ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
د ماضي په تړاو ډير څه نه ليکم. ماضي د تاريخ برخه ګڼم، خو له تيرو څو ورځو راهیسې د تير نظام د سقوط په اړه ډېرو خلکو څرګندونې درلودې. هر چا هڅه وکړه ددغه ناورين له امله ځان سپين چرګ او په مخالف لوري د نظام د نسکوريدو ګند ورواچوي. د ناهيلى ځاى دادى چې دغو دوستانو له سقوط څخه وړاندي ولې خولې چوپې نيولې وې؟ اوس خو د ارګ پخوانيو واکمنانو ته په دغه تړاو وينا “پس از… زدن چهار زانو نشستن” ده او مطرحو سياستوالو ته له ورخه تيرو اوبو پسې کره ګرزول دى.
سمه چې د کابل د سقوط او د ولسمشر غني د تېښتې په ورځ په کابل ښار کې ګډوډي جوړه شوه، ځينې کورونو ته خپل سري وسلوال ننوتل موټرونه او سامانونه يې لوټ کړل او د ښار په مختلفو برخو کې د داړه مارانو لخوا د طالبانو له لباس څخه په ګټه اخیستنې د غلاو پيښې رامنځته شوې. د ګډوډي دغه خبرونه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واسطه د قطر د سياسي دفتر مشرانو سره شريک شول او طالبانو ته د نظم سمبالولو مشوره ورکړل شوه. طالبانو هم سملاسي د کابل په اطرافو کې خپلو نظامي چارواکو ته د چور او تالان د مخنيوي لپاره کورونو ته له ننوتلو پرته د ښاري امنیت د ساتلو امر وکړ.
ښه به داوي چې ښکېل اړخونه په يو او بل باندي د پړې اچولو لوبه کې ځانونو ته د بيځايه برائت ورکولو هڅه ونکړي. دا خبره بايد جوته شي چې د نظام د نسکوريدو خبره، پخواني ولسمشر غني، طالبانو او سياستوالو ته نا څاپي غيرمترقبه او تصادفي پېښه نه وه. ټول پوهيدل او په رسنیو کې مکرراً د نظام د نسکوريدو خبره کيدله، مګر متأسفانه چا هم د نظام د سقوط له امله رامنځته کيدونکي سناريو او فاجعه زيږوونکۍ وضعیت جدي نه نيوه، د هغه مهال ارګ مېشتي چې اوس د سکوت د ماتولو خبره کوي، باید ولسمشر غني ته يې د سقوط د مخنيوي لپاره د واک قرباني ورکولو مشوره ورکړي واى، مګر هيڅ اړخ زموږ په ولس او هيواد باندي زړه سوى ونکړ. هيچا د ملت د درد درک نه درلوده. داسې ښکاريده چې ارګ مېشتو د واک له لاسه ورکولو څخه د نظام نسکوريدلو ته ارجحيت ورکاوه. طالبانو هم اټکل کاوه چې کابل نيولاى شي، افغانستان د شل کاله پخوا په شان هيواد دى، حکومت جوړولاى شي او سياسيونو يوازې له خليلزاد سره د ځان مطرح کولو لپاره مبارزه کوله.
د نظام د نسکوريدو پړه باید د شخړې دواړه اړخونه او قسماً اغيز لرونکو سياسي مشران ومني. بنسټيزه ستونځه داوه چې غني واک په هيڅ قيمت نه پريښوده. د لويې جرګې او له وخت څخه مخکې ټاکنې کول غير منطقي او په ځمکنیو واقعيتونو ولاړ وړانديز نه وو، طالبان په هيڅ صورت د واک مشارکت ته تيار نه وو.
محب و امثالهم که هر څه ووايي، زه يې په خبرو باندې نه تبصره کوم او نه هم ورباندې حساب کوم. هغوى دلته را ديسانت شوي افراد وو، ولسمشر غني يې وغولاوه، خپله دنده يې ترسره کړه، جيبونه يې ډک کړل او لاړل. البته پخوانى ولسمشر کرزى او نور مطرح سياستوال خو شخصيتونه دى، احساس لري، رول لري، اغيزې لري، لوبه کوي او لاهم د هيواد د ستونځو په ختمولو کې ورته سترګې اوړي.
بربنډ واقعيت داده چې د سقوط په ورځ د نظام د ژغورلو هڅو ګټه نه درلوده. کرزي او نورو مشرانو باید له سقوط څخه د نظام د مخنیوي هڅې د ولسواليو له سقوط څخه هم مخکې پيل کړې واى. د سقوط په ورځ خو په جنګ کې اس ته دانه ورکول ګڼل کېږي. هغوى باید دغه واقعیت لا دمخه درک کړى واى چې نظام مو په ولس کې د ريښو نه درلودلو له امله که يو ولايت سقوط وکړي، نو د نظام سقوط حتمي دى. د واک مجنونانو باید فکر کړى واى چې يوازې د واک قرباني ورکول او له خپلو ګټو تيريدل دغه نظام ژغورلاى شي.
کرزي صاحب ته مې له سقوط څخه درې میاشتې وړاندې وویل چې؛ ولسمشر غني د سولې په هکله جدي نه دى او سنجول شوى پلان نلري. ټوله توجه يې د واک په ساتنه را څرخيږي، په ژمنو ولاړ شخصيت نه دى. طالبان هم د احساساتو په دلدل سپاره دى، بشپړ واک غواړي، خپلې نيمګړتياوې نه ارزوي، په جګړه کې برلاسي هغوى ته جرئت ورکوي چې ريښتوني سولې ته شا کړي. نظام نسکوريږي او يا هم د ځینو فاسدو کړيو لخوا نړول کيږي. زموږ هېواد له داسې ناورين سره مخ کيږي چې بيا يې د مديريت وړتیا هيڅوک ونلري. تاسو په زغرده د ځان لپاره د واک غوښتنه نفى کړئ، کور په کور وګرزئ. سياسيون او قومي مخور را ټول کړئ او د نظام د بقا لپاره را پورته شئ ولس مو تر شا دريږي. متأسفانه کرزي صاحب د اوس په شان هغه مهال هم د لويې جرګې راغوښتل او يا هم ټولټاکنې د ستونځې د حل لاره ګڼله. زما په اند دغه کار ناشونئ او مطلقاً ناکام وو، ځکه چې د دوه ځله ارګ محوري لويې جرګې پريکړې او دوه ځله د ناکامو ټولټاکنو ناهيلي کوونکي او جنجالي نتایج لاهم زموږ په ذهنونو کې ثبت وو.
که زه د نظام د سقوط لاملونه را لنډ کړم، نو باید ووایم چې؛
خليلزاد د نظام د نړولو لپاره د نظام بنسټ خراب کړ، طالبانو له ژور فکر کولو د ستونځو عمق ته له ننوتلو پرته په احساساتي توګه ترې لاندې باروت کيښودل، غني د واک د جنون په نشه کې حواس بايللى وه د ارزولو او څيړلو وړتیا يې سلب شوې وه. د ارګ پيراشوټيانو باروتو ته اور ورته کړ او سياستوال د خپل ځان د مطرح کيدو غم په سر اخيستى وو نو نظام ونړيده.
خوا دي بده مه شه وحید صیب بیخې زیات تکرار غږیږي، نوې خبره رانه وکړه او د لیکني ژبه لږ اخلاقي کړه، د بعضي خبري له لیکوال سره ښې نه ښکاري لکه بعد از ګوز چهار زانو ششستن او …..، لیکوال که کوڅه یي راته ګډ وي، له نورو څه ګیله
خپه نه شي ګوره رورکه ګله!
که چيرته محب،غني او ددوي کروپ تر کرزي او دشمال اليانس پوري بايد واضح ووايي چي موږ لکه ببرک کارمل چي روسانو په زور را وستي موږ امريکا په زور راوستو خو وختي چي اامريکا په د پوه شوه چي له موږه څه شي نه جوړيږي نو موږ يي بيرته له سحني ويستو.
موږ افغان اولس ته مختوري يو بښنه غواړو.