دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په سرپل کې د ملي اردو د یوه سرتېري مېرمن...

چارواکي: طالبانو په سرپل کې د ملي اردو د یوه سرتېري مېرمن وژلې

تاند (شنبه د جدي ۲۰) د سرپل ځايي چارواکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو د یوه سرتېري مېرمن وژلې ده.

د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند نوراغا فیضي وايي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند په نادر آباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي فیضي په خبره، وسله والو طالبانو دغه ۴۰ کلنه مېرمنه ددې له امله په خپل کور کې وژلې چې خاوند یې د ملي اردو سرتېری دی.

نوموړي زیاته کړې چې په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

سرپل د افغانستان په شمال کې یو له ناامنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې طالبان یې په ډېرو ولسوالیو کې پراخ حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب