Homeخبرونهکابل کې بيا د ښوونځي پر ماشومانو دوه چاودنې شوي

کابل کې بيا د ښوونځي پر ماشومانو دوه چاودنې شوي

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) لومړني راپورونه څرګندوي، چې د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د خوشال مېنې سيمې پر زده کوونکو دوه جلا چاودنې شوي.

تر اوسه د دغو چاودنو سیمې مشخصې شوي نه دي.

ځينې سرچينې وايي، چې چاودنې دواړه خصوصي ښوونځي او د هغوی زده کوونکي په نښه کړي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت يوه چاودنه تاييد کړی او پکې د ۲ ماشومانو ټپي کیدل تایید کړي دي.

څو ورځې مخکې د کابل په دشت برچي سيمه کې يو تعليمي مرکز او يو خصوصي ښوونځی د مرګونو بریدونو هدف وګرځول شول، چې لسګونه تنو پکې د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو.

طالبانو د پېښو مرګ ژوبله کمه ښودلې وه، خو خلکو په دروغ ويلو تورن کړل.

د مخکينيو او نننيو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په هېواد کې د سراسري امنيت تامينول خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼله، خو په وروستيو کې له مختلفو سيمو د نا امنیو او ورته پېښو خبرونه زيات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...