پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeسپورتافغانستان دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په لوی توپیر وبایلله

افغانستان دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په لوی توپیر وبایلله

 تاند- سریلانکا نن دوهمه یو ورځینۍ سیالي له افغانستان څخه په ۱۳۳ منډو په داسې حال کې وګټله چې افغان لوبغاړو ټول ۵۰ اورونه ونه لوبولی شوای.

د دې سیالۍ پچه سریلانکا وګټله او افغانستان ته یې (۳۲۴) منډې هدف وټاکه چې د سریلانکا په هامبان توتا لوبغالي کې خورا لوړ هدف دی.

د افغانستان له لوري په باولینګ کې تر نورو کمې منډې مجیب الرحمان ورکړې.

خو په باولینګ یا توپ ویشتنه کې یوازې ابراهیم ځدراڼ او حشمت الله شهیدي پنځوسیزې پوره کړای شوې، نور اکثره افغان لوبغاړي ژر – ژر وسوځېدل.

د دې لړۍ لومړۍ مسابقه افغانستان په ۶ ویکټونو او ۱۹ توپونو وګټله.

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ دواړه ټیمونه په وروستۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې مخامخ شي. اوس دواړه ټیمونه یو پر یو مساوي دي. د چهارشنبې د ورځې سیالي به د لوبلړۍ ګټونکی به معلوم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب