جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههرات کې نهه تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه وتلي...

هرات کې نهه تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه وتلي دي

(تاتد، د جدي ۲۰) د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نهه تنه افغان سرتیري، چې د طالبانو لخوا نیول شوي وو ، ځانونه د دې ډلې له زندانه خلاص کړي او د ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ ته رسولی دی.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وایي، په دغو کسانو کې د ملي اردو، ملي پولیسو او محلي پولیسو سرتیري شامل دي.

ولیزاده ویلي: “دغه سرتیري د هرات ولایت په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو او وروسته له هغې د طالبانو له زندان څخه وتلي، چې افغان ځواکونو هلته د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه وکړل.”

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال هم هلته د وسله والو طالبانو پر ضد سخت عملیات روان دي، او افغان ځواکونو په ډيرو برخو کې پرمختګونه هم کړي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پښتون زرغون د هرات ولایت یوه نسبتاً ناامنه ولسوالي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...