جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپروان کې یوه سړي له لوږې ځان وژلی

پروان کې یوه سړي له لوږې ځان وژلی

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ راپورونه وايي، چې په پروان کې اوړمه شپه يوه بېوزله سړي له ډېر فقر او لوږې څخه ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

 

د هشت صبح ورځپاڼې په حواله، دغه سړی ۴۰ کلن او د شپږو ماشومانو پلار و.

 

د دغه سړي نوم نجیب الله او پخوانۍ دنده یې د مساپر وړونکي موټر ډریوري ښودل شوې ده.

 

د‌ هغه خپلوانو د نوموړي د مرګ او ځان وژنې دلیل اقتصادي ستونزې او فقر ښودلی.

 

 

په وروستيو ورځو کې د فقر له کبله د ورته ځان وژنو راپورونه زيات شوي، خو طالبان يې تر ډېره ردوي او بې بنسټه یې بولي.

 

څه موده مخکې د طالبانو يوه مهم سياسي مشر انس حقاني وويل، چې له لوږې څوک نه مري، ځکه د رزق ذمه خدای تعالی کړې او انسان په واښو خوړلو هم ژوندی ساتي.

 

د هغه دا څرګندونې په پراخه کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې، خو طالب وياندويانو او تبلیغاتي مبلغينو یې په اړه ملت ته ځواب او قناعت ورنه کړای شو.

 

 

د‌‌ ملګرو ملتونو په حواله، ۲۴ میلیونه افغانان د طالبانو له واکمنیدو سره سخت فقر سره مخ او بې ډوډۍ شوي، چې د میلیونونو د مرګ ګواښ یې را منځته شوی دی.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب