سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهننګرهار: نارنج ګل مشاعره وشوه

ننګرهار: نارنج ګل مشاعره وشوه

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ) د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست پرون او تېره شپه د جلال اباد ښار په سراج العمارت تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره کړه.

د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې په دې مشاعره کې د هېواد مرکز او ولایاتو څخه لیکوالانو، شاعرانو، دولتي ادارو رئیسانو، مسٶلینو او د کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.

  د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس مولوي نور محمد حنيف وویل: په لومړي ځل د نارنج ګل مشاعره په ۱۳۴۴ هـ ش کال په جلال آباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او د دې سيمې ادبپالو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې په هر نظام کې دغه مشاعره پرته له ځنډه نمانځل شوې او ياد یې تازه ساتل شوی.

مولوي حنيف زیاته کړه: سږ کال مو په دې خاطر دغه مشاعره څو ورځې مخکې جوړه کړه، چې د نوي کال له راتګ سره سم د روژې مبارکه مياشت پیلېږي او د دې مشاعرې څخه مو موخه او هدف فرهنګ، کلتور او ادب ته پراختيا ورکول دي.

مشاعره کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته واورول.

د مشاعرې په منځ کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو او پوهنې ریاست له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د خلکو د خوښۍ وړ وګرځېدې.

له غرمې مخکې د مشاعرې د لومړي برخې وروسته د ننګرهار د خطاطانو اتحادیې له لوري جوړ شوی نندارتون هم نندارې ته وړاندې شوه.

د مشاعرې دویمه برخه د غرمې له ۲ بجو وروسته پیل شوه، چې د ګڼو شاعرانو له لوري برابر شوي شعرونه ګډونوالو ته واورول شول او د ګډونوالو له لوري په تاودو غږونو بدرګه شول.

ورپسې په درېیمه برخه کې د نارنج ګل په ویاړ د رنګین ماښام مشاعره هم ترسره شوه، پکې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو او شاعرانو برخه لرله.

ځینو شاعرانو نیوکه کړې، چې طالبانو دا مشاعره د خپلو تبلیغاتي شاعرانو په لاس کې ورکړې وه او نورو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب