لیکنه: هلمند اڅړ
په شلمه پېړۍ کې چې په ساینس کې کوم پرمختګ شوی دی، هغه د څو پېړیو له پرمختګ سره معادل ګڼلی شو. د دویمې نړیوالې جګړې له پیل مخکې په ۱۹۳۸ز کال کې په جرمني کې یو انجنیر (کونراډ څوس) د لومړني اېلیدونکی کمپیوټر (Programmable Computer) ابتدايي بڼه جوړه کړه. له جګړې وروسته چې د جرمني نازي دولت سقوط وکړ، د امریکا دولت ټول هغه جرمني ساینسپوهان چې د هېټلر دولت ته یې کار کاوۀ؛ امریکا ته وغوښتل او هلته یې ګټه ترې واخیسته. امریکایانو وکولی شول چې ګام په ګام د کمپیوټر بېلابېل ډولونه رامنځته کړي… لویو کمپنیو د کمپیوټرونو په برخه کې سرمایه ګذاري وکړه. د نیمې پېړۍ په جریان کې د امریکا دولت د کمپیوټر له برکته وکولی شول چې د نړۍ زبرځواک شي او په سړه جګړه کې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي. دا چې امریکا په خپلو وسلو لکه ښکاري جېټ جازونو، چورلکو، توغندیو، ټانکونو او په سمندري ځواک کې ډیجیټل آلات وکارول نو عملیات او نښه ویشتل یې ډېر دقیق شول.
اوس بشر په یوویشتمه پېړۍ کې پل ایښی دی، دا د انټرنټ او کمپیوټر عصر دی، په دې موده کې د انسانانو ترمنځ فاصله لنډه شوي ده. هغه څه چې موږ به په دې پېړۍ کې ورسره مخامخ وو هغه د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ او د اطلاعاتو د اوښتون(پروسس) چټکیا ده.
په ۱۹۸۰ز کال کې د دوو امریکايي او روسي ساینسپوهانو (ریچارډ فېنمن او یوري مانین*) نظریات د دې لامل شول چې د کوانټم فیزیک نظریات په کمپیوټري برخه کې هم وکارول شي ترڅو د اطلاعاتو اوښتون ډېر چټک شي. په پایله کې په ۱۹۹۸ز کال کې دا نظریه په واقعیت واوښته او د IBM کمپنۍ لخوا د (Osprey یا سمندري باز) په نوم کوانټمي کمپیوټر رامنځته شو. کوانټمي کمپیوټر انقلاب رامنځته کړ، په دوو لسیزو کې یې د حیرانتیا وړ پرمختګ وکړ.
د LiveScience مجلې د راپور په اساس، کوانټم کمپیوټر کولی شي چې هغه اطلاعات چې سوپرکمپیوټر** یې په لسو زرو کلونو کې اړوي/پروسس کوي؛ کوانټم کمپیوټر یې په څلورو دقیقو کې اړوي. اوسني کوانټم کمپیوټرونه له سوپر کمپیوټرونو څخه ۱۵۸میلیونه ځله چټک دي. دا چې د کوانټم کمپیوټرونو بیه بې حده لوړه ده نو هرڅوک نشي کولی چې کار ترې واخلي او لویې کمپنۍ او دولتونه یې استعمالوي.
له ۲۰۱۵ز کال راهیسې له کوانټم کمپیوټر څخه له ۴۰۰ څخه زیاتې مشهورې کمپنۍ او دولتونه کار اخلي. هغه کمپنۍ چې د کوانټم کمپیوټرونو صنعت ته وده ورکوي Google، IBM او Intel دي.
را روانې څو لسیزې به د بشر په تاریخ کې ترټولو برخلیک ټاکونکې وي ځکه انسانانو مصنوعي ځیرکتیا رامنځته کړي ده او د کوانټم کمپیوټر له جوړولو وروسته په چټکۍ سره پرمخ روانه ده چې ChatGPT چټ باټ یې مهمه بېلګه ده او لا د پرمختګ په حال کې ده. نورې لویې کمپنۍ لکه میټا او ګوګل به هم ډېر ژر خپل چټ باټونه راوباسي چې له کوانټم کمپیوټرونو سره نه شلېدونکي اړیکه لري.
د پروفیسور هاکېنګ په خبره، دا شاید د بشر وروستۍ لاسته راوړنه واوسي! پروفیسور د خپلې وړاندوینې “مصنوعي ځیرکتیا به له انسان څخه هم هوښیاره شي او د واک فکر به پیدا کړي” پر بنسټ دا خبره کړي ده.
زموږ د زمانې خلک د دوو لویو پېښو شاهدان دي/وي. لومړۍ د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ چې د بشر په تاریخ کې به ترټولو جالبه پېښه وي، داسې پېښه چې پایله یې موږ ته نه ده څرګنده او دویمه پېښه د کوانټم اوښتون په واسطه د اطلاعاتو چټکه محاسبه ده چې د خپلو چټکو محاسباتو له امله به د بشر پرمخ د نویو شیانو دړې پرانیزي. د بېلګې په توګه د کوانټم پروسس په واسطه د ریاضیاتو او فیزیک هغه پوښتنې چې حل کول یې شاید په زرګونه کلونه وخت ونیسي، ډېرې ژر حل کېدای شي. دا ژر حل کېدل به د بشر ځینې مهمې پوښتنې ځواب کړي یا یې شاید ۹۵ سلمه اټکل راته وکړي چې دا به هم لویه لاسته راوړنه وي. د مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي اطلاعاتو چټکه محاسبه به په ګډه د انسان د سیارې شکل بدل کړي. که چېرته اوسني زبرځواک هېوادونه له تاریخ څخه زده کړې وکړي او علم د انسان د وژلو لپاره استعمال نه کړي نو بې له شکه چې دا دوه څیزونه (مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي اوښتون) به د انسان په ژوند کې لوی تغیر ایجاد کړي. د دې احتمال هم شته چې شاید د ځمکې اقلیم هم د دوی له برکته بېرته نورمال حالت ته واوړي او د انسان د مهاجرت فکر چې نورو سیارو ته به ځي، له منځه لاړ شي او پر ځای به یې بېرته په خپله ځمکه سرمایه ګذاري وشي.
شاید د راتلونکي په اړه ځینې خبرې چې په مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي اوښتون پورې اړه لري ځینو ته لاپې او غورې ښکاره شي خو که فکر وکړي چې سل کاله مخکې چا د تیلیفون رامنځته کېدل منل که نه؟ یو څه به یې باور راشي… د ویډیو کال او مصنوعي ځیرکتیا خبرې خو پرېږده چې سل کاله مخکې د پیریانو کارونه برېښېدل… لا اوس هم ځینو ته د جادو او پیریانو کارونه بریښي.
د بشر د ژوند عمومي جوړښت د بدلون په حال کې دی، که چېرته تېرو شلو کلونو ته په شا وګورو نو شوي پرمختګ ته به هېښ شو. که چېرته موږ په ۲۰ کاله راتلونکي وخت کې وای نو هغه به څنګه وخت و او نور به څه څه رامنځته کېدل؟
هغه پوښتنې چې ځینې یې په تشویش کې کړي دي؛ دا دي چې د اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي اوښتون کریډیټ به د نړۍ کوم زبرځواک اخلي او کوم یو به یې ګټي؟ آیا انسان به یو ځل بیا احمق کېږي او دا تکنالوجي به د سیاست په ډګر کې استعمالوي؟ دا ځل شاید هېڅ څوک ګټونکي نه وي او د مصنوعي ځیرکتیا دا سیالي به په لویه فاجعه بدله شي. څوک څه پوهېږې چې د راتلونکي زمانې هوښیار روباتونه که هستوي تأسیساتو ته لاسرسی پیدا کړي، پایله به یې څه وي؟
پای
——————————-
* یوري مانین یو روسی ریاضي پوه و چې دوې میاشتې مخکې(د جنورۍ په ۷مه) د ۸۵ کلونو په عمر مړ شو.
** د کمپیوټرونو یوه بڼه ده چې زموږ د عادي کمپیوټرونو څخه په زرګونه ځله چټک دي.