Homeخبرونهکاغذي تذکرې تائیدۍ ته اړتیا نلري

کاغذي تذکرې تائیدۍ ته اړتیا نلري

(تاند، د جدي ۲۰) ټولې هغه کاغذي تذکرې، چې په مرکز او ولسوالیو کې د احصائې او مالوماتو د ملي ادارې له لوري هېوادوالو ته ورکول شوي له دې وروسته تائیدۍ ته اړتیا نلري.

د احصائې او مالوماتو ملي اداره وايي: “د تابعیت کاغذي تذکرې چې د نفوسو د احوال ثبتولو قانون د احکامو له‌ مخې هېوادوالو ته صادرې شوي، د اعتبار وړ او تاییدي ته‌ کومه اړتیا نه‌لري.”

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، د راتلونکې دوشنبې له ورځې (۲۲ مرغومی ۱۳۹۹) د کاغذي تذکرو د تائیدۍ خدمتونه دروي او له‌ دې وروسته هېڅ‌ ډول تذکره چې د دې ادارې له‌لوري صادره شوې وي، تائید کېدو ته اړتیا نلري.

د احصائې او مالوماتو ملي اداره دا تصمیم وروسته له هغې نیسې، چې د دغې ادارې اړوند د تذکرو د تائید په مرکز کې د فساد او بې نظمۍ په اړه د خلکو غبرګونونه راپورته شول.

د ټول هېواد په کچه د الکترونکي تذکرې او پاسپورټ اخیستونکي اړ ول، چې خپله کاغذي تذکره لومړی په خپل ولایت، ولسوالۍ او بیا په پلازمېنه کابل کې د تائید لپاره اړوند ادارې ته ویسې، چې خلکو دغه چاره د ځان لپاره لوی سرخوږی باله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...