یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېاسلامآیا نړۍ په اسلام او کفر وېشلې؟ / مجیدقرار

آیا نړۍ په اسلام او کفر وېشلې؟ / مجیدقرار

که څه هم د مسلمانانو په ذهنونو کې نړۍ لا هم په دارالحرب، دارالکفر او دارالاسلام وېشلې خو په معاصرو نړیوالو اړیکو او نړیوالو رقابتونو کې اسلام او کفر هیڅ ځای نه لري او یا هم حاشیوي او دوهمي یا درېیمي اهمیت لري. که څه هم د اسلامي نړۍ د اسلامکارو په تبلیغ کې اروپا او غرب د صلیبي جګړو یو اړخ او خپلې ترهګرې ډلې د اسلامي نړۍ استاځې ګڼل کېږي، خو حقیقت دا دی چې اکثره اسلامکارې ډلې له همدې اروپا او غرب څخه خړوبېږي.

د صلیبي جګړې اروپا او اوسنی غرب د ارزښتونو له لحاظه اسمان او ځمکه توپير لري. هماغې صلیبي اروپا چې پر اسلامي نړۍ یې د بیت المقدس پر سر برید کړی و، مذهب دومره ورته بې اهمیته شوی چې چې صلیبیانو یې په خپل منځ کې تر یو سل لس ملیونه وګړیو پورې ووژل په داسې حال کې چې په ټولو صلیبي اسلامي جګړو کې د دې سلمه برخه هم نه و وژل شوي.

مانا صلیبیانو په خپل منځ کې تر هغو سل چنده زیات وژلي چې صلیبیانو له مسلمانانو سره وژلي. دغه راز، مسلمانانو هم په خپل منځ کې تر هغو ډېر وژلي چې د صلیبیانو لخوا وژل شوي دي.

د دې مانا دا ده چې د جګړو انګېزه د دولتونو له اړخه دیني نه ده. یواځې ترهګرې ډلې په یوطرفه ډول په جګړه کې دیني احساسات کاروي.

البته زه د اوسني عصر خبره کوم.

دا کیسه له ډېرې پخوا، آن د لومړۍ جګړې له پېرا را روانه ده.

که څه هم په لومړۍ نړیواله جګړه کې ترکیه د خلافت په نامه دخیله وه، خو که ترکیه هم د لومړۍ نړیوالې جګړېi د یوه اکټر په حیث را واخلو هم، لومړۍ خو له څو عمده متقابلو نامسلمانو صلیبي اکټرانو سره ملګرې وه، او حضور یې بیا هم د صلیب او اسلام د ټکر په عنوان نه و، ځکه چې خپله د یوه صلیبي ایتلاف یوه کمزورې ملاتړې وه.

خو تر هغه را وروسته څو مرحلې نورې واوښتې او د هغوی د جګړو زمانه او نړۍ تر اوسنۍ نړۍ ډېره زیاته مختلفه ده.

په معاصره نړۍ کې په نړیوالو اړیکو کې یواځې یوه تیوري
د لویې لوبې او سړې جګړې، دواړو په دوران کې سیاسي اسلام د لویو هېوادونو په جګړه کې د لاسپوڅي او دوهم لاس لوبغاړي حیثیت درلود.

په نولسمه پېړۍ کې سعودي سلفیت د ترکانو پر خلاف، ملائیت د امان الله خان په څېر د پرمختګ پلوو واکمنو پر خلاف، او په شلمه کې اخوانیت او د چپي تمایل لرونکیو رژیمونو او روسانو پر خلاف وکارېد چې یو غوره مثال یې د اخواني ترهګرو په لاس د اسرائیلو د ماتوونکي انور سادات وژل و. په یو ویشتمه کې بیا افراطي ډلې د ځینو شکبو اسلامي هېوادونو د بې ثباته کولو او نظامونو د را پرځولو لپاره وکارول شوې چې افغانستان، سوریه، لیبیا، او مصر یې څو نمونې وې.

په دې منځ کې جګړې ټولې د هېوادونو ترمنځ وې او که د هېوادونو په منځ کې جګړې هم وې، د نیابتي جګړو بڼه یې درلوده. د هېوادونو ترمنځ په دې جګړو کې هغو صلیبیانو چې یو له بل سره یې رقابت درلود، د مسلمانانو په پرتله د خپلو رقیبو عیسویانو په مقابل کې ډېره کرکه او ډېره دښمني درلوده. مثلا، د بالکان د حوزې په هېوادونو کې اصلي جګړه د روسیې او ناټو وه، او صلیبي ناټو د دې حوزې د مسلمانانو په ننګه د روس پلوه رژیمونو پر خلاف جګړه وکړه چې آن د القاعده په څېر مذهبي ډلې هم په دې جګړه کې د ناټو متحدې پاتې شوې. دغه راز د چیچنیا په جګړه کې اسلامي ډلې د روس پر خلاف وجنګول شوې.

تر دې وړاندې لومړۍ او دوهمه نړیوالې جګړې او بیا د ساړه جنګ رقابتونه ټول د هېوادونو ترمنځ و، د دینونو او کلتورونو ترمنځ نه ول، که څه هم په ځینو مواردو کې په هېوادونو کې دننه له ځینو اقلیتي ګروپونو سره دښمني وشوه، او قتل عامونه وشول، خو په لویه کې جګړه په هیڅ ځای کې د دوو دیني ګروپونو ترمنځ نه، بلکې عمدتاً د عیسوي دولتونو ترمنځ وه. عیسوي انګلستان، عیسوي فرانسه، عیسوي روسیه او عیسیوي امریکا د عیسوي جرمني په مقابل کې د یهودو ترڅنګ ودرېدل.

له بده مرغه مسلمانانو ته د نړۍ د وضعې په اړه کاملاً برعکس تصور ورکړل شو او نړۍ ورته د کفر او اسلام په نامه توره او سپینه ور معرفي شوه. له کله چې سید جمال الدین افغان د پان اسلاميزم نظریه رامخې ته کړه، او ویې غوښتل چې مسلمانان د یوه سرتاسري خلافت په چوکاټ کې راولي او د نشنلیزم، ملتپالنې او ملت دوستۍ له جادې څخه یې منحرف کړي، د دین د سیاسي کېدلو میلان هم زور واخیست چې پای یې په داعش، بوکو حرام او طالب ولګېد.

د پان اسلاميزم تر ټولو لوی ضرر دا و چې مسلمانان یې له واقعیت څخه لرې خیالي نړۍ، خیالي دښمنیو، او خیالي دوستیو ته بوتلل. یوه ملت د مسلمانتوب په دلیل پر بل ګاونډي مسلمان باور وکړ او د خپل باور او خپلې ساده ګۍ خوراک شو.

د پان اسلاميزم هڅه دا وه چې غوښتل یې د ملت او امت دوه تصوره سره تلفیق کړي. دا چې مسلمانان په دیني وحدت سربېره نامتجانس قومونه، او د متناقضو ګټو وړې او سترې کتلې دي، چې په خپلو کې یې رنګارنګ نسلي، مذهبي، قومي، ژبني او د ګټو او تاوانونو تفاوتونه درلودل، دا نظریه تر اوسه پورې یو خوب پاتې شوه. لاملونه یې ډېر و، خو یو عمده لامل یې دا و چې دین که څه هم د یوې ټولنې د اوبد ډېر اغېزمن لامل کېدای شي خو په هیڅ ځای کې په تنهایي د د ملت جوړونې واحد اساس نشي کېدای. اسرائیل په نړۍ کې یو داسې هېواد دی چې پر نږه مذهبي اساس جوړ دی خو دا باید هېره نه کړو چې د یهودو د لویې برخې نسب او دین دواړه مشترک دي، مشترک تاریخ، تهدیدات او فرصتونه لري. کېدای شي د یوه دین پلویان د ډېرو مختلفو سلیقو، کلتوري سیسټمونو، نسلونو، جغرافيایي واقعیتونو او نورو تفاوتونو څښتتنان وي. د دین په نامه د هېواد جوړولو تر ټولو ناکامه تجربه د پاکستان وه چې د جوړېدلو په پایله کې یې یواځې تر دې دمه تر څوارلس ملیونه پورې وګړي وژل شوي دي او لا هم د سیمې لپاره یوه سرطاني هسته ده.

د دې تصور د ناکامي یو لامل دا و چې ملت او امت عمده تفاوتونه لري. ملت پر مادي ګټو بناء وي، امت پر معنوي تصور بناء وي. د یوه ملت غړي لکه د یوې کوڅې اوسېدونکي، هر هر څوک کېدای شي، د یوه امت اوسېدونکي باید د یوه دین پیروان او یو ډول اساسي عقاید ولري. ملت د اوبو له تقسیم، که ځمکې له وېش، د رېل له لیکو، له سړکونو، د ځنګلونو، غرونو او سیندونو له تقسیم او نورو مادي ګټو سره تعلق لري، او غړي یې د ګټو او مادي تړاو ترڅنګ پر بناء سره یوځای وي. امت پولې نه لري، یو مسلمان که د کفارو د ټولنې په منځ کې اوسي هم د امت برخه دی، خو ملت بیا پولې لري. ملت ځمکه دی، امت عقیده ده. لنډه دا چې د دې دواړو تصوراتو سره ګډول تر هرڅه مخکې د امت تصور ته زیان رسوي، ځکه چې د امت تصور پر دعوت، فردي نسبت او روحانیت ولاړ دی، بالعکس، د ملت تصور پر تقابل، جګړه، او شخړه. ملتونه د بشر په تعریف کې د حریصو، متجاوزو، بې باوره او چلبازو موجوداتو په نامه پېژندل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې، تر سړې جګړې وروسته په ۱۹۹۲ کې د سمویل هنګټینګټن په نامه یوه امریکایي مفکر د مدنیتونو د ټکر تیوري رامنځته کړه. دا هغه وخت و چې د روسانو د ماتې په نتیجه کې نړۍ یو قطبه شوې او امریکا او ټلواله یې یکه تازه فاتحه ګڼل شوې وه. کاپیټالیزم او ډیموکراسۍ کشش پیدا کړی و او د یوه نوي دښمن د را پیدا کولو هڅې پیل شوي وې.

په همدې وخت کې نوموړي لیکوال وویل چې راتلونکې جګړه به د ملتونو ترمنځ نه، بلکې د مدنیتي هویتونو ترمنځ وي. د هغه په نزد به لومړی واړه واړه هویتونه په خپلو کې سره خوري او په یوه لوی هویت کې به جذبېږي، بیا به د شرقي او غربي مدنیت دوه عمده قطبونه او څو لویې مدنیتي حوزې رامنځته کېږي. د نوموړي په اند به د غرب پلوه او غرب ضد تصور د دې جګړې محور وي. غربي نړیوالتوب به له عکس العمل سره مخامخ کېږي او د ده په نزد به په دې جګړه کې سیاسي اسلام هم د یوې حوزې نماینده ګي کوي.

که څه هم د ترهګرۍ جګړې او ورسره پروژوي جګړو د نوموړي دې نظریې ته یو څه عملي شواهد ورکړل، خو په ټوله کې د ټولو سر خلاص و چې دا جګړې د هویتونو ترمنځ نه، بلکې د هویتونو د سیاسي دلالانو ترمنځ وې.

لنډه دا چې د نوموړي د دې تیورۍ د خپرولو لپاره اسلامي، په تېره اخواني پوهانو د تبلیغ ډهولونه غاړو ته واچول او دلته یې چغه ګډه کړه چې هله، اسلام د غرب تر ټولو لوی دښمن او د غرب لپاره تر ټولو ستر خطر دی.

د همدوی له دغو نارو په استفادې سره کپیټالیسټ لویدیځ ځانونه د اسلامي نړۍ هغو سیمو ته ورسول چې خپل راتلونکي اصلي رقبیان، یعنې چین، بیا را ژوندۍ شوې روسیه، او هند پرې وننګوي.

په همدې منځ کې د نړۍ د یو قطبه توب حالت ډېر ژر پای ته ورسېد او ګڼ قطبي توب بیرته سر را پورته کړ. چین زور واخیست، روسیه بیا رامخې ته شوه، هند لویې غورې پیل کړې، اروپایي اتحادیې قد وکړ او یو ځل بیا پر نړیوال سیاست او نړیوالو شخړو د هویتي جوړښتونو پر ځای ملي جوړښتونو سیوری وغوړاوه.

په دې کار سره سیاسي اسلام یو ځل بیا د وسیلې درجې ته را ټیټ او د همدې ملتونو ترمنځ د نیابتي جګړو یوه وسیله شوه.

البته هېره دې نه وي چې تر دې مخکې هم سیاسي اسلام هیڅکله د یوه محسوس مادي بلاک په شکل مطرح نه و، خو لږ تر لږه رامنځته شوی تصوري حالت یې هم بیرته له منځه ولاړ او خبره د ملي جوړښتونو سیالۍ ته پاتې شوه.

د نړۍ په روانو جګړو کې دین لا هم وسیلوي حیثیت لري، او تر ډېره د همدینو د وژلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. په نني نړیوال سیاست کې دین نه دوست لري، نه دښمن لري. چې کله په کار شو هر سړی یې دوست دی او چې کله ورته بېکاره شو، هر سړی ورڅخه بېزاره دی.

یواځې یو څو خوار ملتونه دي چې لا هم د دین په نامه یو د بل وینې تویوي. کله چې د نړیوالو ځواکونو ترمنځ د سیالیو بحث کېږي، نو اصلي بحث د اټومي توغندیو، اټومي بټیو، اقتصادي پروژو، ټکنالوجۍ او نړیوال نفوذ دی، نه د استنجا، غسل، حیض او نفاس.

1 COMMENT

  1. ښکلی بحث دی ، اما د هرچا سره نه پرې خلاصیږي.
    ایکاش زمونږ ملایانو هم لږ سیاسي شعور درلودی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب