سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالب وزير: نړۍ دې ۲۰ مياشتې ازميښتي فرصت راکړي

طالب وزير: نړۍ دې ۲۰ مياشتې ازميښتي فرصت راکړي

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) د طالبانو د اسلامي امارت د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دين محمد حنيف له نړیوالې ټولنې څخه د دوی حکومت ته د ۲۰ مياشتينۍ ازميښتي دورې د فرصت غوښتنه وکړه.

نوموړي نن په يوه غونډه کې د خبرو پر مهال دا غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړې: له نړيوالو دا نه غواړو، چې تېر حکومت غوندې ۲۰ کاله مرستې راسره وکړي، موږ ترې ۲۰ مياشتې فرصت غواړو، چې زموږ حکومتولي وازمايي.

د طالبانو د اقتصاد وزير نه دي ويلي، چې په دې ۲۰ مياشتو کې به څه وکړي او په کومه طرحه، امکاناتو او ظرفيت به يې کوي؟

د قاري حنيف په ګډون د طالبانو د امارت نيږدې ټول لوړ پوړي چارواکي د مدرسو فارغین او له عصري زده کړو او حکومتولۍ سره نابلده دي.

د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې له وړاندې وضعيت څخه په ميراث ورپاتې فقر او اقتصادي بحران تر ټولو سختې مرحلې ته رسیدلی، چې له کبله يې خلک د کورونو پر وسايلو سربېره ان خپل اولادونه د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره پلوري.

طالب چارواکو د نيږدې يوې نيمې مياشتې واکمنۍ په موده کې يې تر اوسه خلکو ته د فقر ختمولو پر عمومي کړنلارو څه، چې ان د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکولو او سقوط شويو دولتي خدماتو د بيا پيل کومه ژمنه هم نه ده کړې.

3 COMMENTS

  1. اقتصادي وضعیت په رښتیا هم خراب دی ځکه چې ښاغلي غني څو وخته مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۸۰٪ خلک د فقر د لیکې لاندې ژوند کوي. د طالبانو په راتګ سره دا سلنه نوره هم زیاته شوه. امریکایانو وویل چې دوی تر یو لکو زیات خلک د هېواد څخه و ایستل. همدا شان کېدای شي همدې ته ورته شمېر خلک د ځمکې د لارې هم وتلي وي. اوس به راشو چې په دې شمېر کې د وتلو خلکو در کورونو سامان یا توکي څه شول؟ دا ټول توکي چې په بازار کې خرڅېږي، ټول نوي او لکس توکي دي او د همدغو وتلو خلکو دي. دا لړۍ د ډېر پخوا څخه روانه ده.

  2. Mullahs should be reminded that, almost all of them have never ever worked for a living and as such only a fool will take them for their words that things and issues at the level of a nation will be any different in 20 months.

  3. ښاغلی قاري دين محمد حنيف السلام عليکم ورحمة الله،
    …. ان تؤدوا الامانات الی اهلها
    تاسې خو له نړۍ د افغانستان د اقتصاد وزير په توګه له نړۍ څخه د 20 مياشتو وخت غواړئ، خو دا زما شخصًا غوښتنه له تاسې څخه نه ده، بلکې د الله تعالی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د هماغه مؤمن به کتابه چې موږ او تاسې ټول پرې ايمان لرو. دا پورته له تاسې او ستا د ډلې څخه مخامخ د الله تعالی غوښتنه ده چې کار بايد خپل مستحق او په کار پوه ته وسپارئ. که تاسې له حفظ او ديني علومو سره په اقتصاد کې اړونده زده کړې او اړونده تجربه لرئ، نو سمه ده او کنه نو مخکې له دې چې تاسې له نړيوالو څخه د شلو مياشتو د فرصت غوښتنه لرئ، خو تاسې د دې شل کلنې جګړه کې له جنګ پرته د حکومت لپاره څه اړونده زده کړې وکړې؟ ايا ښه به دا نه وي چې له نړۍ څخه د غوښتنې نه مخکې لومړی تاسې خپله د الله تعالی غوښتنه ومنئ، نو چې تاسې د الله تعالی غوښتنه نه منئ، نو نړۍ به ستاسې غوښتنه څنګه ځواب کړي. ځکه چې تاسې زياتره له ټوپک چلونې پرته بله مخينه نه لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب