یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهصلاح الدين اسلامي هېوادونو ته، ط د رايو او ملي ارادې په...

صلاح الدين اسلامي هېوادونو ته، ط د رايو او ملي ارادې په اساس نظام جوړولو ته وپوهوي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني په پاکستان کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان سبانۍ غونډې ته غبرګون ښودلی.

هغه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا غونډه ښه فرصت دی څو اسلامي هېوادونه طالبان وپوهوي، چې د افغانستان له ټولو سياسي لوريو سره خبرو او د رايې او ملي ارادې په اساس نظام جوړيدو ته غاړه کېږدي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه سبا ترسره شي.

 د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی ټام ويسټ هم نن په دې غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته رسېدلی.

ويل کيږي، چې د يادې غونډې په څنډه کې پاکستان د طالبانو د رسميت پېژندلو او ورسره د تعامل لپاره هم لابي کوي.

د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د طالبانو په ضد د مقاومت عالي شورا او د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د جلا- جلا لیکونو له استولو سره د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان نه غوښتي، چې طالبان په رسميت ونه پيژني.

طالبانو دغو غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. ځه د کنجرې زویه، دا نصیحت به دې برهان دین ته کړی وه چې د عربي (ال و اقد) په نوم یې څو درجنه غله راغوڼډ کړل او بیا یې څوکۍ کونې پورې وتړله مګر ترڅو چې امریکایي جنرال راورسېد او په لغته یې ووهله د حامد بن اودل احد په نوم یوه بل نامتو غله ته یې ورکړه….

  2. هغه نظام چې ستاسو غوندې خاینین پکې وی د هیچا پکار ندی. که څه هم طالبان د چا نه خوښیګی مګر ستاسو نه ښه ده چې همدوی وی. د تیرو څلوبښتو کالو باید څوک پکې نه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب