سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان د پاکستان په وړاندې لوبډله اعلان کړه

افغانستان د پاکستان په وړاندې لوبډله اعلان کړه

تاند(سې شنبه، د حمل ۱) د راشد خان تر لوبډلمشرۍ لاندې د افغانستان په اوولس کسیزه لوبډله کې رحمان الله ګوربز (ویکټ ساتونکی او بټسمن)، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمان، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

دا به د راروانې جمعې په ورځ څرګنده شي چې د دغو ۱۷ لوبغاړو په منځ کې به کوم یوولس لوبغاړي د پاکستان په وړاندې د مسابقې میدان ته راایستل کېږي.
دا سیالۍ په شارجه کې د افغانستان په کوریبه توب روانې میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه کیږي.
د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۲۱مه) کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په اعلان شوې لوبډله کې یوازې صدیق اتل ته، چې نوی ځوان لوبغاړی دی، په لومړي ځل چانس ورکړل شوی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي بېرته لوبډلې ته راوستل شوی دی.
کرکټ بورډ وايي: «نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه ول، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی او حضرت الله ځاځی له لوبډلې کېنول شوي دي.»
د اعلان شوې لوبډلې او د پاکستان پر وړاندې راتلونکو ۳ شل اوریزو سیالیو په تړاو د کرکټ بورډ اجرایي رییس نصیب خان ویلي: «ه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.»
پاکستان تر دې وړاندې خپله لوبډله اعلان کړې او یو شمېر پخواني لوبغاړي یې، چې ګومان کیږي د پاکستان په غوره لیګ کې یې د پام وړ لوبې نه وې کړي، په دې ټیم کې شامل کړای شوي نه دي او دهغو پر ځای څو نور لوبغاړي چې په غوره لیګ کې ښه ځلېدلي وو، اخیستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب