Home+افغان ۱۹ کلنې لوبډلې بنګله دېش ته په ټېسټ لوبه کې ماتې...

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې بنګله دېش ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د میزان ۳) د افغانستان او بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمرو ملي لوبډلو ترمنځ یواځینۍ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ لوبه افغان لوبډلې وګټله.

دغه لوبه د بنګله دېش په کوربتوب ترسره شوه چې کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش لوبډلې په لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې یې جوړې کړې.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې وکړې. بلال سعیدي ۱۱۴، کامران هوټک په ۶۶ او فیصل خان ۳۹ منډې وکړې.

بنګله دېش په خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۸ منډې وکړې، چې په دې سره افغان لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د ۱۱۰ منډو هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره او بنګله دېش ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

یو ځل بیا بلال سعیدي ښه توپ وهنه وکړه او ۵۴ منډې یې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...