Homeخبرونهد افغانستان حکومت د سولې په اړه د نړیوال ملاتړ هڅې پیل...

د افغانستان حکومت د سولې په اړه د نړیوال ملاتړ هڅې پیل کړي

تاند (شنبه د جدي ۲۰) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې پروسې د بريالتیوب او د سيمه يیزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو او ملاتړ ترلاسه کولو په موخه يې کمپاين پيل کړى دى.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، له دې اړيکو او کمپاين موخه د سولې پروسې او مذاکراتو بريا، د خلکو او دولت د غوښتنو تامينول، د اوربند رامنځته کول او د تاوتريخوالي کمول دي.

د بهرنیو چارو وزارت وياند ګران هېواد نن شنبه رسنیو ته په یوه استول شوي وېډېوي پیغام کې ویلي، دې وزارت تازه هڅې پیل کړې څو د دویم پړاو مذاکراتو د بریا لپاره نړیوال ملاتړ او سیاسي اجماع لا ډېره پياوړې شي.

د ښاغلي هېواد په وینا، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تېرو دوو ورځو کې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ديپلوماتانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا یادو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې پروسې سره پوره همکاري کوي او هڅه یې دا ده چې وکړی شي په دې پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ له هېوادونو سره به د دوی بحثونه او خبرې دوام کوي.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر له وړمې شپې راهیسې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند، اندونیزیا، استرالیا او ناروې له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت نن شنبه په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ پر اجنډا د خبرو د پیلېدو خبر ورکوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي، د افغان دولت او طالب پلاویو تر منځ نن سهار رسمي او اساسي بحثونه پیل شوي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...