جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د درې ډوله خوړو له ګټو ځان خبر کړئ

د درې ډوله خوړو له ګټو ځان خبر کړئ

۱) پياز
•پياز د عفوني ضد خاصيت لري.

• د پياز خوراک د روماتيزوم لپاره ګټوره ده.

• پياز د زړه د سلامتيا سبب ګرځي.

• پياز د زړه د رګونو د بندښت په له منځته تلو کې ډير آغيزناک او ګټور دي.

•پياز په زياته اندازه ويټامينC، فولیک اسید، کلسیم او اوسپنه لري.

• پیاز اشتها راوړونکي دي.
• په اوبو کې د ايشول شوې پياز د بخار تنفس کول د ټوخي او سينه بغل لپاره ګټور دی.

•د پاخه شوې پياز په نسبت د خام پياز خوړل ډير ګټور دي..

۲:ـ پالک:
• د پالک پاڼې د ويټامین A، ويټامین B3، ويټامين C درلودونکي دي.

•د پالک پاڼې اوسپنه او پوتاشيم لري.

•پالک د وينې د کموالي لپاره هم ګټور دي.

• پالک د بدن د تبې درجه کموي.

• پالک د وزن په کمولو کې اغيزمن دي.

• پالک د سرطان ضد خاصيت لري.
په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې الکول او سګرټ استفاده کوي.

• پالک د اسپيناسين په نوم د مادې په درلودلو سره د خوړو د هضم پروسې ته سرعت ورکوي.

• پالک د معدې حرکتونه زياتوي او د معدې د ترشحاتو د زياتوالي سبب ګرځي.

• د پالک خوړل تنده کموي.

• د بادام په غوړيو کې د پالک پخول د وچ ټوخي لپاره ګټور دي.

• څیړنو ښودلې ده چې پالک د معدې، کولمو، پروسټاټ، حنجرې او د رحم د سرطان په مخنيوي کې هم رول لري.

۳:ـ هوږه:
• هوږه د زړه د ناروغيو لپاره ګټوره ده.

• هوږه په بدن کې د وينې جريان نورمال ساتي.

• هوږه د زړه په رګونو کې را منځته شوې غوړ( شحم) کموي.

• هوږه د حافظې په تقويت کې رول لري.

• هوږه د عفوني ضد خاصيت لري.

• هوږه د باکتريا د له منځه وړونکې سلفر درلودونکي ده.

• هوږه د وينې لوړ فشار ټيټوي.

•هوږه د بدن د عمومي قوت سبب ګرځي.
حضرت موسی ع له مصر څخه د يهود له سفر څخه مخکې هغوې ته هوږه ورکړه تر څو د سفر د سختيو په وړاندې يې د بدن مقاومت زيات شي.

• هوږه د معدې د زخم لپاره هم ګټوره ده.

• د ستر عالم ابن سینا په کتاب کې راغلي، که غواړي چې د هر ډول ناروغۍ نه په امان کې اوسي نو هره شپه مخکې له ويده کيدو يوه پلی هوږه له یو ګيلاس اوبو سره وخورئ.

• پخه شوي هوږه او عسل د ساه لنډي لپاره ډېر ګټور دي.

که غواړئ چې صحت مند اوسئ پاک خواړه وخورئ، غوره خواړه د غوره صحت ضامن دی.

ليکنه : ډاکټره پلوشه« حليم »

1 COMMENT

  1. څه ووایم، سړی حیراk پاته شي چې د تاند همکاران ولي په لوی لاس د خپل کلي او ولسوالي لهجه په تاند کې کاروي!

    هوګه نه ده، هوږه ده.

    ښه راته خه لیکئ، ږیري ته ګیره، موږ راته مونګه لیکئ….

    تاسو پوهیږۍ چې څه کوئ…. هیڅ بهانه نه منله کیږي.

    ستاندارد او په ټول هیواد کې منل شوی پښتو لیکدود در څخه غواړو.

    له تاند څخه بي بي سي مه راته جوړوئ، که نه پوهیږئ، پوښتنه و کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب