سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

ولسمشر غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

تاند (شنبه د جدي ۲۰) ترکمنستان له افغان سولې د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په خاطر خپل تیاری وښود.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د افغانستان او ترکمنستان اړیکو په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي.

سرچینه وايي، ښاغلي مرادوف وویل چې حکومت یې له افغانستان سره د پراخه اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه خبرې وکړې او د هکاریو په لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین د جوړولو کار پای ته رسېدلی او روان میلادي کال کې د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمديدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي.

په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکي دی او نه غواړي چې د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسي.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې شوي او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په خاطر خپل تیاری ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب