دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد برجسته رجالو رياست کارکوونکو اعتراض وکړ

د برجسته رجالو رياست کارکوونکو اعتراض وکړ

( تاند، د جدي ۲۰) د رجال برجسته رياست يو شمېر کارکوونکو له دې کبله اعتراض وکړ، چې ګواکې کاري برخليک يې نا څرګند دی.

دوی چې شمېر يې لسګونه تنه وو، نن ماښام یې له دفتر څخه د نوموړي ریاست د مسؤولینو د وتلو لار تړلې وه.

د دوی له ډلې یو تن، چې پنځه کاله یې په یاد ریاست کې دنده ترسره کړې وویل : “بستونه مو تنقيص شوی او يا د ملي دفاع وزارت د عامه ساتنې رياست ته انتقال شوي دي، مونږ خدمت کړی، قربانۍ مو ورکړي، حکومت باید زمونږ غږ واوري او برخلیک مو مالوم کړي.”

له دې سره د ملي امنيت شورا وايي، د لوړپوړو چارواکو په ګډون د جهادي او سياسي اشخاصو د امنيت ټينګښت برخه کې يې لګښتونه راکم کړي دي.

د ملي امنيت شورا وياند رحمت‌الله اندړ رسنیو ته په استول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي: “له دې وړاندې په کلنۍ توګه پر ياده چاره پوره ۴ ميليارد ډالر لګښت کېده، خو دا مهال د لازمو اصلاحاتو په ترڅ کې د لګښت دغه اندازه ۱.۲ ميليارد افغانيو ته راښکته شوې ده.”

ملي امنیت دغه راز ویلي، چې حکومت کریم خليلي ته ۱۲۵ ساتونکي ، محمد محقق ته ۱۵۰ او مارشال دوستم ته ۱۸۰ ساتونکي ورکړي، که دوی له دې ډیر غواړي نو نور ساتونکي دې په شخصي لګښت له عامه ساتنې ملي تصدۍ څخه واخلي.

دغه کسان وروسته له هغې اعتراض کوي، چې د تېرې قوس میاشتې په څلورمه نېټه د هېواد په کچه د سیاسي احزابو مشرانو، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې د دوی ساتونکي او د ساتونکو امتیازات کم شوي دي او غوښتنه  یې کړې وه، چې د دوی امنیت ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

کورنیو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه رسمً څه نه دي ویلي، خو دغه ډله اعتراض کوونکي وایي، که پاملرنه ورته ونشي، خپل غږ پورته کولو ته به دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب