پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهيونيسف د پاکستان بمبارۍ کې د ۲۰ افغان ماشومانو مړينه تاييد کړه

يونيسف د پاکستان بمبارۍ کې د ۲۰ افغان ماشومانو مړينه تاييد کړه

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) تاييد کړه، چې د پاکستان په هوايي بمبارۍ کې تېره اونۍ تر ۲۰ پورې افغان ماشومان، چې نجونې هم پکې شاملې وې، وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي محمد آگ آیوا په يو لړ ټويټونو کې ویلي، چې دا ماشومان په داسې مهال، چې د شپې ویده وو، د پاکستان د هوايي بریدونو هدفونو ګرځول شوي دي.

سرچینه زیاتوي: په خوست کې د پاکستان د هوايي بریدونو پر وخت ۱۲ نجونې او ۳ هلکان او په کونړ ولایت کې ۳ نجونې او ۲ هلکان، چې ټول ماشومان دي، وژل شوي دي.

د یونیسف دغه مقام لیکي:« له دغې بې ځايه فاجعې څخه مو شوک خوړلی او سخت خپه یوو».

يونيسف ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالی باید هر څومره ژر ودرول شي.

پاکستاني الوتکو د تېرې حمل میاشتې په ۲۶ مه، د‌ جمعې په شپه په خوست او کونړ ولايتونو کې افغان خاوره بمبار کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د ټولو تلفاتو کچه نیږدې ۵۰ تنه ښودل شوې ده.

طالبانو په مشخص ډول د دغو پېښو د قربانيانو تعداد او هویت نه دی په ډاګه کړی، چې له دې کبله سختو نيوکو سره مخامخ دي

د طالبانو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون له ګاونډيو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې د ۴۲ هېوادونو د ماتولو له ادعاوو سره، طالبان ولې له پاکستاني چارواکو سره د دې پېښو په اړه واضح خبرې نه کوي.

دا منتقدین طالبان د پاکستان لاسپوڅي بولي، خو طالبان دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب