سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهپه خیبر پښتونخوا کې په دوو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي

په خیبر پښتونخوا کې په دوو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي

تاند(سې شنبه، د حمل ۱) د خیبر پښتونخوا د ایبټ اباد په حویلیا سیمه کې د تحریک انصاف ګوند پر یوه ځايي مسوول او د هغه پر پلویانو په برید کې لس تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې چې پرون (دوشنبې) کې وشوه د تحریک انصاف ځايي مشر عاطف منصف هم وژل شوی دی.

ځینو رسنیو د پولیسو په قول دا پېښه د شخصی دښمنۍ نتیجه بللې ده.

خو له بلې خوا د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې تېره شپه نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.

ځايي چارواکي ادعا کوي چې په دې برید کې یو پولیس ټپي شوی دی.

د ډیره اسماعیل امنیتي چارواکي وايي چې د پولیسو ځوابي ډزې سبب شوې چې حمله کوونکي په شا شي.

په وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو په تیره بیا ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو په ودانیو او امنیتي پوستو بریدونه ډیر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب