شنبه, مې 4, 2024
Home+د خپلې خونې خاطره

د خپلې خونې خاطره

استاد سعدالدین شپون

چرګ  وېده وي، صادق څه چې کاذب سهار لا نه وي، پوره په درونیمو بجو، د خوب له کټه په اتیات راښویېږم. د ګوتو په څوکو د کار خونې ته ځم.درې کلنې منلې نمسۍ مې، رڼا ،چې نیمی ننګرهارۍ ، نیمی کندارۍ ده، تر دې حده ورپسې لېونۍ ده چې ترانه  یې سازه کړې: ګډه وډه کوټه غواړم، ګډه وډه خونه غواړم، د ابا کوټه غواړم .

 چې راشي، نېغه زما کوټې ته ورځی.

پېښور کې مې د عجایب ګهر توری اورېدلی و خو زما د خونې پښو ته هم نه رسېده. دا لاندې یې یو لنډه کی لست دی:

اوه المارۍ ، له کتابو ډکې؛ تر مخې خالي ځای کې یې شمعې چې شمېر یې یوویشتو ته رسېږي ؛ په څلورودېوالونو دوه دوه ساعتونه ځړېدلي چې د هر ساعت لاندې زما د یوه یار نوم مشقي لیکل شوی : نذیر هالینډ ، نور احمد آسټرالیا، ډاکټر اکبر فرانسه، غضنفر کابل………… ؛ دوه کمپیوټرونه په یوه مېز، تر لاندې یې سیمونه د اوښ د کولمې په شان سره مروړلي، لوی بکس کې کواړې کواړې پراته ؛ د عینکو د پاکولو، او نورو وړو اړتیاو رنګین بوتلونه، رنچونه ، بېچتاوونه، څټک، ذره بین، درې درځنه عینکې …… د دېوالو تشې برخې د دوستانو او د وطن په ښکلو منظرو پوښلي. نو رڼاګۍ ګرمه نه ده چې د راتګه سره سم، څڼې په اتڼ ارتوي او ورسره ټکۍ اچوي چې ګډه وډه خونه غواړم…… د ابا ګډه وډه کوټه غواړي.

چې هېر مې نشي، په یو بل کارتن کې د شمعو  لویه ډېرۍ پرته ده، ګویا د څو میاشتو غم مې خوړلی.

په ساعتونو کې ګټه دا ده چې د یارانو د ویښې او خوب وخت راته معلوموي چې کوم وخت ورته تلفون یا ورسره چېټ  وشي. تدبیر خو ښه تدبیر دی خو کله په دوو کې یم چې درې بجې خو دي خو چې د شپې دي که د ورځې. ساعتونه غضب خو زیاتره انالوګ دي، اې اېم  او  پي ایم یې نه معلومېږي.نو داسې هم پېښېږي چې خوار هادي په سېډني کې له خواږه خوبه را کښینوم چې ورته ووایم ښه مقاله یې لېکلې.

د شمعې کمالات زیات دي : اول د خوب خونې ته د برق رڼا نه ورځي چې بیا کوروالا راباندې ببره نشي چې ولې په دې توره شپه لکه ستن خوړلی ګرځې ، بندګان له خوبه باسې. زه یې پرېږدم  چې وډونګېږي، د زړه بړاس یې ووځي او که نه ورته ویلی شم چې انصاف دارې، په دې کور کې خو چپ له ما او تا بل بني بشر نشته چې له خوبه ووځي او ته بې هغې هم درنګ ساعت  له،  لمانځه  ته راپاڅېږې. که خدای مه کړه دا ورته ووایم نو هغې ته یې خدای ورکوي او د شارو په شان په تکراري ګفتار راځي چې ته خو د تهجد د لمانځه  له پاره نه یې راویښ شوی، یا د کومې چټې سره په رازو نیاز لګیا یې یا دې کوم لنډه غر راګیر کړی، چې په شریعت کې نه وي راغلي، هغه اپلتې ورسره وایې. نو شمعه مې له دې آفته هم ساتي، خو لویه ګټه یې بله ده. د ورکوټوالي یار مې دی.  مور او پلار مې ویل چې هغوی دا څیزونه نه پېژندل، بس دړوکي(ځنګلي غوړې لښتې) یې لګول، چې سهار به د ټولو سپېږمې  تورې وې، دړوکي به یې په پنډ او بکر لګول.  بیا نو ډېوه راغله، د تورو تېلو. ورپسې شمعه رواج شوه چې د هغې موم یې د غوا یا پسه له وازدو پخپله جوړول.ورپسې الېکین یا لالټین راغی، چې ابا به ماسختن جومات ته د ځانه سره  ووړ.د شتمنو کره به د لېمپ په نامه لالټین و چې خلکو لمپه بلله. دا د نن ورځې برق په اول ځل ما کابل کې ولېد، هغه وخت زه لوی سنډا وم، حبیبیه کې یې اچولی وم. تراوسه مې ورسره جوړه نه ده.حتی  په دې را وروسته کالونو کې د کلي مېلمه راغلی و، سهار یې عذرونه کول چې  په دې څراغ (برق) مې ډېره خواري  وکړه، حتی ان چې په لمنې او څادر مې ورته پکي(ببوزی) ووهل خو مړ نه شو. ښه شو چې ته راغلې تڼۍ دې کېکاږله، تېل دې پرې بند کړل.

دا صفتونه خو تر یوه حده بهانې هم دي چې مېرمنې ته مې له شره د خلاصون دپاره یې کوم.خو په چل کې چلکی (چله کی) هم شته او هغه دا چې د لیکلو موډ راباندې راولي.

 رسا د کونګ ورور یم چې  د ورځې رو شنايی مې نه خوښېږي. تر سپوږمۍ مې تروږمۍ، تر شنه آسمانه ورېځ، تر پسته اور نه مې شړکنده باران، تر هغې د واورې شرنګهار، تالنده برښنا خوښ دي، لاس مې قلم او کمپیوټر ته راکاږي. کوم یار زما د پوښتنې په ځواب کې چې لیکل کوي که؟ لیکلي وو چې هره خوا غمونه، مرګونه او وینې دي، نو په داسې حال کې به څوک لیکلو ته زړه ښه کړلا شي؟ ما ورته ولیکل چې اصلي وخت یې همدا دی. زه د لیکوالۍ دعوه نه کوم او شعر خو بې هغې هم نه لیکم، بلکه نورو ته مې هم د هغې په ضد مشوره ورکړې ده، مګر کله کله د هوا حالات او تیاره رڼا پر ما هم د شعر ویلو جذبه راولي. دا نور هغه حالات  به نه یادوم چې لیکلو ته مې راکاږي.

 نو چې خپلې خونې ته شم، څلور پنځه شمعې لګوم او نوره رڼا پخپله له کمپیوټره راځی، لکه اوس ورته ناست یم. نیم ساعت نور هم غواړي چې سهار شي ، کور والا لمانځه ته ویښه کړم.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ م کال د سپټمبر په ۲ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب