پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهمتقي د منځنۍ اسيا هېوادونو له سفیرانو سره پر سیمه ییز اتصال...

متقي د منځنۍ اسيا هېوادونو له سفیرانو سره پر سیمه ییز اتصال خبرې وکړې

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د منځنۍ اسيا له سفيرانو او استازو سره په کتنه کې وویل چې له نویو فرصتونو څخه دې دټولې سیمې په ګټه استفاده وشي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د ازبکستان اوقزاقستان سفيرانو او د ترکمنستان اوقرغزستان استازو هم ګډون کړی وو. ‏

 سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د ‎افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او ‎اقتصادي اتصال خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له نویو فرصتونو څخه دې د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د منځنۍ اسيا ‎سفيرانو هم د ‎تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او د ‎افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې څو ورځې مخکې داعش ډلې په یوه خپره کړې ویډیو کې ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر ازبکستان توغندیز بریدونه کړي دي.

که څه هم طالبانو او ازبکستاني چارواکو د داعش ډلې دغه ادعا رد کړه، خو ويل کيږي چې د سیمې هېوادونه له طالبانو څخه د خپلو هغو هیلو له اړخه په نهيلي کیدو دي، کومې چې يې دوی ته د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو د مهارولو لپاره لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب