جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد مزارشریف او کندوز په چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله...

د مزارشریف او کندوز په چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (پنجشنبه، د ثور ۱) د وروستیو راپورونو له مخې، د بلخ ولایت لپاره طالب چارواکي وايي، د مزارشریف روضیې ته څېرمه د شیعه ګانو په جومات کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

په روغتونونو کې ډاکتران وايي چې ۸۰ ټپیان وروړل شوي دي. د مزارشریف د نننۍ چاودنې مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې د بلخ ولایت د اطلاعلاتو او کلتور رييس ذبیح الله نوراني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د «سې دوکان» جومات په چاودنه کې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

په مزارشریف ښار کې د ابوعلي سینا روغتون ريیس ډاکتر غوث الدین انوري وايي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۰ مړي او ۳۲ ټپیان وروړل شوي دي.

له دې جلا له کندوز څخه تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې د ښار په جنوب کې د دورې پر سر په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی حافظ عبیدالله عابدي ویلي چې چاودنه د غرمې په دوولس بجې د ۲۱۷ عمري قول اردو د مستریانو پر کاسټر موټر وشوه چې له کبله یې د قول اردو د تخنیکي ورکشاپ ۴ کارکوونکي ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول.

په ټپیانو کې ۳ لاروي ماشومان هم شامل دي.

عابدي وايي چې بم په یوه بایسکل پورې نښلول شوی و.

له بلې خوا د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په « بر خوارانو» کلي کې نن د طالبانو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې څلور طالب سرتیري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

 د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري صلاح الدین وویل، چې دغه چاودنه نن سهار په «بره خوارانو» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر چاودنه کړې.

د کابل او ننګرهار د نننیو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب