شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزسیمینار او دفاع | جواد تیموري

سیمینار او دفاع | جواد تیموري

د سیمینار وړاندې کول یا دفاع کول یوه ډېره اړینه او په ورته وخت کې یوه پېچلې او تخنیکي مسئله ده چې ډېری کسان یې په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي، خو د دې برعکس ځینې کسان چې بیا په دغو تکتیکونو سم پوهېږي، یا په دې اړه معلومات لري، په ډېرې اسانۍ سره دغه پروسه مخ ته وړي، نو له همدې کبله هم له دې لارې خپلې موخې ته رسوي.

د سیمینار وړاندې کول ساده خبره نه ده، بلکې یو لړ اصول او پړاوونه لري چې هر یو یې باید په پوره دقت سره په پام کې ونیسي. تمرین، ظاهري بڼه، له ګرافونو او سلایډونو څخه ګټه اخیستل، د مناسبو رنګونوکارول، پر ځان باور، بدني ژبه او د اورېدونکو پوښتنو ته ځواب ویل، ټول هغه پړاوونه دي چې باید په پام کې ونیول شي. 

په دې لیکنه کې مو درته دغه موارد په مفصل ډول تشریح کړي، چې له تاسو سره به د موضوع په وړاندې کولو او دفاع کې مرسته وکړي.

لومړی- د موضوع ټاکل

د موضوع ټاکل ډېره اړینه ده. هڅه وکړئ چې داسې موضوع وټاکئ ترڅو په اسانۍ سره ترې دفاع وکړی او خپل معلومات مو په اسانۍ سره ناستو خلکو  ته ولېږدوی. هڅه وکړئ چې موضوع مو نوې او جذابه وي، ځکه که تاسو داسې موضوع وټاکی، چې د هغې په اړه ناست خلک معلومات ولري، نو طبیعي ده چې بحث به مو ورته ستړی کوونکی شي او دوی به یې د اورېدو لپاره هېڅ انګېزه ونه لري.

د موضوع په ټاکلو کې بل مهم او اړین مورد د وخت په پام کې نیول دي. معمولاً د ډېری سمینارونو وړاندې کول یا دفاع کولو ته له (۳۵- ۴۰  (پورې دقیقې وخت وي، نو پر همدې بنسټ دا ډېره اړینه ده چې د موضوع په انتخاب کې وخت هم په نظر کې ونیسئ. موضوع مو داسې وټاکئ چې د درکړل شوي وخت سره سمون ولري، په دې مانا چې موضوع مو باید نه دومره لنډ وي چې تر ټاکلي وخت مخکې خلاصه شي، او نه هم باید دومره اوږده وي، چې د وخت د کموالي له کبله مو اړینې خبرې درڅخه پاتې شي.

دویم- د سیمینار جوړښت

په دغه پړاو کې تاسې باید دا په ډاګه کړی چې:

– دقیقاً څه شی غواړی چې په اړه یې معلومات وړاندې کړی؟

– څه ډول غواړی چې موضوع ته مو نږدې شی؟

– هغه څه چې غواړی وړاندې یې کړی، لومړی یې په لومړيتوبونو ووېشی.

د سیمینار وړاندې کولو لارې چارې مو د ګډونوالو او د موضوع د وړاندې کولو په سبک پورې تړاو لري. په دې مانا چې ګډونوال او ناست کسان څومره علاقه لري چې تاسو ته غوږ ونیسي، موضوع مو څومره جالبه او نوې ده، څه ډول دوی هم په بحث کې درسره شریکولی شی او پوښتنو ته یې په وخت او مناسب ځوابونه ویلی شی، ټول هغه ټکي دي چې د سیمینار په جوړښت کې مو رغنده او بنسټیز رول لري. 

درېیم- د مطالبو ډلبندي او ترتیب

هڅه وکړئ چې ټول مطالب مو څو ځله او په پوره غور سره تر لوستلو وروسته داسې تنظیم او ترتیب کړی، چې د دفاع او وړاندې کولو په وخت کې درسره مرسته وکړي. 

په لومړي سر کې مو موضوع په لویو برخو ووېشئ، مهمه نه ده چې دغې برخې دې ډېرې وي، یا هم لږ، موضوع ته په کتو یې په مناسبوبرخو ووېشئ، البته دغه ويشنه یوازې د دې لپاره ده چې د دفاع په وخت کې ترې د یو لارښود په توګه ګټه واخلی او کار مو اسانه کړي. 

څلورم- د سیمینار پیل او پای

مخکې له دې چې په موضوع مو پیل وکړئ، د موضوع په تړاو مو یوه لنډه او په ورته وخت کې پرمفهومه مقدمه وړاندې وکړئ. په مقدمه یا سریزه کې له اضافي خبرو څخه ډډه وکړی، یوازې هغه څه پکې راوړی چې ګډونوالو ته مو د راتلونکو بحثونو په اړه یو ذهني تصویر جوړ کړي، البته دلته یوه بله باریکي هم شته چې باید ورته متوجه و اوسی. هغه دا ده چې که څه هم وموضوع مو ډېره سخته او یا پېچلې وي، خو ستاسو هڅه باید دا وي چې په سریزه مې له ډول هنر څخه کار واخلئ او مطالب مو ناستو خلکو ته داسې وښیی چې ګواکې ډېر جالب او په زړه پورې دي.

بل مهمه بحث د نتیجه ګیرۍ دی. د هر سیمینار او موضوع له دفاع وروسته نتیجه ګیري ډېره اړینه ده او دا د دفاع له کلیدي برخو څخه شمېرل کېږي، چې نه شتون یې ستاسو موضوع نمیګړې کولای شي. که سیمینار مو یو ځلي او پرته له نتیجه ګیرۍ پای ته ورسېږي، نو ناست خلک به یو ډول د حیرانتیا احساس وکړي، نو له همدې کبله په دغه برخه ډېر ټینګار کېږي، چې حتی د سلایډ په مخ په لویو تورو سره (نتیجه ګیري) ولیکئ، تر څو ناستو خلکو ته یو واضح پیغام ولېږدوي. 

نتیجه ګیري باید څه ډول وي؟

– نتیجه ګیري باید د وړاندې شوو موضوعاتو نچوړ او خلاصه وي، داسې نه چې مخکني موضوعات مو په یوه شي بحث کوي او په نتیجه ګیرۍ کې بیا بل څه راوړو. 

– په نتیجه ګیرۍ کې باید هڅه وشي، چې تېر مهم او اړین موضوعات د دویم ځل لپاره تکرار شي، له نا اړینو موضوعات څخه باید پکې ډډه وشي.

د مطالبو د وړاندې کولو طریقه

په دې پړاو کې باید مشخص کړی چې:

ـ د سیمینار یا موضوع په وړاندې کولو کې مو د تصویرونو ونډه څومره ده.

– دا واضیح کړئ چې په سیمینار کې مو کوم ډول تصویرونو(عکس، جدول، ګراف…) ته ځای ورکړی، هغه څه ته ځای پکې ورکړئ چې کار مو درته اسانه کولی شي.

د تصویرونو ګټې:

– ناستو کسانو یا ګډونوالو ته د مطالبو په درک کې مرسته کولی شي. 

– د زیاتو توضیحاتو مخه نیسي او په دې سره یوه اندازه وخت سپمولی شی.

– تصویرونه د موضوع د لا وضاحت لپاره ناست کسان له ځانه سره ساتلی شي.


د سیمینار د وړاندې کولو په برخه کې د مطالبو د یادولو لپاره د تصویرونو څخه ګټه اخیستل:

یاد ساتئ! چې د سیمینار د وړاندې کولو په وخت کې له انټرنېټ څخه استفاده او یا هم لیکل په مطلق ډول بند دي.

تاسو کولای شی چې له نېټ څخه د استفادې پرځای په خپلو سلایډونو کې له نښو او سېمبولو څخه کار واخلئ، په دې مانا چې هغه څه ته چې د سیمینار د وړاندې پرمهال یې باید په نېټ کې ولټوی، ښه دا ده چې مخکې له مخکې هغه ځای ته تیاری ولری او د توضیح په صورت کې وضاحت ورکړئ.

د تصویرونو ډولونه:

ښه خبره دا ده چې په سلایډونو کې لیکل ونه شي. کېدای شي د لیکنې پرځای له دیاګرامونو، عکسونو، جدولونواو شکلونو څخه ګټه واخلی. د یوه دیاګرام ارزښت له ۱۰۰۰ کلمو لیکنې سره چې درې پاڼې کېږي، برابر دی. ځکه د دیاګرام درک د ناستو کسانو یا ګډونوالو لپاره ډېر ساده او اسانه دی. دغه راز باید هڅه وشي چې د سیمینار د وړاندې کولو په وخت کې د اعدادو او ارقامو له راوړلو څخه هم ډډه وشي، ځکه چې موضوع ناستو کسانو ته پېچلې کوي. 

د سلایډونو جوړول:

تاسو په دې پړاو کې باید مشخص کړی چې:

ـ د سلایډونو شمېر مو څومره وي.

ـ د هر سلایډ محتوا مو باید معلومه وي.

ـ د هر سلایډ د بیانو طرز او طریقه مو مشخص کړئ.

– د سلایډونو په برابرولو کې مو د موضوع تسلسل په پام کې ونیسئ.

هغه ټکي چې باید د سلایډونو په جوړولو کې یې په پام کې ونیسئ:

ـ سلایډونو کې باید ډېر وضاحت نه وي ورکړل شوی، په دې مانا چې یوازې یوه یادآوري پکې شوې وي.

ـ سلایډونه باید د لیکلنې له نظره هم مناسب او همغږي وي، تر هم مهمه دا چې د سلایډونو په جوړولو او ترتیبولو کې باید د ګډونوالو یا ناستو کسانو د پوهې کچه په نظر کې ونیول شي.

ـ په سلایډونو کې باید یوازې کلیدي موضوعات راوړل شوي وي او وړاندې کوونکی باید نور توضیحات پکې ورکړي.

ـ هڅه باید دا وي چې په هر سلایډ کې یوه مشخصه موضوع توضیح شي او دا په تاسو پورې تړاو لري چې څنګه یوه موضوع تر یوه سلایډه پورې خلاصه کولای شی.

ـ د سلایډ په دننه کې موضوعات باید په ساده شکل بیان شي.

ـ هڅه وکړئ چې په سلایډونو کې غیر اړینو مواردو ته ځای ورنه کړئ.
ـ سلایډونه ټول مه ډکوئ.

ـ په هر سلایډ کې یوازې شپږ کرښې او په هره کرښه کې تر لسو کلمې راوړئ.

د لنډیز برابرول

کله چې تاسو ته یوه ټاکلې موضوع درکړل شوې وي او غواړی له هغې دفاع وکړی، نو اړینه خبره دا ده چې په لومړي سر کې د هغې موضوع په تړاو هر اړخیزه مطالعه وکړئ او وروسته د معلوماتو تر راټولو له ځانه سره د موضوع نچوړ یا خلاصه حتمن وساتئ. په خلاصه یا نچوړ کې هم باید له بې ځایه او غیر اړینو جملو او حتی کلمو څخه ډډه وکړئ. 

ـ که امکان ولري ټولې او که محدودیت وي، بیا ضروري سرچینو ته باید په خلاصه کې ځای ورکړل شي.

ـ په خلاصه کې هم باید له ځینو تکتیکونو څخه کار واخیستل شي، تر څو موضوع ناستو کسانو ته نوره هم په زړه پورې شي.

لومړی مو خپل ځان ته سیمینار وړاندې کړئ

د سیمینار لپاره تمرین اړینه خبره ده. مخکې له دې چې له خپلې موضوع څخه په ټاکلي ځای کې دفاع وکړئ، هڅه وکړئ چې موضوع مو لږ تر لږه دوه ځله له خپل ځان سره تمرین کړئ. خو یو بل ټکی هم به پام کې ولرئ چې ډېر تمرین هم مه کوئ، ځکه چې بیا د د دفاع اصلي ورځې ته مو اشتیا کمېږي. کله چې ډاډه شوی، د موضوع دوړاندې کولو او دفاع لپاره مو اړین تخنیکي کارونه بشپړ شوي، نو یوه اونۍ وړاندې مو موضوع له ځانه سره تمرین کړئ، په دې سره به تاسو کافي اندازه وخت ولری چې خپلې ستونزې او غلطۍ اصلاح کړی. 

هغه ټکي چې باید د سیمینار یا موضوع د دفاع څخه مخکې ورته پام وکړی:

ـ له خپلې موضوع او سلایډونو مو څو کاپي واخلئ

ـ پاکې او مناسبې جامې واغوندئ. د هغو جامو له اغوستو ډډه وکړئ چې د نورو توجه ډېره جلبوي، ځکه چې بیا به ګډونوال یا ناست کسان د دفاع پر وخت د موضوع پر ځای تاسو ته متوجه وي.

ـ که امکان ولري د سیمینار د دفاع له ځایه یوه ورځ وړاندې لیدنه وکړئ

ـ روښنایي چک کړئ

ـ هلته له شته موادو او لوازمو سره باید پوره اشنایي ولرئ

ـ د موضوع له پیل پنځه دقیقې وړاندې مو باید هر څه تیار وي

د سیمینار یا موضوع د دفاع وخت:

د سیمینار له پیل سره سم ژور نفس وباسئ

ـ پیل د موضوع تر ټولو سخته برخه ده، نو له همدې کبله باید پوره وپوهېږی چې څه ډول پیل وکړئ

ـ له ګډونوالو او ناستو کسانو منندويي وکړئ

ـ د موضوع په اړه مو هېڅ شی هم په خپل ذهن کې پټ مه ساتئ

ـ په هغو خلکو پسې چې ستاسو په مجلس کې نشته خبرې مه کوئ

ـ له ناستو کسانو سره مو د سترګو اړیکه ټینګه وساتئ

ـ په کافي اندازه په لوړ غږ خبرې وکړئ چې ټول ناست کسان یې واوري

ـ هڅه وکړئ چې د موضوع د دفاع په وخت په خپله واوسئ، د نورو اکټونه او پېښې مه کوئ

ـ د خپلې موضوع سره علاقمندي وښیی، ځکه که تاسو پخپله له موضوع سره علاقمندي ونه ښیی، نو پوه شی چې ناست کسان به یې په هېڅ صورت ورسره ونه ښیي

ـ د خبرو په منځ کې په کافي اندازه اوبه وڅښئ

ـ په ځان پوره باور ولرئ، ځکه که د دفاع پر وخت په خپل ځان باور ونه لری، نو ټوله خواري او هڅې به مو په اوبو لاهو شي.

ـ په خبرو کې ډېره بښنه مه غواړئ

د بدن ژبه

ځينې کسان د سیمینار یا موضوع د دفاع په وخت کې عجیب او غریب حرکتونه کوي، چې په دې سره د خپلې موضوع یوه لویه برخه کمزورې کوي او د ناستو کسانو حواس بل لور ته وړي، نو له همدې کبله یې اغېزمنتیا هم کمېږي. د سیمینار د وړاندې کولو په وخت کې ځینو بدو عادتونو ته اشاره کوي:

ـ ځینې کسان د موضوع د وړاندې کولو په وخت کې په یوه ځای ولاړ وي، حرکت نه کوي او یو ډول کړنې ترسره کوي.

ـ په مېز ورټيټېدل او شاته پښې ښورول

ـ په جېبونو کې لاس وهل یا په مسلسله توګه د بدن د یوې برخې ګرول

ـ په مخ، پوزه، سر یا وېښتو کې لاس وهل

ـ د سیمینار تر پایه د سر ټيټول او د سترګو د اړیکې نشتوالی

ـ ډېر ګرځېدل او لاس او پښې دې خوا او ها خوا ته بې ځایه ښورول

ـ په لاس کې په مارکر یا قلم او یا بل څیز لوبې کول

ـ د سیمینار د دفاع په وخت کې د ژابو ژوول یا د خوراکي توکي خوړل

د سیمینار پای

د سیمینار پای هم د پیل په څېر سخت او پېچلی وي. ویناوال باید دغه څه ته ډېر متوجه وي، چې له داسې مهار څخه کار واخلي، چې ناست کسان حس کړي چې موضوع پای ته رسېدلې او اوس د پوښتنو وخت رارسېدلی. 

په لنډه او ساده توګه ووایی: «له پاملرنې نه مو مننه کوم، تیار یم چې پوښتنو ته مو ځواب ووایم» دغه عبارات مو ناست کسان د سیمینار له پای ته رسېدو څخه خبروي. 

په پای کې مو له رهنما استاد او هغو کسانو څخه چې ستاسو سره یې د موضوع په برابرولو کې مرسته کړې، مننه وکړئ.

پوښتنې:

 د پوښتنو په وخت کې هم لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

ـ ډاډه شی چې پوښتنه مو په بشپړه توګه ترلاسه کړې او له ځان سره یې تکرار کړی، تر څو چې ناست کسان یې هم واوري او وروسته له هغې ځواب ورکړئ.

ـ که څوک له تاسو څخه داسې پوښتنه وکړي چې په ځواب یې نه پوهېږی، نو په ځغرده ورته ووایی چې نه پوهېږم، دغه اخلاقي جرئت باید ولری. 

ـ کله مو چې د چا د پوښتنې ځواب ورکړ، نو ځان مو ډاډه کړی چې هغه بشپړ ځواب ترلاسه کړی، له هغوی پوښتنه وکړی چې ایا ځواب مو ترلاسه کړ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب