جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار سيمه ييز خبريالان وايي معلوماتو ته نه لاس رسى يې...

د کندهار سيمه ييز خبريالان وايي معلوماتو ته نه لاس رسى يې ژوند ګواښي

تاند (شنبه د جدي ۲۰) د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، هغه ادارې، خبریالانو او رسنیو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کوي چې په فساد کې ښکیل دي.

ښاغلي خانزاده دغه څرګندونې نن شنبه د کندهار له خبریالانو، د رسنیو له مسؤلینو او د خبریالانو د دفاع بنسټونو له استازو سره د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

د نوموړي په خبره چې د خبربالانو خوندیتوب ته به جدي پاملرنه کوي او تر څنګ به یې ټولو هغو ادارو ته مکتوبونه ولېږي څو خبریالانو ته د مالوماتو په ورکړه کې ناغېړي ونه کړي.

په دې ناسته کې د کندهار ځايي خبریالانو وویل، په وروستیو کې خبریالان له امنیتي او مالوماتو ته د لاسرسي نه لرلو له ستونزو سره مخامخ دي چې ولایتي اداره باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، حکومتي ادارې ورته پر وخت مالومات نه ورکوي چې له همدې امله د ځينو پېښو او راپورونو پر سر د خبريالانو ژوند ګواښل کېږي.

د کندهار والي وايي، معلوماتو ته د خبریالانو او رسنیو نه لاسرسی د منلو نه دی او په دې برخه کې به جدي اقدامات کېږي.

دده په خبره، هغه ادارې او چارواکي خبریالانو او رسنیو ته له معلوماتو ورکولو تېښته کوي چې په فساد کې ښکېل وي، خو دا د رسنیو دنده ده چې د هغوی فساد رسوا کړي.

اخوا بیا د بې ‌پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۲۰ کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې هېواد بللی او له افغان چارواکو څخه یې غوښتي چې له خپل ټول قوت څخه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار واخلي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د خبریالانو هدفي وژنې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو باندې منفي اغیزې کړې دي.

که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو په ګډون په دې وروستیو کې د هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچولې، خو دغې ډلې بیا په ګڼو وروستیو حملو کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د مالوماتو په اساس په ۲۰۲۰ کې اته تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب