پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهپه کابل، کندوز، ننګرهار او مزارشریف کې چادنې شوي

په کابل، کندوز، ننګرهار او مزارشریف کې چادنې شوي

تاند(پنجشنبه، د ثور لومړۍ) په کابل، مزارشریف او کندوز ښارونو کې نن څو چاودنې شوي خو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د نن ورځې وروستۍ چاودنه د مزارشریف ښار د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوې ده. راپورونه وايي چې په «سې دوکان» نومي جومات کې چاودنه داسې مهال وشوه چې لمونځ کوونکي په جمع ولاړ ول.

د کابل په لوېدیځ کې دوې چاودنې شوي. لومړۍ چاودنه د «تلاش دانش» په نوم ښوونځي کې شوې او دوهمه، چې د ماین وه، د کمپنۍ په سړک کې شوې او ویل کېږي چې په دواړو چاودنو کې ماشومان په نخښه شوي دي.

د کندوز ښار په «دوره» سیمه کې هم چاودنه شوې خو د احتمالي مرګ ژوبلو او د چاودنې د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي.

په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس چاودنه تایید کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

د ننګرهار له خوږیاڼو څخه هم ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نن هلته چاونه شوې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کابل په لوېدیځ کې د ممتاز کورس او عبدالرحیم شهید ښوونځي د وروستیو چاودنو مسوولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی.

 اخیستی. په دغو چاودنو کې  لږترلږه ۶ تنه ووژل شول او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شول. خو ځینې راپورونه وايي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې خورا زیات و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب