یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامريکا د طالبانو لخوا د اعدامونو بيا پيل پلان وغانده

امريکا د طالبانو لخوا د اعدامونو بيا پيل پلان وغانده

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د اسلامي امارت هغه پلان غندلی، چې غواړي بيا په افغانستان کې د اعدام لړۍ پیل کړي.

د دې لړۍ د بيا پيل خبر د طالبانو د زندانونو سرپرست ملا نورالدین ترابي ورکړی.

د ترابي په وينا، په دې اړه بحث او خبرې روانې دي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس د طالبانو دغه پلان غندلی او د بشري حقونو ښکاره جدي نقض يې ګڼلی.

د نوموړي په وينا، هېواد به يې د نړيوالې ټولنې تر څنګ ولاړ وي او د داسې پېښو عاملين به مسوول وګڼي.

مخکې په ځلونو، متحده ايالاتو شرط ايښی و، چې د طالبانو اعلان کړی حکومت به د بشري حقونو د رعايتولو په صورت کې په رسميت وپېژني.

طالبانو بیا دا ډول شرطونه ظالمانه ګڼلي او ويلي، چې ورته غاړه نه ږدي.

دغه وضعيت په افغانستان کې بشري ناورين پراخ کړی او خلک په ډېر بد اقتصادي حالت کې را ګیر دي.

1 COMMENT

  1. لکه د کمونیستانو وخت کښی شورویانو له خوا دا تربیه شوی کمونیستی غلامان رهبری کیدل همداسی د امریکا انګلیس په رهبری دا په پنجابی پاکستان او ایران کښی مصنوعی مذهبیان ( تنظیمونه او طالبان ) او ددوی سره څنګ کښی تش په نامه دیموکراتان ئی وروسته د شورویانو او ددوی غلامانو شړلو څخه په مختلفو زیرنګیو نظر و ضرورت ته په قدرت راوستلی دی او دا د فریبی تیاتر لا تر اوسه تکمیله ندی ، دا چی د ۱۹۷۹ کال راپدی خوا د افغانستان بحران له مینځه وړلو لپاره فعالیتونه شروع شوی دی او ددی کال راپدی خوا کمونیستی غلامان او ددوی بادار او همدارنګه قیدانی مذهبی تنظیمونه په پنجابی پاکستان کښی او افراطی اخوندی شعیه ګانو تربیه شوی تنظیمونه په ایران کښی ډیر منظم تعقیب شوی دی چی دا مضر مکروبونه په پنجابی پاکستان او ایران کښی څه ډول ایجاد او څه ډول تربیه مومی ، دا ستر ملی خیانت دی چی د افغان ملت جهاد قربانی شعوری د اجنبیانو بابولانو په اعتبار همدا مرتجع منورین ؟ ئی پدی تنظیمونو او طالبانو ختموی ، دا کاملآ څرګنده دی چی د امریکا او د امریکا پلویانو خیانتونه د افغان ملت مهاجرینو سره په پنجابی پاکستان او ایران کښی د همدی خائین جاسوس خلیلزاد له خوا رهبری کیدل او همدی مضر مکروب ایران سره هم مستقیمآ تماس درلود اما نظر د امریکا لعینی پالیسی په خاطر دا موضوع همداسی مخفی پاتی شوی دی ، دی مرتجع منورین خپلی حنجری د ملت په چیغو پړسوی اما کوشش کوی چی د امریکا او د امریکا انډیوالانو د افغان ملت سره وحشیانه خیانتونه مستقیمآ او د تربیه شوو تنظیمونو او طالبانو په وسیله او همدارنګه د افغان ملت ستر دوښمن خائین خلیلزاد خیانتونه ناچیز کړی ، باید تکرارآ وویل شی چی د افغان ملت خاوری باندی د هر اجنبی یرغل په صادقو الفاظو بی له پله بینی په سختو ټکیو نه یوازی وغندل شی بلکه ددی ممالکو نومونه په جرأت سره واخلی او د واقعیتونو ګډوډیو کولو څخه ژغورنه وکړی !!! لکه چی وروستۍ نشر شوۍ کومنت ( په افغان جرمن کښی ) بیرته ایستۍ شوی دی علت به ئی د امریکا او خلیلزاد یادونه وی ، شورویانو د افغانستان خاوری اشغالګری شروع کړی او امریکا او انګلیس په فریبی سره د افغانستان خاوری اشغالګری په هڅو کښی دی!!!! شاید دا کومنت به هم د افغان جرمن له خوا نشر ته ونه سپارل شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب