پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeفلسفه فلسفه د علومو او فنونو په تحليل او تفسير کې زموږ سره...

 فلسفه د علومو او فنونو په تحليل او تفسير کې زموږ سره مرسته کوي

د سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند  

د فلسفې کلمه

د فلسفې کلمه د يوناني ژبې له philosophy(فيلوسوفيا) څخه اخيستل شوې چې له دوو برخو څخه جوړه شوې ده (فيلو) د مينې او ملګرتيا په معنا او (سوفيا) د پوهې په معنا کارول کيږي چې لومړي ځل لپاره دا اصطلاح فيثاغورس وکاروله، کله چې فيثاغورث نه  پوښتنه وشوه چې ايا ته يو عالم شخص يې؟ ده ورته په ځواب کې وويل: نه زه عالم شخص نه يم، مګر د فيلوسوفيا د علم مينوال يم، نو په همدې بنسټ ددې کلمې د پيدايښت له لومړۍ ورځې څخه دغه کلمه پوهې سره د مينې او غوروالي په معنا راوړل شوې ده( که څه هم ځينې لوستونکي فلسفې ته د شک،  ناروا او يا هم د ګمراکوونکي علم په سترګه ګوري، پدې اړه بېلابېلې خبرې او تبصرې هم لري، خو داسې نده د فلسفې يوه معنا د علومو ژور ته ننوتل هم دي، فلسفه پراخه مطالعه، لوی بحث او ستره حوصېله هم غواړي.

  همدارنګه په ولسي ادب کې فلسفه د بې معنا شي په معنا هم کارول کيږي. د ساري په توګه: زموږ په ټولنه کې داسې ډېر خلک شته چې د يوې موضوع په اړه له ځان څخه بې دليله او بې ثبوته خبرې او بحثونه کوي چې بيا مقابل لوری په ځواب کې ورته وايي: څه فلسفه دې  شروع کړې ده، يعنې خبرې دې د کومې معنا ترڅنګ کوم پيل او پای نلري چې دا هم له فلسفې څخه يو غلط تعبير دی. فلسفه د علومو او فنونو څېړنه او په هغه کې ژور ته ننوتلو ته هم وايي، فلسفه يو لوی علم او ان تردې چې د علم او پوهې سمندر هم دی، هغه اشخاص چې د فلسفې له علم سره اشنايي لري هغوی د فلسفې په خوند، رنګ، ښکلا، تلوسه، معنا او مفهوم ډېر ښه پوهيږي، فلسفه موږ د هرې موضوع او مضمون تل ته ننباسي او د هغه په اړه مو لا ډېرې څېړنې او سپړنې ته هڅوي، هغه کسان چې فلسفې سره مينه لري هغوی شپه  ورځ د موضوعګانو د منطق، مدلل کېدو، ډېرې پلټنې او بيان په لټه کې وي، داسې کسانو سره بحث ډېر سخت وي، ځکه دوی په هر څه کې عقلي منطقي او نقلي دليلونه لټوي او دا دلايل به معقول، منطقي او مستند وي.

د فلسفې تعريف

فلسفه د هغو اصولو پوهنه ده چې د هستيو د ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شيانو د مبادي حقايقو او د هغو د وجود علتونو څخه بحث کوي، همدارنګه د فکر او د هستيو د اړيکو په اړه هم غږيږي چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د لوی هدف لپاره پرانستل کيږي. فلسفه فکر کول دي. د هغه څه په اړه فکر کول دي چې نن ورځ  په ټولنه او نړۍ کې ورسره مخامخ يو.

فلسفه يا فلسفي بحثونه څنګه راپورته کېدلی شي؟

 فلسفه هغه وخت راپورته کېدلی شي چې کله هم يو انسان د ځان او نړۍ په اړه بنسټيزې پوښتنې راپورته کړي:  ښکلا څه ته وايي؟ له پيدايښت څخه مخکې چېرته وم؟ د وخت حقيقت څه شی دی؟ ايا عالم هدف لري؟ که چېرته ژوند معنا ولري څنګه پرې پوه شو؟ داسې ممکن څه شته چې علت ونلري؟ موږ نړۍ د واقعيت په توګه پېژنو، مګر واقعيت د څه په معنا دی؟ د انسان برخليک خپله د انسان په واک کې دی او که له بل ځايه  ټاکل کيږي؟ له کوم ځای څخه معلوميږي چې موږ ټول ويده نه يو، الله ج په کومو قدرتونو پېژنو؟ همدارنګه دې ته ورته په لسګونو نورې پوښتنې شته چې د حل لارې ورته ولټول شي. که موږ پورته پوښتنو ته ښه ځير شو پوښتنې د ځانګړو څيزونو په اړه دي او په هېڅ علم کې داسې موضوعګانو ته څنګه چې اړينه ده اشاره نده شوې.

د ساري په توګه: هېڅ علم په پوره معنا نشي کولای دغو پوښتنو ته چې رښتيا څه شی دی؟ او يا هم عدالت څه ته وايي؟ ځواب ووايي. د فلسفي موضوعګانو يوه لويه ځانګړنه داده چې شتون ېې تلپاتې او اوږدمهاله دی. تل به شتون لري او په هره دوره کې د شرايطو په پام کې نيولواو د بېلابېلو علومو په پرمختګ سره دې مسايلو کې نوې پوښتنې او پلټنې راپورته کيږي، بل داسې اضافه علم هم نشته چې پېښو، د پرمختګونو څرنګوالي او راټوکېدونکو مسايلو ته قانع کوونکي او منلي ځوابونه ووايي، د مسايلو ژور ته کوز شي، تحليل او تجزيه يې کړي، فلسفه يوه رښنينې ګټوره مطالعه ده، مګر د واقعيت هغه برخه نه چې بېلابېلو علومو هغه ته اشاره کړې، د بېلګې په توګه: د فزيک علم د مادي اجسامو د هغې برخې په اړه چې حرکت او سکون ولري څېړنه کوي او د ښکلا پېژندنې علم د هغه موجوداتو په اړه چې حيات ولري پلټنه کوي. فلسفه کې ترټولو مهم شی هغه د يوې موضوع د وجود په اړه د فکر متمرکز کول دي، يا په بل عبارت: په فلسفه کې د يو شي د وجود اصل په مطلق، له هر ډول قيد او شرط څخه پرته مطرح کيږي، په همدې دليل د فلسفې په اړه ارسطو وايي: د فلسفې يوه معنا په فکري او عقلي استعدادونو باندې اطلاق کېدل دي، ترڅو انسان پدې قادر کړي چې شيان، پېښې او بېلابېلې چارې د پراخ او لوړ فکر پر بنسټ تر مطالعې لاندې ونيسي او پدې ترتيب ورځنۍ پېښې په اعتماد، اطمينان او ارامۍ سره ومني، دلته ده چې د فلسفې مترادفه معنا حکمت دی. فلسفه د عالم د بنسټيزو حقيقتونو د لاسته راوړنو په لټه  کې دی، نو ځکه ابن سينا فلسفه داسې تعريفوي (فلسفه د ټولو شيانو د حقيقتونو په اړه معلومات ترلاسه کول دي، په هغه اندازه چې انسان ته ممکن وي فلسفې د خپل ژوند د پيل په ورځو کې د مقدس علم او د بشر له چوکاټه ورپورته شيانو باندې دلالت کاوه، هغه يې الهي علم باله او دغه نظريات د مسيحي او اسلامي فيلسوفانو ترمنځ دود و لکه څنګه چې جرجاني وايي: فلسفه د انسان د توان سره سم د تلپاتې نېکمرغۍ لپاره د زده کړې د تشبه څخه عبارت دی.

د فلسفې تاريخ 

د تاريخ په اوږدو کې فلسفي افکار د پېښو له پړاوونو سره نېغ په نېغه اړيکې درلودې او اوس يې له هغه ډېر لري، دغه علم له لومړۍ ورځې څخه   چې انسان د ځمکې د کرې پرمخ پيدا شوی دی د فلسفې په اړه يې بنسټيزې پوښتنې راپورته کړي دي چې دا ټول د انسان د حس، پلټنې او حقيق موندنې څخه تش نه و، له معمول سره سم دغو پوښتنو ته د بېلابېلو اشخاصو له لوري ځوابونه ويل کېدل. موږ له هر هغه څه چې لاس ته ندي راغلي خبر هم نه يو، مګر کولای شو چې له ميلاد څخه اووه پېړۍ وړاندې فلسفي افکار د کوچنۍ اسيا اړوند په ايوانيا کې پيدا کړ. له هغې ورځې راپدېخوا تر اوسه پورې په بېلابېلو برخو او  څانګو کې اصلي او فرعي مسايلو کې فلسفي افکار مطرح شوي دي.

د فلسفې تاريخ  نسبت نورو تاريخونو ته توپير لري. کېدای شي يو چا د فزيک علم نه وي لوستی، مګر امکان لري چې يو لوی فزيک پوه واوسي، همدارنګه کېدای شي يو چا د تاريخ او رياضي زده کړې نه وي کړي، مګر په عين وخت کې په رياضي کې د علم سمندر غوندې وي. ولې؟ هغه دا چې د هغه ذهن او افکار د رياضي او تاريخي علومو ته جوړ دی، د رياضي تاريخ يو شی دی او هغه رياضي چې موږ يې وايو بل شی دی.

مګر فلسفي تاريخ او فلسفي بحثونه چې کوم ځانګړي دلايل لري داسې ندی، اساسا فلسفه له يوه مدلل اعتبار څخه عبارت دی، د فلسفې تاريخ يعنې فلسفي افکار او عقايد چې د تاريخ په اوږدو کې وړاندې شوي او لوستل شوي دي، نو په همدې بنسټ ويلای شو چې فلسفه له فلسفي تاريخ څخه بېل شی ندی. 

فلسفي تاريخ يواځې د عقايدو د راټولولو، فيلسوفانو نظر اخيستلو او يا د فلسفي مطلبونو د لېږد چې يو له بل سره هېڅ ډول اړيکه ونلري ندی. که چېرته د فلسفې تاريخ  د بېلابېلو دودونو او عقايدو د سرليکونو چې د تاريخ په اوږدو کې د مشهورو فيلسوفانو له لوري مطرح شوي دي وګورو نو دې پايلې ته به ورسېږو چې دغه تاريخ يو بې ګټې داستان نه دی. د ساري په توګه : څنګه څوک پوه شي چې

 افلاتون څنګه شخص و؟ څه ېې درلودل؟ هدف يې څه و؟ څه يې غوښتل؟ څنګه يې قضاوت کاوه؟ او څه يې ويل؟ تر هغې چې د هراکليټس، پارمنيډس او فيثارغورس په اړه يې فکر نه وي کړی او يا هم څنګه يو څوک کولای شي چې د ملاصدرا افکار په اسلامي فلسفه کې ولولي، مګر تر هغه  چې د ابن سينا او سهرودي له افکارو خبر نه وي، نو په همدې بنسټ د فلسفې تاريخ بايد د يوه لوی عنوان په توګه په پام کې ونيسو او ددوی په منځ کې اړيکې درک کړو.

 فلسفي افکار او عقايد له خپلو تاريخي دورو، پېښو، جريانونو او ورځني ژوند سره نږدې اړیکې لري، تر هغې چې د فيلسوف د ژوند تاريخ  سم ونه لوستل شي په فلسفي مکتب او د هغه په ځانګړو رايو او لارو باندې پوهېدل سخت کار دی، کېدای شي په پيل کې د عقايدو، افکارو اړيکې  او همدارنګه د ژوند پېښې يې له ذهن څخه په واټن کې وليدل شي، مګر غواړم چې په لږ تامل سره دې موضوع ته اشاره وکړم چې د فيلسوفانو افکار، فلسفي مکتبونه، راېې او د يوې پايلې په توګه پرته  له حاکم روح او ژوند څخه تاريخي جريانونه ددوی د مکتبونو پايله وه. ددې مطلب موخه دا وه چې تجربي مکتبونه له علمي او فرهنګی رنسانس څخه وروسته په اروپا کې د اګزيستاليسم او نهيليسم مکتبونه له نړيوالې جګړې څخه وروسته او د مارکسيسم مکتب له صنعتي انقلاب څخه وروسته منځته راغلل، همدارنګه نورې ډېرې بېلګې هم لرو چې کولای شو په لاندې برخو کې ېې وګورو او وې لولو

ـ چرا بايد تاريخ فلسفه را مطالعه کرد؟ ولې بايد د فلسفې تاريخ مطالعه کړو؟

ـ چګونه تاريخ فلسفه را مطالعه کنيم؟ څه ډول د فلسفې تاريخ مطالعه کړو؟

ـ تاريخ فلسفه غرب. د لويديځ د تاريخ فلسفه.

ـ تاريخ فلسفه شرق. د ختيځ د تاريخ فلسفه.

ـ تاريخ فلسفه اسلامي.

 د اسلامي فلسفې تاريخ اخځليک: (تاريخ فلسفه غرب، ۱۳ـ ۱۶ مخونه).

فلسفه په شروع کې

څنګه چې ويل شوي دي فلسفه د پيدایښت د پيل له ورځې څخه پوهې سره د مينې، عقل او هوښيارۍ په معنا و، همدارنګه په هغه علم اطلاق کېدله کوم چې د نړۍ د حقيقتونو د هڅو او د هغه څه په اړه عمل کول و چې ښه ژوند لپاره غوره و، فلسفې د خپل ژوند له پيل سره سم ټول علوم درلودل او دغه ځانګړنه يې پېړۍ پېړۍ په خپل ځان کې ساتلې وه، نو ځکه خو يو فيلسوف د ټولنې په ټولو پوهو او علومو هم پوهېده، مګر ورو ورو دغه علوم يو له بل څخه بېل شول په پخوانيو وختونو کې دغه فلسفه چې د ټولو پوهو ټولګه وه په دوو برخو باندې وېشل شوې وه:

۱ـ نظري فلسفه: دغه فلسفه په الهي، رياضياتو او طبعي علومو باندې وېشل کېده چې په ترتيب سره د اعلی، منځنۍ او ټيټې کچې علم په نامه يادېده.

۲ـ عملي فلسفه له دريوو برخو څخه تشکيل شوې ده:

ـ اخلاق: د فلسفې دغه برخه د انسان د شخصي اړيکو او چارو په اړه و.

ـ تدبير منزل: دغه فلسفه د کورني تدبير د اړيکو په اړه ده

ـ مډرن سياست(د حکومت کولو اصول): دغه فلسفه د هېوادنيو چارو له تدبير سره اړيکه لري.

غوره او مشهور فلسفی اثار

د مرتضی مطهري په وينا که څه هم اسلامي فلسفه له يوناني فلسفې څخه اخيستل شوې ده، مګر ددغو کتابونو تاليفاتو ته بيا تر ټولو ډېر اسلامي فيلسوفانو  کار کړی او پراختيا ېې ورکړې ده. د فلسفې په اړه د مسلمانو فيلسوفانو غوره کتابونه عبارت دي له:

 الاشارات او تنبيهات

دا د ابن سينا فلسفي کتاب دی چې دده له مشهورو کتابونو څخه شمېرل کيږي او  په دوو برخو منطق او فلسفه کې تاليف شوي دي چې د اسلامي پوهانو د عقلي علومو له مهمو کتابونو څخه هم ګڼل کيږي چې د بېلابېلو پېړيو په اوږدو کې د اسلامي نړۍ د څېړونکو او علماوو د پام وړ هم ګرځېدلی دی، ياد  کتاب کې د منطق، طبعيي حکمت، الهي حکمت، عرفان او د تصوف په اړه خبرې شوي دي، په ټول کې نوموړی کتاب يوه لنډه مقدمه لري چې له ښه ظرافت څخه برخمن دی. اووه فهرستونه لري چې له نبوي حديثونو، اعلام، منطقي اصطلاحات، فلسفي اصطلاحات، عرفاني اصطلاحات، د څېړنو د مصادرو او د تفصيلي مواضع فهرستونه راغلي دي.  

حکمت الاشراق

 دا کتاب شيخ شهاب الدين سهروردي چې په شيخ اشراق او په شيخ مقتول هم ملقب و ليکلی دی او دا يې تر ټولو لوی او پوره کتاب دی، شيخ شهاب الدين سهروردي اصلا د ايران و او دده هڅه ټوله دا وه چې يو فلسفي ايران رامنځته کړي، دې برخه کې يې ډېرې ستړېاوې ګاللي دي او لا ځان څخه يې ډېر معتبر اثار پريښي دي او د ايران يو له نامتو ليکوالانو څخه شمېرل کيږي، د همدې کتاب برکت و چې نوموړی عالم يې فلسفې ليکلو او فلسفي مکتب ته وهڅو او ځان يې د اشرافي مکتب په نامه د افلاتون پوروړی باله. نوموړي ته به چې هر څه حق ښکارېده هغه به يې فلسفې ته ننه اېسته، د شيخ  د فلسفې بنسټ په نور(معنوي روښنايۍ) راڅرخېده هغه نور يو رښتنی شی باله او حق تعالی د نورو انوار معرفي کوي چې نورو نه له هغه څخه خپل نورانيت او روښنايي اخلي، نوموړی وايي: د مسلکي عارف په اند حکمت په دوو برخو وېشل کیږي:

 ۱ـ ذوقي حکمت. ۲ـ بحثي حکمت. 

شيخ شهاب الدين سهروردي به خپل ځان  له هغو کسانو څخه ګاڼه چې دا دوه حکمتونه يې راټول کړي وو نوموړی پدې کتاب کې وايي:  حکمت له څو لارو ماته رارسېدلی او د هماغه افرادو نومونه يې هم ورسره اخيستي دي: 

 د لرغونی ايران حاکمان، فيثاغورث، افلاتون، هرمس، مصري ذوالنون، سهل بن عبدالله، تستري او داسې نور. د سهروردي د کتابونو ټول اسرار او رموز په حکمت او عرفان کې دی، هغه ځکه چې دده کتابونه د حکمت او عرفان په ځانګړتياوو پسولل شوي او جوړ شوي دي، دده د ډېرو کتابونو بنسټ قران او حديث دي ، همدارنګه د فصاحت او بلاغت په ګاڼه هم سنبال او عيار دي. چې د څو مشهورو کتابونو نومونه يې دلته هم راوړو: تلويحات، مقاومت او مطارحات همدارنګه د کتابونو ترڅنګ يې  ډېرې ښې عرفاني رسالې هم ليکلي دي د بېلګې په توګه: هياکل النور، لغت موران، اواز پرجبرايل، د سيمرغ صفير چې شيخ اشراق پدې رساله کې د نفس سير او سلوک شرحه کړی.

(۱) اخځليک: حکمت الاشراق، سهرورودي، شيخ شهاب الدين، تهران پوهنتون، ۱۳۷۷ لمريز کال. 

قبسات

 دا هم د فلسفې ډېر مهم کتاب دی چې ميرداماد ليکلی، د نوموړي کتاب محتوا د خلقت او د الله ج له لوري د نړۍ د حدودو په اړه خبرې کوي. 

اسفار اربعه

 دا هم يو فلسفي معتبره کتاب دی چې ملا صدرا ليکلی هغه خپل نوی فلسفي مکتب حکمت متعاليه  پدې کتاب کې ټول بيان کړی دی.

سالک لپاره تر ټولو مهم سفر اسفار اربعه ده، هغه سالک چې دغه سفر په بريا سره سرته  ورسوي داسې پوه شه چې سالک خپل بار تر منزله سالم ورسو، الله سره د سالکانو د دردونو، مينې او ژړاګانو شريکولو يواځينۍ لار  همدغه سفر دی په دغه سفر کې سالک له غير حق څخه د حق په لور را درومي او له کثرت څخه د وحدت په لور هجرت کوي. پدې سفر کې د سالک د براق ټول پام حق ته وي، شپه ورځ د حق په لټه کې وي او هڅه کوي چې حق ته ځان نور هم نږدې کړي پدې سفر کې د سالک څارنه او پاملرنه ډېره وي او همدارنګه لاره وهل يې هم چټکه، ژوره او پرته له کومه ګواښه وي  

الشواهد الربوبيه 

الشواهد الربوبيه د صدرالدين بن ابراهيم شيرازي يو له مشهورو اثارو څخه شمېرل کيږي چې نوموړی په صدرالمتالهين هم شهرت لري. نوموړی په ۹۷۹ ه ق کال کې زېږېدلی او له ۱۰۴۵ نه تر ۱۰۵۰ ه ق کال کې ومړ پدې کتاب کې ملاصدرا خپل فلسفي افکار په خوږه ژبه، اسانه ليکدود ليکلي دي او ويونکي يې هم په پوره توګه په پام کې نيولي دي او دا هر څه يې په لنډه توګه بيان کړي دي. نو په همدې بنسټ د کتاب د مولف د تصريح له مخې د کتاب په سريزه کې ددې کتاب نوم الشواهد الربوبيه في المناهج السلوکيه ياد کړی دی، همدارنګه مولف يو بل کتاب هم د شواهد الربوبيه په نوم لري چې له پورته کتاب سره په توپير  پدې کتاب کې عمده مطلبونه شتون لري، همدارنګه د کتاب په وروستۍ برخه کې يې د نظري حکمت، عملي حکمت او ټول هغه مطلبونه چې دې مسايلو پورې اړه لري بحث شوی او ددې کتاب محتوايات په لاندې ډول عبارت دي: 

د تاليف انګېزه، د تاليف نېټه، د مولف د ليکلو او وړاندې کولو مېتود، تعليقات، چاپچارې، سرليکونه او سرچينې، همدارنګه ددې کتاب په تاليف کې مولف له بېلا بېلو مېتودونو څخه ګټه اخسيتې ده: د مسايلو له اختصار او کليدي برخو نه ېې هم  ګټه پورته کړې ده، هره مسله کې ېې يوه ادعا راوړې ده، خو بيا يې هرې ادعا لپاره روښانه او ښکارنده دليل هم راوړی دی، د محتوا له مخې د عرفان د مسلک سلوک ته نږديوالی ښيي، همدارنکه د مسايلو د ثبوت لپاره يې عربي معقولې، پراګرافونه او جملې هم راوړي دي، مولف پدغه کتاب کې خپل بحثونه په دوه ډولو عنوانونو تعبير کړي. يو حکمت عرشيه او بل يې حکمت شرقيه چې ددې دواړو سرليکونو ترمنځ د توپير په اړه فيلسوف حکيم سبزواري د خپلې تعليقې په ۴۷۶ مخ کې داسې ليکي( له عرشېې نه موخه هغه څېړنې دي چې د مولف د شخصي اصولو پر بنسټ مبنا وي او له شرقېې څخه موخه هغه څه دي چې مولف د حکماوو پر وړاندې مقرر اصول يعنې منظور شوي او تايد شوي وي. په يو بل ځای کې بيا پورته تعريف ته د شک په سترګه کتل کيږي او وايي چې: مشرقي د مولف د شخصي نوښتونو د بحث وړ موضوعګانې دي، لوستونکي کولای شي چې د بېلګې په توګه د کتاب ۱۷۹، ۲۲۳، ۲۲۵ او ۲۲۹ مخونو ته مراجعه وکړي.

(اخځلیک: مرکز تحقيقات کمپيوتری علوم اسلامی، سافت نورالحکمه (نسخه 3)، بخش اطلاعات جانبی (کتابشناسی)

په ښوونکو کې د فلسفې ذهنيت

فلسفي ذهنيت د ذهن د قوت، د فکر د مېتود، د فکر د لارې محصول او يا هم د ذهني انځور د بيان په معنا دی چې په انګليسي کې ماينډېډ  په معنا راغلی دی، يا هم فلسفي ذهنيت هغه ځواک دی چې د فکر د تمرکز په ګډون د پيوند او درک د حساسيت پر وړاندې او ددوی ترمنځ د حقيقتونو پوهې ته جهت ورکوي. ځواکمنتيا، د فرد چمتووالی ، سم قضاوت، نوښتګر فکر او عادت د فلسفي ذهنيت د جهت په نامه ياديږي، فلسفي ذهنيت هغه وسيله ده چې د افرادو سم فکر کولو او سمو قضاوتونو سره مرسته کوي،

ذهني فلسفه په درې برخو وېشل شوې ده

د فلسفي ذهن لرونکي کسان د ټولنې په برخه کې په لويه کچه د ليداو همدارنګه د ټولنې ېوې ځانګړې برخې ته ځير خلک دي.

د فلسفي ذهنيت لرونکي کسان: په ټولنيز ژوند کې دا هغه کسان دي چې هر څه ته په ډېر ژور فکر ګوري، لومړی ځان خبروي، پرې فکر کوي، څېړي ېې، بار بار ېې تکراروي، ټولې خواوې ېې څېړي، منفي او مثبت اړخونه او همدارنګه د ګټې او تاوان کچه ېې هم جوتوي له هغې وروسته بيا د تر لاسه کولو او هم نه ترلاسه کولو پرېکړه کوي، داسې خلک ډېر نرم، مهربانه او د ژوند په کارونو کې تر بل هر چا بريالي او ګړندي وي، تېروتنې ېې لږې او مثبت اړخونه ېې ډېر وي.

د ټولنې په برخه کې په لويه کچه ليدلوري کسان: د پراخه اړيکو په اړه فکر کوي، د رښتينو، د ژورو فکرونو او پلان شوو پروګرامونو طرحې جوړوي، داسې شخصيتونه ډېر هڅانده او ټول وخت د لويو اړيکو په لټه کې وي، غواړي چې هر چا سره ناسته او ولاړه ولري، خپل افکار شريکوي، له نورو ېې اوري د هغه شننه او پلټنه کوي، داسې خلک له افراط او تفريط څخه لرې وي.

په ښوونکو کې فلسفي ذهنيت

پوهې ته(څنګه فکر کول) په اوسني وخت کې د زده کړيزو نظامونو موخو ته تر ټولو مهم زده کوونکو ته د زده کړې ورزده کول دي او پدې برخه کې تر ټولو ښوونکي بايد له سالم فکر، منطق او نوښت څخه برخمن وي که خبره لدې نه وي چې ښوونکي زده کوونکو ته څنګه فکر کول ورزده کړي روښانه خبره ده چې ښوونکی بايد له هغه څه ډېره فکري وړتيا او ځواکمنتيا ولري چې دی ور څخه برخمن دی.

شايد ښوونکی هغه څوک وي چې تر بل هر چا د زده کړې د مهمې برخې يعنې زده کوونکو سره تر ټولو نږدې اړیکې ولري او ښکاره خبره ده چې د ښوونې او روزنې په ټولو فعالیتونو، او مطلوبه موخو کې د ښوونکي فکري وړتيا لوړه ده

د ښوونکو په کړنو کې د فلسفي ذهنيت د چلند بېلګې

د زده کړې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره مناسب د حل لارې لټول.

د ستونزو د حل لارو لپاره تعصب نه لرل او همدارنګه د زده کوونکو علمي او فکري رشد په پام کې نيول.

د بيړني تصميم نيولو نه ډډه او زده کوونکو سره د ښو اړيکو نيولو امکان.

لرې موخو سره د موضوعاتو او مسايلو نښلول.

اړوندو موضوعګانو سره د ميتودونو او د تدريسي فنونو اړيکه. 

انعطاف منل

د فلسفي ذهنيت له مخې دغه برخه  په لوی لاس د بل شخص نه منل يا هم قصدا په يوه موضوع د سر نه خلاصولو پر خلاف دی او دا فلسفه د محيطي، عاطفي او رواني فشارونو تر اغېزې لاندې په نه راتللو ټينګار کوي هغه کسان چې ددغې برخې څخه برخمن دي  متضاد مسايل او پديدې د مختلفو برخو له لوري تر څار او مشاهدې لاندې نيسي او په مبهمو ځايونو کې شخص ارامه او عمل کولو ته هم په مبهم ځای کې لېواله وي   

اخځليکونه

۱ـ کليات فلسفه.

۲ـ تاريخ فلسفه کاپيستون، جلد ۱، صفحه ۱۰.

۳ـ تاريخ فلسفه غرب، صفحه ۲۱.
۴ـ فرهنګ فلسفي.

۵ـ تاريخ فلسفه غرب، ۱۳ـ ۱۶ مخونه.

۶ـ مرکز تحيقات کمپيوتری علوم اسلامی، نرم افزار نورالحکمه (نسخه 3)، بخش اطلاعات جانبی (کتابشناسی).

۷ـ رمرودي، مسعود، لغتنامه، ۱۳۹۲ کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب