په ننګرهار کې یو قسم سابه دي، کریړه یې بولي. لکه د دوزخ نه چې راوتلي وي، یو درځن ځلي یې د سپینې غرې په واورینو اوبو مینځې چې ایله د خوراک شي خو فارسی کې ورته تربوز ابوجهل، عربۍ کې حنظل وایی. ننګرهاریان یې مړغونی بولي بې له هغو خلکو چې په نسوارو روږدي دي د نورو نه خوښېږي. که خوري یې په زړو یې خوري. غني خان د پېښ،ر د یوه ښاري له خولې، دوکان ته د راغلي مېلمه په هرکلي کې وايي:
ته دلته کې کینه خان، زه زوم انتظام کوم
خدایږو که چې د ښار کریلې، ټول په تا تمام کوم
دا د کاپر مال په دې بد خوندۍ یو بل تاوان هم لری، هغه دا چې بېحده زیات غوړي غواړي!
ننګرهار کې له پټیواو باغونو غلاوې ډېرې کېږي، هندواڼې، خټکی، لنډه دا چې په نامه سابه باب وي د غله نه په امان کې دي. دې د خدای بنده هم په هندواڼو او خټکو او د باغ په مېوو هیله نه ده کړې. کله لا ګیر شوی هم یم چې د سزا شرحه یې دلته زما اصلي موضوع نوره هم اندرغړپه کوي.
ځوان غله له کرېړو لمن ډکه کړې وه چې باغوان پرې خبر شو، ورپسې منډه یې کړه تر هغې چې باوغان ستړی شو، په پوله کښیناست او غله ته یې ورغږ کړل «هې غل ماما، کرېلې خو دې یوړې خو غوړي به دې کولمې وشلوي.»
د رامني خېلو د لاپو شاپو، ابکو دپکو، هور تور، تور برېښ او هر قسم لوچکۍ سره سره، تورکوني اوباما انتخابات وګټل، خو امریکایان، ځینې له خواخوږۍ او ځینې کرکې فکر نه کوي چې شل به یې کړي.
اول لوی مشکل خو کانګرس دی چې سم نیمايي وېشل شوی دی، د ده د پروګرامو منظورېدل یې که ناممکن نه وي، مشکل کړي خو دي.کاشکې اوباما هم د کرزي په شان وکیلان په ګواښ او وعدو، امېد و بیم، یا سوټی او پتاسو خپلولی شوای.
بل لوی مشکل افتصاد دی چې اټکل کېږی په درو میا شتو کې به زورور بحران را شي. د اسهامو بازار یا وال سټریټ د اوباما د بري په دویمه ورځ دوه درجې راپرېوت، چې دا د پټي سر دی. د امریکا بودجه هر کال یو بلیون ډالره کسر لري.
یو بل شی چې ما نوټ کړی دا دی چې امریکا یو څه د افغانستان په څېر بدله شوې. ملي وحدت کم شوی، د تور- سپین خبره راښورېږی، لکه د افغانستان نژادي اختلاف. یا به دا د افغاني مشرانو د ډېر راتګ تاثیر وي. ټولو اوباما ته دعاوې کولې، رباني صیب خو ویل «او باماست».
د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د نومبر په ۸ مه په تاند کې خپره شوې وه.