پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې پر ط چاودنه، ۴ سرتېري یې وژل شوي او یو...

ننګرهار کې پر ط چاودنه، ۴ سرتېري یې وژل شوي او یو بل ټپي دی

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏‏د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په « بر خوارانو» کلي کې نن د طالبانو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې څلور طالب سرتیري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

 د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري صلاح الدین وویل، چې دغه چاودنه نن سهار په «بره خوارانو» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه په چاودنه کې څلور طالب سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

طالب مقام وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه د نوي ځای پرځای شوي ماين له امله شوې او که له پخوانيو جګړو پاتې دی.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو مخکې په یاده ولسوالۍ کې « د افغانستان د ازادۍ د اسلامي- ملي تحريک٫ په نوم یوې ډلې چې ويل يې د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي ځواکونو اړوند دي، د طالبانو خلاف د وسله والې مبارزې اعلان کړی و.

نن د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د نا امنۍ ګڼې پېښې شوي، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب