شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو ۴ انسان تښتونکي وژلي او په دار کړي

طالبانو ۴ انسان تښتونکي وژلي او په دار کړي

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) د هرات ولايت په مرکز کې طالبانو نن ۴ تنه د انسان تښتونې په تور وژلي او بيا په دار ځړولی.

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي عکسونه ښيي، چې دغه کسان په عام محضر کې په دار شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي مرستيال ويلي، چې تښتونکو نن سهار يو سوداګر او د هغه زوی تښتولي وو، چې د دوی ځواکونو بیرته خوشې او د خوشې کولو په عملياتو کې يې ۴ انسان تښتونکي وژلي.

ويل شوي، چې په عملياتو کې يو طالب هم ټپي شوی.

طالبانو پرون ويلي و، چې د مجرمينو د اعدام او لاس پرې کولو لړۍ به زر پیل کړي.

د دوی دغه اعلان د امريکا متحده ايالاتو له توند غبرګون سره مخ شوی.

طالبانو ويلي و، چې د اعدام سزا به دا ځل د خپلې تېرې واکمنۍ برعکس په عام محضر کې نه عملي کوي، خو نن ليدل شوي چې په هرات ښار کې دغه سزا په عام محضر کې عملي شوې ده.

5 COMMENTS

  1. طالبانو ويلي و، چې د اعدام سزا به دا ځل د خپلې تېرې واکمنۍ برعکس په عام محضر کې نه عملي کوي، خو نن ليدل شوي چې په هرات ښار کې دغه سزا په عام محضر کې عملي شوې ده.

  2. په عام محضرکې دې داکار نه کوي چی دعام خلک او په تیره بیا ماشومان په اروايی ناروغیو اخته کوي

  3. د ملا ثابت د خولې نه خبره افشا شوه. غالباً دا پخواني سرتیري یا پولیس یا نور کسان دي چې طالبانو د غلو په نوم وژلي دي. دوی عمومي بښنه اعلان کړې وه خو قطعاً یي عملي نه کړه. ډیر پولیسان، عسکر او پخواني چارواکي یې په پټه اعدام کړل اوس چي هم افغانان او هم نړیوال ورته وايي چې تاسو په خپلو وعدو وفا ونه کړله نو یې دا چل شروع کړلو. بیګناه خلک به وژني او د غله یا قاتل نوم به پري ایږدي.
    فاروق

  4. خر کله اصلاح کيږي. دا د افغانانو له ځوانانو او ماشومانو سره لوی خیانت ده چې په عام محضر کې قتل کوي او ځوانان او ماشومان پې راټول وي حتا د غټانو خلکو راټول ول او د اعدام پې ليدل هم په انسان منفي اغېز لري او کوي، نو دا ټولنه به څنګه له دې قتل او درد نه خلاصه سي؟؟؟ دا ټولنه به څنګه اصلاح سي چې په ماشومتوب کې مرګ ورته عادي سي؟؟

  5. زه د وسله وال غله او قاتل او پر ښځو باندی د جنسی تجاوز او مخدره موادو غټ سوداګر د جرم د مجازات
    ( اعدام ) سخت طرفدار یم خو معتقد یم چی د اعدام حُکم او اجراء پروسه باید د صالح قاضی او سالمی قضائی دستګاه له غلبېل څخه تېره سی ضمناً د اعدام حُکم باید په زندان او مخصوص ځای کی تر سره سی نه په عام محضر کی. د طالب نیکه دا خبره نه سی اثباتولای چی ګواکی د عام محضر اعدام شرعی ریښه لری البته دا کار غیر متمدانه هم دئ. که طالب یا بل هر متحجر مُلا دا استدلال وړاندی کوی چی په عام محضر کی د اعدام د جزا اِعمال د جنایکارانو لپاره د عبرت درس دئ، دا استدلال غلط دئ ځکه که خبره په عبرت کی وی نو په مناسب او ټاکلی ځای کی د فلانی او فلانی کس د اعدام د خبر خپرېده هم د عبرت لپاره کفایت کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب