پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهدوستم: داعش سره نه يم ملګری شوی، هغه د ط او حقاني...

دوستم: داعش سره نه يم ملګری شوی، هغه د ط او حقاني شبکې یوه ډله ده

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏د افغانستان د ازبکانو مشهور مشر او د ملي جنبش ګوند موسس عبدالرشيد دوستم د داعش ډلې د ملاتړ په اړه له انګلستان سره د ده د خبرو اوازې او په دې خاطر د ۲۵۰ ميليونه پونډو تر لاسه کول رد کړل.

نوموړي ته په منسوبه یوه ټویټر پاڼه کې راغلي، چې پر دوستم دغه تورونه د سیمې هغو هېوادونو پورې کړی، چې خپله کلونه کیږي د طالبانو ترهګرې ډلې ته پوځي او تسليحاتي تدارکات برابروي.

له داعش ډلې څخه د دوستم د ملاتړ خبر د ايران د سپاه پاسداران استخباراتي ډلې تسنيم خبري اژانس خپور کړی و.

دغې رسنۍ ويلي، چې دوستم له انګلستان سره د ترکیې په همغږۍ د افغانستان په شمال کې د داعش د پياوړتيا لپاره هوکړه کړې او ۲۵۰ ميليونه پونډ يې په بدل کې تر لاسه کړي.

عبدالرشيد دوستم بيا د ايران له نوم اخیستو پرته وايي، چې دغه هېواد د طالبانو له ملاتړ سره په افغانستان کې د ډېرو ډله ييزو وژنو ملاتړ کړی دی.

د جنبش ګوند مشر زیاتوي، چې ايراني رسنيو اوس د نوموړي په خلاف تبليغاتي جګړه پيل کړې ده.

دوستم په یوه اعلامیه کې زياتوي، چې که د شمال د نا امنه کولو په هڅو دی په پروژو اخيستو تورنیږي، نو آيا شمال اوس افغانانو ته کوم خوندي جنت دی؟

دوستم وايي، چې طالبان هره ورځ په پنجشير، تخار، بلخ، جوزجان او فارياب کې سلګونه ځوانان وژني او ملت د دوی له لاسه روحي ارامتيا نه لري.

دوستم د داعش ډلې په اړه وايي، چې دا ډله هم د طالبانو او حقاني شبکې یوه برخه ده او که څوک په دې اړه نه پوهیږي د افغانستان په اړه هیڅ نه پوهیږي.

په دې اړه د تاند بل راپور دلته ولولئ:

ایراني رسنيو دوستم د داعش پروژې په ملاتړ تورن کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب