جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهیوناما له طالبانو وغوښتل چې تر یو ملیون ډیرو نجونو ته د...

یوناما له طالبانو وغوښتل چې تر یو ملیون ډیرو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱) د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) په افغانستان کې نن د تعلیمي کال له پیلېدو سره هممهاله له طالب چارواکو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

طالب چارواکو نن د کابل په اماني لېسه کې د زنګ په کړنګولو سره د سړو ولایتونو نوی ښوونیز کال پیل کړ خو اکثره زده کوونکي په دې خاطر ښوونځیو ته نه وو راغلي چې خبر نه وو.

په تېرو کلونو کې د حمل لومړۍ د نوي لمریز کال او نوروز په مناسبت رخصتي وه او تعلیمي کال عموماً د حمل په دوهمه پیلېده.

یوناما ویلي:«په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم څه باندې یو میلیون افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تلو منع دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) پر واکمنو چارواکو یو ځل بیا غږ کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ټولو تبعيضي سیاستونو لاس واخلي.

دغه سیاستونه نه یوازې د افغانستان د نیمایي نفوس د هیلو په وړاندې خنډ رامنځته کوي، بلکې دغه هیواد ته لوی زیان رسوي.»

د طالبانو د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوي سیداحمد شهید په اماني لېسه کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل چې د ښوونیز نصاب د کیفیت د لوړولو هڅې روانې دي.

ده د نجونو د زده کړو موضوع ته اشاره ونه کړه خو د پوهنې وزارت په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې ګونګه اشاره کړې ده. دغه وزارت ویلي «د ښځینه ښونځیو، چې اوسمهال تر ۶ ټولګي پيل شوي د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نجونو په دولتي ښوونځیو کې مختلط سیسم نه و او یوازې نجونو د اناثو په ښوونځیو کې درس وایه.

طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې تعلیمي کال د زده کوونکو له خبرولو پرته پیل کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب