينه ځانگړنې لري، نو نرينه روح لري. او هغه نرينه چې زيات نرينه وي، ښځينه روح لري. د دي تقابل د منلو لپاره بايد وويل شي، چې يو نرينه تن په ټولو چارو كي نرينه نه دى؛ بلكې د يو لړ ښځينه ځانگړنو جوگه هم دى.» فرويديزم و اشارات به ادبيات و عرفان، ١٥٦مخ
همدارنگه په اصل كې د تانيث او تذكير اصل په ارماني او نظري عالم كې واحد او گډ وو، او بيا د عمل په دونيا كې د (بشر تاريخي ژوند) د خلقت په دونيا كې شېبه په شېبه يو له بله ليري شول. كلي بشري روح له دې جلاوالي نه چې له خپله ځانه ليرې كېږي او د كثرت په لور حركت كوي، رضايت نه لري او په خوب او بيدارۍ كې د لومړني يووالى هيله لري او دا يووالي يو ډول ابديت په لور حركت بولي.
په ابراهيمي اديانو كې هم حوا د ادم له كيڼې پښتۍ هسته شوې ده. شاعر وايي:
«ورو په ورو ور نږدې کېږم
ورته وايم: تاسې څوک ياست؟
نه مو شرم نه حيا شته
نه پرتوگ نه مو کميس، نه مو ردا شته
لوڅ لغړ او بې حجابه
بې پردې او بې آدابه
دلته څه کوئ، څه غواړئ؟
کله خاندئ، غلي غلي کله چيغې وهئ ژاړئ؟
مادينه یې کښته گوري، نرينه يې راته خاندي
سمدستي بيا راته وايي: ځه تېرېږه، مه شرمېږه
سترگې پټې کړه، زموږ لوڅې لغړې کونې څه کړې
د زمان سړو سېليو ازمويلې په ملا ماتې ونې څه کړې
موږ همداسې لوڅ لغړ يو»
روښانه خبره ده چې دلته د انسان يا ادميت او يا بشريت برخليك كيسه كوي.
۷
كله چې شاعر له پير فرزانه سره د خپلې ټولنې حاضردمه حالت ته مخه كوي، نو د هر څه له شړېدلو سره مخامخ كېږي. په دې عناصرو كي يو مهم هم ارزښتونه دي. كله چې د ټولنې په زاړه كالبد كې وينه ځای نيسي او هغه شړېږي نو د نويو ارزښتونو ايجاد او رامنځته كيدا وخت نيسي. خو د شاعر ټولنه له ژور هراړخيز بحران سره مخامخ ويني. په منظومه كې لولو:
«خو يوه خبره واوره، په دې لوی خراب آباد کې
نه څوک ښه او نه څوک بد شته
د نېکۍ او د بدۍ پر نرۍ پوله
نه دېوال او نه سرحد شته
چې نن ښه درته ښکارېږي، بيا سبا د بدو بد شي
او د بدو بد بيا ښه شي، بد پنداره، بد کرداره د نېکيو قهرمان شي
شيطان سپين شي، ملايک شي، پرښته سور شي شيطان شي
دلته هرڅه له اختياره دي وتلي
دلته ټول شيان نسبي دي
دلته هر څه اجباري دي»
د نيچه په فلسفي قلمرو كې يوه ډېره اساسي مساله د ارزښتونو هغه ده. نيچه د ځينو مهمو ټولنيزو او فلسفي طرحو له پاره د ارزښتونو مساله را پورته كوي او د هغو پر بستر نوي افكار او نوي «تابو» ماتوونكې طرحې وړاندې كوي. د هغه په افكارو كې تر هر څه د مخه دا پوښتنه را ولاړېږي چې:
ارزښت څه شى دى؟ پوهېږو چې د بېلګې په توگه د «خلكو ازادي» يو ارزښت دى؛ خو په حقيقت كې دلته بيا ازادي په نيكۍ حسابوو چې يا ترې برخمن يو يا نه يو؛ خو دا ممكنه نه ده چې ازادي دې موږ ته يو ډول نيكي وي. كه په لومړي قدم كې ځان له دې امله چې ازادي ارزښت نه وي يعني يو با ارزښته، معتبره او هغه څه چې مهم دي، وي.هغه څه چې په دې مكالمه كې يې شاعر اوري همدا خبره ده چې د ښو او بدو، د شر او خير، د نېكۍ او بدۍ پولې ړنگي شوې برېښي.
همدارنگه د ارزښت مفكوره كله چې رامنځ ته شوه، د فرهنگي ارزښتونو په اړه په منځنيو پېړيو او د روحاني ارزښتونو مفهوم په لرغوني دوران كې پرې بحث كېده، سره له دې چې په منځنيو پېړيو كې لكه فرهنگ ډېر پرمخ تللي نه وو؛ خو همدا ډول يو څه، لكه روح او فرهنگ په تېر لرغوني دوران كې وو. روح او فرهنگ د اصلي تگلارو او چلندونو په توگه په انساني چلند او اختيار كې تجربه شوي دي. البته د دې خبرې مانا د انه ده چې مخكيني دورانونو كې فرهنگ موجود نه وو او خلك بربريت كې غرق وو؛ بلكې مانا يې دا ده چې موږ هېڅكله فرهنگ له ډولونو او بې فرهنگي روح او ارزښت له تاريخ سره د يونانيانو مثال كې له ذات سره مواجه كېږو نه.
۸
د منظومي په يوه برخه كې شاعر يوه ونه ويني او دونې ښاخونه او د هغې تنه او قد انځوروي.
په اساطيري پوهنو كې ونه په زياترو مدنيتونو كې د خداې ځای يا خپله خدای و، چې پرستش يې كېده. همدارنگه ونه يې د كايناتو سمبول او د ثمر او گټې سرچينه او يا د پوهې او معرفت او ابدي ژوندانه سمبول باله. د نيل په وادي كې د ونې د پرستش داسې زيات مراسم موجود وو. د ونې ارواح چې زياتره يې ښځينه وې، په ځانگړې توگه د «بانوت» په نوم نو اسمان -الهه او «هاثور» يو شی گڼل كيده. په كتاب كې يې يو ډول انځورول چې نيمايي د ونې له ښاخونو را بهر كېدل او د مړو د ارواحو د تغذیې لپاره يې پري اوبه شيندلې. هاثور كله هم د الوتونكي مرغۍ په توگه ښودله. دا ونه زياتره د مصري انځر ونه ده. د يو روايت له مخې ځينې خدايگوټي د ونې په دننه كې هست شوي دي او بيا ترې را بهر شوي دي. هماغه شان لكه پتنگ چې چې د خپل زېږنځای نه را بهر كېږي. همدارنگه په منظومه كې دوه مرغان چې په ښاخونو ناست دي، هم د متضادو سمبولونو استازيتوب كوي.
جغد يا كنگی: له لرغونو زمانو را هيسې د مرگ او بدمرغی پيغام راوړونكی يا استازي وو. د پرستش اړوند يو برجسته سومري نقش چې د ميلاد نه د دويمي زريزي په اويلو كې د مرگ الهه گڼل كېده، يو ډول احتمال «ليليت» څرگندوي، چې كنگ ته ورته ځانگړنې لري. په چين كې هم ځينې لوښي د ميلاد نه تر مخه دويمه زريزه كې د كونگي په بڼه وې. د چين او جاپان د خلكو په عقايدو كې كنگ د مرگ استازی و او دا مطلب له هغه عقيدې نه سرچينه اخلي چې د مور سترگي يې را ويستلي دي. دا سمبول د زوی نيكي حرامي گڼل كېده. په هندوانو كې هم كنگی د ځمكې لاندې خدای يا «ياما» و.
سپين مرغه: دا سپين مرغه طبعاً د كوترې سمبول دی چې په ټولو نړيوالو ادبياتو كې ان زموږ په فولكلور كې د سولې او نېكمرغي او سوكالي بېلګه گڼل كېده.
اوبه: هغه لومړني عنصر دی چې هر څه ترې هست شوي دي. نو په دې اساس د زېږون او اميدوارۍ لپاره يو لرغوني سمبول دی. همدارنگه د سپېڅلتيا او زېږون سمبول هم دی. د هند او منځني ختيځ او مصر په زياتو هستېدونكي (تخليقي) اسطورو كې داسې افسانې هم شته چې يو كايناتي سمندر تصور كوي، چې د كايناتو له خلقت نه تر مخه موجود وو. په ريگ ويدا كې راغلي دي: «په پيل كې هر څه لكه سمندر او له روښنايۍ پرته وو.»
په نورو متونو كې هم «برهما» يعنې د خلقت خدای چې ځمكه او اسمان يې هست كړل، د اوبو له منځه يې را وويستل؛ خو د هر كيهاني عصر په پيل ياكالپا كې را پورته كېږي او دا نقش بيا وروسته د «ويشنو» یا هندي اسطورې په وسيله سپارل كېږي. ويشنو د لومړي وار لپاره د گوپتا په حجاريو كې داسې انځور كښل شوی، چې د اوبو پر مخ اوږود غځېدلی اوويده دی.
منظومه كې لولو:
«او يو څو قدمه وړاندې، يوې لويې څلور لارې ته رسېږم
د دې لويې څلور لارې پر ښۍ غاړه يوه ونه ده ولاړه
څو لغړ لغړ ښاخونه يې پر لوڅو اوږو ايښي
نه يې پاڼې نه گلونه
نه پر څانگو يې د شنو مرغيو ځالې
په ښاخونو کې يې ځانگي څو بې غږه آوازونه
د هوا پر خړو پاڼو انځور شوي تصويرونه
ونه جگه ده ولاړه
دوه ښاخونه لکه دوه اوږده لاسونه يې آسمان ته پورته کړي
پر يوه څانگه يې سپينه مرغۍ ناسته ده خوب وړې
او پر بله يې يوه کونگ پښې ټينگې کړي
هديره او د ارواحو لارې څاري
کله کله يې له ستوني نه يو گونگ آواز راوځي
چې هېڅ څوک پرې نه پوهېږي
ونې لاندې څو کسان دې راټول شوي
خولې يې پټې او پوزونه يې تړلي
د لاسو په اشارو لکه گونگان کوي خبرې
له يو بل نه مچې اخلې او يو بل ته کوي غورې
زه نا هيلی يم، له دوئ نه هم تېرېږم
مخ په وړاندې ځم، خوځېږم
لږ څه مخ کې يوه لويه ډله وينم
له زړو زړو قبرونو راوتلي، وېرېدلي، ترهېدلي
کتيبې د مزارونو يې پر غاړو ځړېدلي
يو بې سره پېره دار لکه تصوير ورته ولاړ دی
په يوه لاس کې د سرو لمبو قمچينه او په بل کې يې د تور لوگي قلم دی
د هوا پر پاڼو کاږي څو کاږه واږه حرفونه، د نا اهلو ځناورو انځورونه
د برخليک په کتابچه کې، لالهانده تقديرونه، او د ياس يو څو گلونه.
د دوئ څنگ ته هم يو څو شيبې درېږم
بيا يوه ته نږدې کېږم
غواړم ده ته مې يو څو پوښتنې ورکړم
او ځواب ورځنې واخلم
پر اوږه ورته لاس ږدمه، او اوږه يې خوځومه
په دې هيله چې که ماته يې لږ پام شي، او له ما سره همگام شي
خو ناڅاپه لکه زوړ خزان وهلی گل رژېږي
او هډوکي يې تويېږي
زه وېرېږم، له هډوکو نه تېرېږم
څو قدمه پر مخ پلم
او بيا وينم هغه دوه روحه لا اوس هم د خپل قبر سر ته ناست دي
په يو بل کې ننه وتي، يو له بل سره نښتي
اوس يو بل ته د مارانو قصې وايي
د پېريانو قصې وايي، د دېوانو قصې وايي
د نا اهلو ځان پرستو انسانانو قصې وايي
کله کله ماته گوري
کله خاندي کله ژاړي
نه له چا سره شريک دي، نه له چا ځنې څه غواړي.
سين بهېږي، سين روان دی،
او پر شونډو يې جاري د غم داستان دی
د سين بلې خواته وينم، يو سړی دی راروان دی
لکه سيوری راته ښکاري، خو هيکل يې د انسان دی
پر اوږو باندې يې ايښې يوه لويه صندوقچه ده
سړی ستړی راته ښکاري، لکه مړی راته ښکاري
بيا يې وينم د يوې لويې ډبرې څنگ ته ناست دی
صندوقچه باندې يې ډډه لگولې»
د جابلقا منظومه په يوه برخه كې شاعر دخپلو زياتو پوښتنو دصندوقچې يادونه كوي . د هغه دپوښتنو صندوقچه سم دم ذهن ته د پاندورا اساطيري صندقچه ژوندۍ كوي. داسې چې د پاندورا صندوقچه هم يو داستان لري . پاندورا هغه لومړي مېرمن وه چې د پرومته له خوا چې اور يې له زيوس نه وتښتاوه، په جبري توگه يې له پاندورا سره نامزد كړه. د بشريت يوه جريمه گڼل كېږي. نو له زيوس نه يې يوه جعبه پيدا كړه چې انسانانو ته سوغات وركړي او د دې سپارښتنه يې وكړه چې دا بايد خلاصه نه شي. خو پاندورا د پرومته له ورور سره له واده نه وروسته (اپيميتوس) سره دا جعبه خلاصه كړه او د هغه له منځه بلاگانې او بدمرغي بهر شوې او د ځمكې پر مخ تيت شوې. ځمكې تر دغه وخته هېڅ بدمرغي او بلاگاني نه وې ليدلې. يوازې په جعبه كې اميد پاتې شو، چې د بشريت لپاره تسلي وه. وايي چې دا اسطوره په لرغونو زمانو كې د پاملرني وړ نه وه او د لومړي وار لپاره د رنسانس په دوران كې مشهوره شوه. نن ورځ د پاندورا صندوقچه د يو متل په توگه په ځينو مواردو كې كارول كېږي، چې بې علاجه غميزه رامنځته كوي. نن ورځ د پاندورا د صندوقچي گړنه او متل د بدبختيو د پيل لپاره كارول كېږي كوم، چې په منظومه كې هم دا ډول افاده تر سترگو كېږي. نن ورځ د شاعر دوران، ټولنه او خلك د پاندورا له داستان سره داسې مخامخ دي چې دصندوقچې سر خلاص شوی دی اودشاعر پوښتني ترې را بهر شوي دي .
«له يو څو شيبو نه وروسته، بيا يې وينم چې ولاړ دی
صندوقچه يې د ډبرې څنگ ته ايښې
د سين بله غاړه څاري
د سپين ږيري جاله وان جالې ته گوري، د اوبو پر لور خوځېږي
د څپو پر لور خوځېږي»
يا دا چې
«او بيا خاندي، هسې خاندې چې له سترگو نه يې اوښکې رابهېږي
يوه لنډه شيبه وروسته د څپو پر شا سپرېږي او په تورو توفانونو کې ورکېږي.
سين ته گورم چې د سرو وينو موجونه پکې ځغلي،
د څپو وحشي اسونه پکې ځغلي
او بيا هغه مادينه او نارينه روحونه وينم چې تر څنگه مې ولاړ دي
مادينه يې راته وايي: اوس خو وپوهېدې څه دلته تېرېږي
د ارواحو د دې ښار په کنډوالو کې څه پېښېږي
يو په خپله خندا خاندي
بل په خپلې بد مرغۍ پورې ژړېږي
يو ټول عمر د رازونو صندوقچه پر اوږو يوسي
يوه ورځ د نافرمانه سين موجونو کې ورکېږي
دا دونيا دا يې کارونه»
۹
دلته د منظومې پای ته نږدي كېږو. د منظومې پای، د ارمانونو پای د هيلو پای او د نامينديو د راټوكيدو دوران دی، چې شاعر يې د خپل احساس او عاطفې په اوږو انتقالوي. منظومه ساده اثر نه؛ بلكې د انسان د خلقت د استان وايي. د انسان د كړو او خصلتونو داستان زمزمه كوي. هلته د طبعيت وجود تمثيلېږي، د سیند سرې اوبه چې د زمان بېلګه هم ده، چې تل د انسان په وينو سور دی. په منظومه كې په هنرمندانه توگه انځور شوی دی. منظومه د ماهيت او محتوا له مخې هغه هزار تو يا څو اړخيزه اثر ته ورته ده، چې په خپله ځولۍ د انسان ښه او بد او په تېره د شاعر د وطن د انسان او د هغه په برخليك باندې نادودې او ناخوالې ترسيموي. شاعر د پير فرزانه يا هوښیار حكيم خبرو په رڼا كې ژوند ترسيموي. په لاندي بيتونو پای ته رسېږي.
«بيا مې وکتل د سين په سپينه غاړه
د ارواحو سپېره ښار کې
د خاموشو فريادونو په ديار کې
نه جاله نه جاله وان و، نه حيوان و، نه انسان و، بس يواځې سين روان و،
لکه اوښ يې له وښکيو نه ځگونه آوېزان و
او ياغي مستې څپې يې
يوه پر بلې اوښتلې
د پېړيو په ليدلې لاره تللې
هديره تشه بېديا وه
نه ستومانه ارواگانې، او نه مات او گوډ روحونه
نه کورونه او نه کلي
نه ښارونه، نه جونگړې، نه ماڼۍ، نه شړېدلي دېوالونه
نه کوپړۍ، نه جمجمې او نه زاړه وراسته هډوکي
نه پر غاړو کتيبې، نه سلسلې نه نسبونه
نه د چا پر مزار ښکاري سولېدلي بيرغونه
نه د ډال او تورې نښې، نه ژوندون او نه مرگونه
نه د وچې ونې څانگې، نه يې پاڼې نه ښاخونه
نه کارغه پر ونه ناست، نه د کونگانو آوازونه
بس يواځې سين روان و
او پر شونډو یې جاري غمجن داستان و
سين يواځې، زه يواځې او خټين جهان يواځې
او زما پر اوږو ايښی لا هم هسې د پوښتنو لوی پنډوکی،
او تر څنگ مې لکه ما غوندې يو سیوری
په ملا کړوپ او د ژوند دروند بار پر اوږو پر نامالومه لار روان و
او د سترگو په کتاب کې يې ځای کړی د پوښتنو لوی جهان و.»
منظومه د ژوند په تراژيك داستان پای ته رسېږي، چې هېڅ نشته او هر څه عبث دي او د انسان ژوند او ارمانونه هم يو توهم او خيال دی.
منظومه يا د جابلقا په لټه د شاعر په خيالاتو او حواسو كې د خپل تاريخ، هېواد او د هيواد د انسان تراژيك انځور دی. تاريخ او زمان لكه هغه روان سيند چې د وطن د انسان وینې ورگډې شوې دي او رنگ يې سور ور اړولی دی. سيند كه له يوې خوا د زمان او د وخت نښانه ده، د زمان د تيريدنگ او تاريخ بېلګه هم ده. شاعر هديرو ته مخ اړوي، هغه هدیرې چې په پوره بې رحمې د زمان په اوږدو كې پلنې شوې او غځېدلې دي. شاعر له يو يو سره د زړه خواله كوي او خپل حواس ورسره شريكوي. شاعر دا ټولې تراژيكي خبرې له سپين ږيري جاله وان يا پير فرزانه او حكيم نه اوري. شاعر له ارمان سره را لوی شوی دی؛ خو د زمان تجربې او د تاریخ كرشمي او د غه راز د حالاتو ناخوالې ټولې او ټولي د دې سبب كېږي چې شاعر هغه جابلقا چې ټول عمر او ځواني يې ورته وقف كړې، په ذهن كې يې سره او شنه باغونه انځور كړي و، له هدیرو سره پرتله كوي يا هدیرې ويني.
په همدې لړ كې د شاعر ذهن د خلقت پيلامې ته ورځي. هلته چې د سوغات وركول خدایته مطرح كېږي. د هابيل هغه په زړه پورې او د خوښې وړ گرځي او قابيل هغه ته گور كيني، وژني يې، دا ځكه چې د آدم خپله لور هابيل ته وركوله. د بشريت په تاريخ كې نوې او لومړنۍ شخړه هم د متاع او ثروت په بنسټ او هم د شهوانيت او حيوانيت په مقياس رامخته كېږي او هم دا انگېزې دي چې بشريت له جنگ او جگړو خوند اخلي.
د شاعر هېواد او خلك او د شاعر د وطن سيند د همداسې او نورو انگيزو په بنسټ ويجاړ او خراب شو. په پای كې گورو چې د جگړو او ورانيو په اثر د انسان ذهن بدلېږي. شاعر نهيلي كېږي او دې پايلې ته رسېږي چې هرڅه يعنې «هېڅ» او د «هېڅ» مفهوم له ډېرې نهيلۍ خو د تجربې درك او پوهي په مقياس د شاعر په ذهن او حواسو كې ځای نيسي. هغه پوهېږي چې جابلقا نوره نشته، نسلونه تباه شول ارزښتونه ونړېدل، يوازې كونگې دې چې اخوا دې خوا گوري او د سولي مرغه د وچي وني په ښاخونو كې ځای نه لري.
اصطلاحات
جابلقا: د افسانوي رواياتو له مخې يو ښار دی، چې د دونيا په تر ټولو ختيځه نقطه کې موقعيت لري.
جابلقا: په همدې ډول يو ښار دی چې د کايناتو په تر ټولو لوېديخه برخه کې واقع شوی دی.
مهرگياه: يو انسان شکله بوټی دی، چې د مديترانې سیمو او په ځانگړي ډول په سيسيل او کالابر کې زيات پيدا کېږي. بيخونه يې داسې ښکاري لکه د انسان ښځينه او نارينه جنسونه چې له يو بل سره نغښتي وي.
كاست سيستم: د هندي ټولنې لرغوني ټولنیز سيستم چې ټولنیز تحرك يا سوسيال موبيليتي نه مني، يعنې له يوې طبقي نه بلي ته څوك اعتلا نه شي كولای. پښتني ټولنه كې همدا اغېزي شته.
سايكومپوس: دارواحو د ښار خدايگوټي
اركيتايپ يا زړبېلګه: د اركيتايپ كليمه د اصيل والي لرغونتوب او داسې نورو كه ټایپ يا موډل په پام كې ونيسو. په فارسي كې يې كهن الگو او په پښتو كي يې زړبېلګه بولي، يعنې په انسان او بشريت كې ډېر قديمي مودلونه چې سره شريك دي.
د هرمس اسطوره: به یونانی اساطيرو كې د ثركتيا و سرعت او د رڼا خداې چې د المپ كسانو ته پيغام رسوي. د زيوس د خدايانو خدای مېرمن يې مايا نومول شوي ده.
زروان: په زردشتي كيت يا دين كې د زمان خدای چې د مكان او زمان څخه دمخه يې شتون درلود.
بشري ناخوداگاه يا ټولنیز ناخوداگاه: دكارل گوستايونگ كشف دی چې په دې باور موجود دی، چې د لومړي بشريت مشترك او گډې بېلګي چې له لومړي سره تر اوسه را رسېدلي دي او د ټول بشريت په تحت الشعور كې په مشتركه توگه شتون لري.
ماخدونه
په دې ليكنه كې له لاندې اثارو په عمده توگه كار اخيستل شوی دی:
۱. كتاب مقدس (عهد عتيق)، له اصل عبراني او يوناني ترجمه، يونايتيد بايبل سوسايتي. چاپ كال: ۱۴۴۱-۲۰۱۹.
۲. جيمز هال، فرهنگ نگاره ای نماد ها در هنر شرق و غرب: اساطير. ترجمه بهزادي، فرهنگ معاصر.
۳. ف ا.ح اريانپور. فرويديسم و اشارات به ادبيات و عرفان، امير كبير: ۱۳۵۷ تهران.
۴. صادق هدايت، رباعيات خيام. مامير كبير.۱۳۴۲ تهران.