پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د پابجي او ټیک ټاک د تړلو امر، نورې خواله...

افغانستان کې د پابجي او ټیک ټاک د تړلو امر، نورې خواله رسنۍ هم تړي

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏‏د ملامحمد حسن اخند په مشرۍ د طالبانو کابینې پریکړه کړې، چې په افغانستان کې به پابجي ګیم او ټیک ټاک اپلکېشېن تړل کیږي.

د طالبانو د واکمنۍ يوه وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې دا پريکړه د ځوان نسل د بې لارۍ د مخنيوي لپاره شوې.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده سپارلې، څو په دې اړه شوې پریکړه عملي کړي.

بل لور ته: د طالبانو د حکومت يوه باخبره سرچينه تاند ته وايي چې طالب چارواکي په نیږدې وخت کې د فيسبوک، ټويټر، يوټيوب او نورو ټولنيزو رسنيو د تړلو په اړه هم په بحث او مشورو بوخت دي.

ويل کيږي، چې طالب مشران په دغو رسنيو کې د خپلې حکومتولۍ انعکاس سخت وېرولي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره، دوی رسنيز فعاليتونه محدود او سخت سانسور کړي، خو په ټولنیزو رسنیو کې تر يوه حده خلک د طالبانو د کړنو يادونه کوي او مستندې ویډیوګانې يې خپروي.

د طالبانو ډېری ځوان جنګيالي، چې په افراطي مدرسو کې روزل شوي او د ژوند له ډېرو رازونو او امکاناتو محروم ګڼل کېږي، د طالبانو له واکمنیدو سره يې ځيرک موبایلونو او ټولنيزو رسنيو ته لاسرسی موندلی.

ادعا کيږي، چې له دې امکاناتو څخه د طالب جنګياليو له برخمن کيدو څخه وروسته د دوی جنګي مورال بدل شوی او د ډېرو موضوعاتو په اړه يې ذهنيت نرم شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب