دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمحمد محقق د ولسمشر لوی سلاکار ټاکل شوی

محمد محقق د ولسمشر لوی سلاکار ټاکل شوی

(تاند، د جدي ۲۰) ولسمشرۍ ماڼۍ ته نیږدې سرچینې وایي، چې د (حزب وحدت اسلامي افغانستان) ګوند مشر محمد محقق د ولسمشر د یو فرمان له مخې په سیاسي او امنیتي چارو کې د جمهوري ریاست د ارشد سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني په لاسلیک د استول شوي فرمان یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي پکې لیکل شوي، چې نوموړی په خارج رتبه بست کې مقرر او له دې وروسته د امنیت شورا په غونډو کې د ګډون کولو حق لري.

رسمي دولتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد محقق تیر پنځه کاله د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال و او د ډاکټر عبدالله عبدالله له نیږدې کسانو څخه دی.

2 COMMENTS

  1. که دولت رښتينی وای يا يې د افغانانو استازيتوب کولای داسې افغان ضد، متعصب، جاسوسان اوس بايد په دار شوي وای، څومره چې دولت جنګسالارانو، مفسدانو او بلواکو ته نېږدې کېږي په هماغه اندازه ترې ملت ګوښه کېږي او ترې لرې کېږي.
    په تېرو نولسو کلونو کې هېڅوک ددغو خاينانو خدمت نه شي ثابتولی، نولس کاله پخوا او اوسنی ژوند د دوی پانګه، غصب، د زمکې او اسمان هومره توپير لري، که يو څوک ړوند او کوڼ وي هم پوهېږي چې دغه ډله د افغانستان او افغان ملت لپاره سرطان دانه ده.

  2. هره ورځ بد خبرونه آورو، نه پوهیږم چې په دې هیواد کې څه روان دي. له لسمشر څخه نیولې بیا تر یو عادي وکړي پرته له یو سم او مثبت پروګرام خپل ورځنۍ پروګرام مخ ته وړي. زه نه وایم چې ولې سیاسې مخالیفونه ته په حکومت کې واک ورکول کیږي خو د خپګان خبره داده چې په دې هیواد ډیر داسې په وطن مین او پاک کسان شته چې هم په صادقت کار کول غواړي او هم په فساد ککړ نه دې او هم کولای شي چې د ډیرو سیاسې او ګوندې او تنظیمي مشرانو څخه دغه ملت ښه خدمت وکري، هغه مشهور متل راته په یاد شو چې وایې آزمویل شوی بیا آزمویل ستره خطاه ده اوس راڅو دیته چې غني په محقق داسې کوم کمال ولید چې په امنیتي او سیاسي چاروکو یې ستر سلاکار ګماري. آیا په دغه وطن کې له محقق ځخه نور ښه خلک په پیدا کیدل آیا غني ته په یاد ده چې په ټاکنو چاه لاس ورکړ او چاه یې ملاتړ وکړ ایا په دغو ملاتړ کونکو کې یې هیځ داسې سړی پیدا نه کړ چې محقق ته یې مخه کړه، غني چې هر ځومره جګړه مارانو، غاضبینو، او غلو ته مخه کړي همدومره ملت ترې واټن آخلې او د خلکو په نظر کې یو داسې ولمسشر ګنل کیږې چې د خپلې بقاه لپاره هر ځل مجبوریږي چې د خپلو مخالیفینو دروازه ټک وهي او له هغوی څخه مرسته وغواړي اوس غواړي چې محقق د عطاه محمد نور په وړاندې وکاروي خو اوس ټول د دغه عاجز ولسمشر په جل او ول پوهیږي. ستا دغه دوره به هم پای ته ورسیږي خو د خلکو په نظر او تاریخ کې به یو ذلیل ولسمشر وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب