جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې تعلیمي کال د زده...

طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې تعلیمي کال د زده کوونکو له خبرولو پرته پیل کړ

تاند(سې شنبه، د حمل ۱) د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په سړو ولایتونو کې نن ښوونځي په داسې حال کې پرانستل شوي چې اکثره زده کوونکي او د کورنیو غړي یې خبر نه وو.

له کلونو راهیسې د افغانستان د سړو سیمو ښوونځي د حمل په دوهمه پیلېږي خو طالبانو د حمل د لومړۍ یا نوروز رخصتي لغوه کړې ده.

خو ډیری ښوونکي او زده کونکي له دې خبر نه وو چې ښوونځي نن پرانیستل کیږي ځکه د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیلیدو لپاره رسمي اعلان نه و کړی.

د فرانس پریس خبري اژانس له راپور سره سم، د کابل د سیدال ناصري د هلکانو د لیسې یوه استاد محمد عثمان وویل چې د پوهنې د وزیر له خوا په یو مکتوب کې، چې د دوی سرښوونکي ته رسیدلی، ویل شوي چې نن ښوونځي پرانیزي خو دا چې رسمي اعلان نه دی شوی زده کونکي نه دي ورغلي.

د فرانسپرس خبریالانو په کابل کې اووه ښوونځي لیدلي او یوازې لږ شمېر ښوونکي او د ابتدایي زده کړو څو زده کوونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زده کړې نه دی پیل شوي.  

د راپورله مخې پر کابل سربیره، په هغو ولایتونو کې چې نن ښوونځي پرانستل شوي، هرات، کندوز، غزني او بدخشان هم شامل دي. 

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د علي اباد روغتون مسوولانو ته ویل شوي هغه ډاکتران او نور روغتیاپالان چې نن کار ته نه دي ورغلي، ورمعرفي کړي.

طالبانو د تیر کال د حمل په دوهمه، چې د کابل په شمول په سړو ولایتونو کې د تعلیمي کال د پیل ورځ وه، نجونو زده کوونکو ته خبر ورکړ چې بیرته کور ته لاړې شي او د دوی ښوونځي به تر بلې نامعلومې خبرتیا پورې بند وي.

له بلې خوا پرون د ملګروملتو د بشري حقونو متخصصانو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم غیرقانوني مخنیوی په نړۍ کې ساری وباله.

دوی په په حینیوا کې د خپلې غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۲۳ د مارچ په ۲۲ مه په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل کیږي خو داسې ښکاري چې د پر له پسې دوهم کال په مخه افغان نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

دوی ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونو ته د لیسې او متوسطې دورې او همداراز پوهنتوني زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب