Homeخبرونهټام ويسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته رسیدلی

ټام ويسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته رسیدلی

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی ټام ويسټ نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی، څو د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په سبانۍ غونډه کې برخه واخلي ‌

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې ويلي، چې سبانۍ غونډه پر وخت او مهم اقدام دی.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه سبا ترسره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره عاجلې مرستې ونه شي، داعش او القاعده به دغه وضعيت نه په خپله ګټه کار واخلي.

د‌‌ ملګرو ملتونو په حواله، ۲۴ میلیونه افغانان د طالبانو له واکمنیدو سره سخت فقر سره مخ او بې ډوډۍ شوي، چې د میلیونونو د مرګ ګواښ یې را منځته شوی دی.

اوړمه شپه د کابل په ګاونډي ولايت پروان کې يوه بېوزله سړي له ډېر فقر او لوږې څخه ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

په وروستيو ورځو کې د فقر له کبله د ورته ځان وژنو راپورونه زيات شوي، خو طالبان يې تر ډېره ردوي او بې بنسټه یې بولي.

څه موده مخکې د طالبانو يوه مهم سياسي مشر انس حقاني وويل، چې له لوږې څوک نه مري، ځکه د رزق ذمه خدای تعالی کړې او انسان په واښو خوړلو هم ژوندی ساتي.

د هغه دا څرګندونې په پراخه کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې، خو طالب وياندويانو او تبلیغاتي مبلغينو یې په اړه ملت ته ځواب او قناعت ورنه کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...